واخان؛ د افغانستان د جغرافیایي ارزښت بیا راژوندي کول

عبدالوحید وحید

176

له چين سره د واخان نښلوونکي لارې پرانیستل د افغانستان او چین ترمنځ د ورېښمو د تاریخي لارې د يوې برخې بیا راژوندي کولو پیل او د افغانستان له جغرافیایي موقعیت، ستراتیژیک ارزښت او اقتصادي اهميت څخه د ګټې اخیستنې نوښت دی. واخان له چين سره په مستقیم ډول د افغانستان جغرافیایي نښلول دی او دغه سيمه د مرکزي، سويلي او ختیځې اسیا په تقاطع کې موقعیت لري. له همدې امله د دغې لارې اهمیت له فزیکي سړک څخه ډېر پراخ دی او د افغانستان د اقتصادي او ستراتیژیک ظرفیت له بیا را ژوندي کولو سره تړاو لري.

واخان او د پامیر سیمه له لرغونو زمانو څخه راپدېخوا د چین، مرکزي اسیا او لوېدیځې اسیا ترمنځ د سوداګري او تګ راتګ له شبکو سره تړلې وه. خو د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د «سترې لوبې» پر مهال د روسیې او بریتانيې ترمنځ د سیاليو له امله دغه جغرافیه له سوداګریز دهلېز څخه د ستراتیژیک حایل په سیمه بدله شوه. اوس د سیمې جيوپوليتيک وضعیت بدل شوى او دغه جغرافیه کولای شي د سيمې د اقتصادي نښلولو او سیمه‌ ییزو همکاريو په پل بدله شي.

د واخان د لارې پروژه د کومې ځانګړې سیاسي دورې محصول نه ده؛ بلکې د افغانستان د جغرافیایي او اقتصادي اړتیاو پوره کولو لپاره اوږدمهاله موضوع ده. د دغې لارې د جوړېدو په وړاندې سخت غرنی چاپېریال، لوړه ارتفاع، سخت ژمی، واوره، د کار محدود موسم، د زیربناوو کمښت او لوژستیکي ستونځې طبیعي او تخنیکي خنډونه او د سبوتاژ کولو هڅې بهرنۍ ننګونې ګڼل کېږي. له همدې امله مالي محدودیتونه، اداري کمزورتیا، سيمه ييز رقابتونه او د سیمې سخت طبیعي شرایط د داسې پروژې د اوږدېدو عوامل ګڼلاى شو.

د واخان د راتلونکي تر ټولو مهمه ننګونه امنیت او له چين سره متقابل باور رامنځته کول دی. افغانستان غواړي واخان له چین سره په سوداګریزې دروازې بدل شي، خو چین، له دې سره سره چې له افغانستان سره تعامل او ممکن د خپلو اقتصادي پروژو پراختیا ته دوام ورکول غواړي خو د خپلې پولې او د شینکیانګ د امنیت په هکله جدي محاسبات هم لري. د وسلوالو ډلو احتمالي فعالیت، قاچاق، د چینايي وګړو او پانګونو خوندیتوب په سيمه کې د بیجینګ مهمې اندېښنې دي. له همدې امله د افغانستان په خاوره کې د سړک جوړېدل ستره بريا ګڼلاى شو خو اوس مهال د پراخو سوداګريزو تعاملاتو او تګ راتګ لپاره د اسانتیاو رامنځته کيدو ضمانت نه کوي.

د دغې لارې د پراختيا لپاره د افغانستان او چین ترمنځ د عمل وړ امنیتي چوکاټ اړین دی چې پکې د امنیتي بنسټونو ترمنځ د منظمو اړيکو، د اړوندو معلوماتو تبادله، د قاچاق او مشکوکو فعالیتونو پر وړاندې همغږي، د لارو او مهمو تأسیساتو ساتنه او د بیړنیو پېښو په مهال نيغ په نيغه اړيکي شامل وي. که چینايي شرکتونه په سیمه کې فعالیت وکړي، د هغوی د کارکوونکو او تأسیساتو د خوندیتوب لپاره هم باید روښانه ميکانېزمونه شتون ولري.

د افغانستان لپاره د واخان تر ټولو مهمه اقتصادي او ستراتیژیکه ګټه د سوداګري په موخه د بديلو انتخابونو زیاتول دي. د محدودو ترانزیټي او تجارتي لارو، سیاسي مخالفتونو او په پولو کې د بندښتونو پر مهال له اقتصادي فشارونو سره مخ کېږي. له چین سره د نښلولو دغه نوی لاره ، که د افغانستان له لارې له ایران، مرکزي اسیا او جنوبي اسیا سره وتړل شي، د هېواد بديل ترانزیټي انتخابونه پراخه کيږي او د یوې لارې د بندېدو اغېز کموي. د واخان ارزښت له همدې امله یوازې د سوداګري په احتمالي حجم کې نه، بلکې د افغانستان د اقتصادي مقاومت په پراختیا کې هم دی.

د دې لارې اقتصادي اهمیت یوازې له چین ته د وارداتو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کيدو په کچه کې نه سنجول کېږي. افغانستان کولای شي وچې مېوې، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، قالین، لاسي صنایع او نور لوړ ارزښت لرونکي محصولات نوي بازار ته ورسوي. د چین پانګه او صنعتي بازار د افغانستان د طبیعي زیرمو لپاره ښه فرصت دی؛ خو افغانستان باید یوازې د خامو موادو صادرونکی هېواد پاتې نشي. د دې لپاره چې د کارموندنې کچه لوړه او د اقتصادي ارزښت لویه برخه په هېواد کې پاتې شي، د زيرمو د راسپړنې او را ايستلو بهير باید له پروسس، تولید، بسته‌بندي او ارزښت له زياتولو سره وتړل شي.

د بدخشان او واخان کورنى اهمیت هم له پامه نشي غورځول کېدای. دغه سيمه له اوږدې مودې راهیسې له جغرافیایي انزوا سره مخ ګڼل کېده. د لارې پراختیا باید د نړیوال تجارت ترڅنګ په سيمه کې د روغتیا، زده کړو ، ټولنيزو اړيکو د پراختيا، انرژي، بازارونو او سیمه‌ییزو کاري فرصتونو ته هم لاره هواره  کړي. که د سیمې خلک له دغې پروژې څخه مستقیمه ګټه ترلاسه کړي، د دغې لارې ټولنیز او اقتصادي بنسټ به پیاوړی او د سبوتاژ کولو په هکله امنیتي اندېښنې به کمې شي. له همدې امله د سړک جوړېدل یوازې لومړی ګام دی؛ هر اړخيز امنیتي ګامونه پورته کول، تلپاتي ساتنه، مخابرات، بیړني خدمات، لوژستیکي مرکزونه او د افغانستان له نورو اقتصادي مرکزونو سره د دغې لارې نښلول د دغې پروژې د اهميت او ارزښت لوړولو لپاره ضروري دي.

له شک پرته دغه لاره جوړول د افغانستان لپاره په خپل ذات کې بريا ګڼلاى شو خو د واخان د لازياتې بريا ازموينه ددغې له پرانیستل کېدو څخه وروسته پیلېږي. د چین له لوري په دغه پوله کې د تګ راتګ لپاره عملي ګامونه پورته کيدل، ګمرکات، امنیتي همکاري، لوژستیک، د افغانستان دننه ترانزیټي اتصال او د خصوصي سکتور ګډون به وښيي چې دغه پروژه په ریښتیني او ستر اقتصادي دهلېز باندي بدلېږي که یوازې د یوه مهم نښلوونکي سړک تر کچي  محدود پاتې کېږي. تدريجي پراختيا، له محدود او کنټرول شوي تګ راتګ څخه تر ازمایښتي سوداګريزو راکړو ورکړو او  په منظم ډول له تجارتي نښلونې پورې، د دواړو هېوادونو لپاره د باور او ګډو ميکانيزمونو  رامنځته کولو بهير لاهم پاتې دى.

په پای کې، واخان یوازې چین ته د افغانستان نوې لار نه ده، بلکې افغانستان ته له مودو څخه راپدېخوا د خپلې له پامه غورځيدلې جغرافیې د بیا تعریفولو فرصت دی. هغه سیمه چې یو وخت د زبرځواکونو د سیاليو حایل وه، نن کولای شي د سوداګري او اتصال په یوه پل بدله شي. خو د دغه بدلون لپاره باید امنیت، اقتصاد، ترانزیټ او ډیپلوماسي په یوه سنجول شوي انډوليزه ستراتیژي کې سره وتړل شي.

د واخان د لارې لوړ ارزښت او ستره بريا د هغې په پرانیستل کېدو نه، بلکې په دې کې سنجول کېږي چې ایا دغه لاره په اوږدمهاله توګه ، خوندي او په اقتصادي ډول په یوه فعال نړیوال دهلېز باندي بدلېږي که نه. که دغه هدف ترلاسه شي، واخان به یوازې چین ته د افغانستان دروازه نه وي، بلکې  د افغانستان د جغرافیایي ارزښت د بیا راژوندي کېدو په برخه کې به یوه مهمه ګټوره لاسته راوړنه وي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو نيابتي بڼه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320