سیاست د ټولنیزو اختلافاتو د مدیریت، د ګډو ګټو د تنظیم او د واک د مشروع ویش یوه وسیله ده، خو کله چې سیاست د متقابل منلو پر ځاې د یو بل د نفی او بې اعتباره کولو پر محور را وڅرخي، بیا خپل اصلي ماهیت له لاسه ورکوي او د ټولنیز انشقاق او سیاسي بې ثباتۍ په عامل بدلیږي. د افغانستان د سیاسي تاریخ یوه مهمه ستونزه همدا ده چې سیاسي اختلافات په ګڼو پړاوونو کې د تفاهم او مشارکت پر ځاې د واک د انحصار، د مخالفو د نفی، حذف او څنډې ته کولو له لارې مدیریت شوې. دغه سیاست د واک پر سر د سیالیو، د سیاسي مشروعیت د لانجمن تعریف، د هویتونو د سیاسي کیدو او دټولنیز اعتماد د کمزورتیا له عواملو سره تړاو لري. کله چې سیاسي جریانونه د واک د ترلاسه کولو لپاره د متقابل منلو او مشارکت پر ځاې د یو بل د بې اعتباره کولو او حذفولو لاره غوره کړي، سیاسي اختلافات په تدریچي ډول په ټولنیز واټن، هویتي تقسیم بندي او په ملي بې باورۍ بدلیږي. دا مقاله په افغانستان کې د نفي سیاست بنسټیز لاملونه، ټولنیزې او سیاسي پایلې او د حل احتمالي لارې څیړي. د مقالې اساسې استدلال دادې چې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره یوازې د حکومتونو بدلون کافي نه دی، بلکې د سیاسي مشارکت، ټولنیز عدالت، متقابلو منلو، حساب ورکونې او ګډ ملي تفاهم پر بنسټ د یو منظم سیاسي نظم رامنځته کول اړین دی .د نفي سیاست د دوام مخنیوی د یوه باثباته دولت، ګډ ملي هویت او سوله ییز سیاسي راتلونکي لپاره اساسي اهمیت لري.
د نفی سیاست او په افغانستان کې د سیاسي نظم جوړونې اړتیا
د نفی سیاست هغه سیاسي برخورد او چلند ته وایې چې په ترځ کې یې یوه ډله، جریان یا واکمنه کړۍ د خپلو سیاسي سیالانو مشروع حضور، نظرونه او د مشارکت حقونه نه مني. په دی ډول سیاست کې مخالف د یوه مشروع سیاسي شریک پر ځاې د ګواښ یا دښمن په توګه تعریفیږي. په پایله کې، سیاسي رقابت د برنامو او نظریاتو له سیالۍ څخه د هویتونو، وفاداریو او قوتونو پر تقابل بدلیږي. ددې سیاست پایلې یوازې د سیاسي مخالفینو د محرومولو به کچه نه پاتې کیږي، بلکې د دولت او ټولنې د اړیکو پر بنسټونو هم اغیزه کوي. سیاسي مشروعیت کمزوري کوي، ملی هویت پر وړاندې ننګونې را ولاړوي، ټولنیز باور کمزورې کیږي. همدارنګه کله چې سیاسي رقابت د اصولو او ادارو پرځاې د شخصۍ اړیکو، زور او محدودو شبکو له لارې تنظیم شي، دولتي ادارې د ټولنې د ګډو ګټو پرځاې د سیاسي سیالۍ په ډګر بدلیدای شي. د افغانستان سیاسي تجربه ښایې چې د واک پر سر رقابتونه په ګڼو تاریخي پړاوونو کې د واک تمرکز، سیاسي مشروعیت پر سر اختلافات او د ټولنیزو ډلو د مشارکت ستونزې د سیاسي بې باورۍ له مهمو عواملو څخه پاتې شوي دي. کودتاوې، ایډیولوژیکې شخړې، کورنۍ جګړې او د ۲۰۰۱ کال وروسته د سیاسي نظام د جوړولو تجربې، هره یوه په خپل ځانګړې تاریخي او سیاسي بستر کې د واک استازیتوب او ټولنیز تفاهم پوښتنې مطرح کړي دي.په دې اساس افغانستان کې د سیاسي نظم د رامنځته کېدو اړتیا د سولې، امنیت، مشروعیت، عدالت، ملي یووالي او اقتصادي پرمختګ له اساسي غوښتنو سره تړلې ده. سیاسي نظم یوازې د حکومت یا مرکزي واک د شتون معنا نه لري، بلکې د داسې سیاسي او اداري جوړښت رامنځته کول دي چې د واک د اعمالو اصول روښانه، د دولتي ادارو مسؤلیتونه معلوم، د قانون حاکمیت عملي او د سیاسي اختلافاتو د حل لارې اغېزمنې کړي. د افغانستان تاریخي تجربې څرګندوي چې د اساسي قانون تصویب، د ادارو جوړول او د سیاسي نظام اعلان د دوامدار ثبات لپاره مهم ګامونه دي، خو یوازې په همدې ګامونو سره بشپړ سیاسي نظم نه رامنځته کېږي. د دې لپاره د قانون اغېزمن تطبیق، د دولتي بنسټونو پیاوړتیا، د حساب ورکونې تأمین، د ټولنې د بېلابېلو برخو ګډون او د خلکو د باور رامنځته کول اړین دي. په پای کې ویلای شو چې په افغانستان کې د سیاسي نظم د جوړونې بنسټ باید د قانون حاکمیت، ټولنیز عدالت، ملي تفاهم، سیاسي مشارکت او اغېزمنې حکومتولۍ وي. داسې نظم چې د ټولنې د تنوع درناوی وکړي، د خلکو حقونه خوندي کړي او د سیاسي بدلونونو لپاره سوله ییزې او قانوني لارې برابرې کړي، دا کړنلاره کولای شي د ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي. له همدې امله، د سیاسي نظم جوړونه باید د یوه لنډ مهاله سیاسي هدف پر ځای د دولت او ټولنې د ګډ، دوامدار او مسؤلانه بهیر په توګه وپېژندل شي.
د نفی سیاست څخه د وتلو لارې
د نفی سیاست د کمولو لپاره لومړې اړین اصل د یوې پراخې او دوامدارې پروسې رامنځته کول دي، جې باید پکې ټول سیاسي، ټولنیز او فکري جریانونه د خبرو اترو فرصت ولري. د اختلافاتو حل باید د خبرو اترو، متقابل درناوي، منطقي بحث او سوله ییزو میکانیزمونو له لارې مدیریت شي. د ملي تفاهم لپاره باید داسې دوامدار او ټول شموله ډیالوګ رامنځته شي چې یوازې د سیاسي مشرانو ترمنځ محدود نه وي. بلکې د ټولنې د بیلابیلو برخو، علماوو، مدني بنسټونو، پوهانو، رسنیو، ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او د نورو ټولنیزو قشرونو د نظرونو اوریدل د دې امکان زیاتوي چې د توافق پروسه د ټولنیزو واقعینونو پراخ انځور وړاندې کړي. د افغانستان په څير متنوعه ټولنه کې د سیاسي تفاهم هره پروسه باید د ټولنیزو واقعیتونو، د مشارکت غوښتنو او د سیاسي مشروعیت مسئلو په پام کې نیولو سره طرحه شي. د افغانستان د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا دا نه ده چې ټول سیاسي جریانونه دې په یوه فکر او یوه لیدلوري واوړي، بلکې دا ده چې د اختلافونو د سوله ییز مدیریت لپاره ګډ سیاسي اصول رامنځته شي. د یوه با ثباته دولت بنسټ هغه مهال پیاوړی کېږي چې وګړي د خپل هویت، نظر او سیاسي تمایل له توپیر سره سره د قانون، عدالت او مشارکت له مخې ځان د هېواد برخه وګڼي. که یو لورې د بل لوري هر اقدام د سیاسي حذف یا انحصار د هڅې په توګه تعبیر کړي، د تفاهم د تطبیق اړین باور کمزوری کیږي. سیاسي جریانونه باید دا اصل ومني چې هیڅ یوه ډله د افغانستان د سیاسي او ټولنیز ژوند انحصاري استازیتوب نه شي کولاې. همدارنګه د نفی سیاست د ماتولو بل اساسې شرط دا دی چې د سیاسي فرهنګ د بدلون لپاره د زده کړو، رسنیو او علمي بنسټونو رول پیاوړي شي، ټولنه باید له داسې سیاسي فکر څخه واټن واخلي چې مخالف دښمن ګنې. همدارنګه سیاسي مشروعیت د یوې ډلې د برلاسې پرځاې د خلکو د حقونو، مشارکت او ټولنیز عدالت پر بنسټ تعریف شي. او په پاې کې افغانستان هغه وخت د نفی سیاست له بحران څخه وتلاې شي چې سیاسي بریا د مخالف د حذف معنا نه، بلکې د داسې نظام په جوړولو کې وګڼل شي ټول وګړي پکې د برابر حیثیت او ګډ ملي برخلیک احساس وکړي. دا بدلون سیاسي اراده، بنسټیز اصلاحات، ټولنیز اعتماد او دوامدار تفاهم غواړي.
پایله
د افغانستان د سیاسي بحران د حل لپاره یوازې د نظامونو بدلون او د واکمنو بدلیل کافي نه دي، بلکې د سیاست په فرهنګ د واک په تنظیم او د دولت او ټولنې په اړیکو کې بنسټیز بدلون ته اړتیا ده. تر هغې چې سیاسي جریانونه یو بل د ګډ سیاسي ژوند د مشروع شریکانو په توګه ونه مني، د ملي یووالي او با ثباته دولت جوړونې هڅې به له جدي خنډونو سره مخ وي. د افغانستان د راتلونکي لپاره اساسي اړتیا د اختلافاتو له منځه وړل نه، بلکې د هغو عادلانه مدیریت دې، همدا د سیاسي بلوغیت او مسئولانه رهبرۍ څرګندونه ده. ملت هغه وخت سیاسي ثبات ته رسیږي چې د نفی سیاست ځای د منلو، د انحصار ځاې د مشارکت او د متقابلې بې باورۍ ځای ګډ ملي تفاهم ونیسي. واکمنو ته پکار ده چې د نفی سیاست له تکراري کړۍ څخه ووځي، افغانستان نور د نفی، انحصار او متقابلې بې باورۍ د سیاست د تکرار زغم نلري. اوسنې تاریخي مسئولیت دادې چې د ملي ګټو سیاست غوره شي، تاریخ دا حقیقت ثابت کړی جې هغه واکمنان چې خپل سیاسي مخالفان دښمنان ګڼې، په حقیقت کې د خپل نظام د مشروعیت بنسټونه کمزوري کوي. دا یوازې اخلاقي غوښتنه نه ده، بلکې د سیاسي ثبات، ملي یووالي او د دولت جوړونې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.
لیکوال: د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوه روین پوپل
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
