اوچا: پر ښځینه کارکوونکو بندیز د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی

36

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طالبانو له لوري د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د محدودیتونو له زیاتېدو یو کال وروسته هم د بشري مرستو رسولو بهیر له عملیاتي ستونزو سره مخ دی.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلېچر هم د طالبانو د دې تګلارې د بې‌قیدوشرطه لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ښځینه بشري کارکوونکو د کار ازادي به سلګونو زرو نورو اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو زمینه برابره کړي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي، طالبانو د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر اوومه افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ورتګ منع کړې او دغه محدودیتونه د ښځینه کارکوونکو فعالیتونه، د اړمنو ښځو او نجونو د اړتیاوو ارزونه او د مرستندویه پروګرامونو څارنه ستونزمنوي.

اوچا په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش څرګندونې هم راخیستې دي. ګوتریش ویلي، دغه محدودیتونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دي او د افغانانو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو وړتیا کمزورې کوي.

هغه له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار بندیز لغوه او د ښځو او نجونو پر وړاندې نور محدودیتونه هم لرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن هم ټینګار کړی چې د افغان ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته ملګري ملتونه نه شي کولای ښځو او نجونو ته د هغوی له کلتوري شرایطو سره سمې مرستې ورسوي.

اوچا وايي، بشري مرستندویه ادارې د محدودیتونو سربېره خپلو پروګرامونو ته دوام ورکوي، خو دا بدیلې لارې د افغان ښځینه کارکوونکو د مهم رول ځای نه شي نیولای.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320