افغانستان او پاکستان د پاکستان له رامنځته کېدو څخه راپدېخوا د ډیورنډ کرښې په اړه له ژور او ناحل شوي اختلاف سره مخ پاتې شوي دي. دغه مسئله د وخت په تېرېدو د پاکستان له پراخې امنیتي تګلارې سره هم تړلې پاتې شوى او په افغانستان کې د سیاسي او وسلوالو ډلو ملاتړ او روزنه په دغه تګلاره د نفوذ د وسیلې په توګه کارول شوې ده.
د پاکستان نیابتي تګلارو د افغانستان سیاسي بنسټونه کمزوري کړل ، جګړه اوږده او څو پوړيزه شوه ، افراطیت وده وکړه، سیاسي وېش ژور، ملي يووالى ټکنى او د وسلهوالو شبکو د پراختیا لپاره په افغانستان کې عمداً لاره هواره کړاى شوه. د جګړو له امله د زیربناوو او اقتصاد ویجاړۍ، د خلکو پراخې بېځایه کېدنې او د کډوالي پرلهپسې بحرانونو افغانانو ته درانه زیانونه واړول او د اوږدمهاله ملي نظام د جوړېدو بهیر یې زیانمن کړ.
د دغې تګلارې پایلې یوازې په افغانستان پورې تړلې پاتې نشوې. وسلهوالو شبکو او افراطي ایډیالوژیو په سیمه کې هم ناامني پراخه کړه او پاکستان پخپله د وسلهوالو بریدونو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شو. دغه تجربه ښيي چې د نفوذ لپاره جوړې شوې نیابتي تګلارې په پای کې داسې امنیتي ستونځې هم رامنځته کولای شي چې کنټرولول یې د روزونکي اړخ لپاره هم ستونځمن وي.
اصلي درس دا دی چې که د افغانستان سیاسي او امنیتي چارې د بهرنیو نیابتي سیالیو تر اغېز لاندې وي، دغه هیواد نشي کولای تلپاتي ثبات ولري؛ همدغه شان ګاونډیان هم په افغانستان کې د غیرمستقیم نفوذ له لارې اوږدمهاله امنیت نشي ترلاسه کولای. د حل لاره د حکومتونو ترمنځ مستقیمې اړیکې، نهلاسوهنه، د امنیتي اندېښنو لپاره د باور وړ طرزالعملونه او د افغانستان سیاسي حاکمیت ته درناوی دی.
د ډیورنډ کرښې مسئله، د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان لخوا له افغان چارواکو سره د بندو دروازو تر شا او په غیررسمي خبرو کې په وار وار مطرح شوې ده؛ خو هيڅ افغان حکومت د ډيورنډ کرښې په تړاو دپاکستان دريز نه دى منلى او ياده ستونځه د دواړو لورو ترمنځ لاهم نه ده هواره شوې. فشار په هيڅ ډول نشي کولای د دغه اختلاف د مدیریت لپاره د یوه سیاسي چوکاټ ځای ونیسي. د فرانسه او جرمني ترمنځ د جغرافیې په سر له خونړیو جګړو وروسته دواړو هېوادونو د پخلاینې، بنسټیزې همکارۍ او دوه اړخیزې اقتصادي تکيې پر بنسټ اړيکې جوړ کړل. د هغوى تجربه ښيي چې دولتونه کولای شي چې شته اختلافاتو ته اجازه ورنکړي چې د ټولو اړیکو برخلیک وټاکي.
وروستیو تحولاتو بیا وښودله چې د دښمني تګلاره څومره دروند اخلاقي قانوني او ټولنيز لګښتونه لري. په کونړ او پکتیکا کې د هوايي بریدونو د ملکي مرګژوبلې راپورونو او تر دې وړاندې په کابل کې پر یوه روغتیايي او بیارغونې مرکز د برید پېښې، چې د زرګونو ناروغانو د درملنې ځای و، د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. د بریدونو تر شا د موخو په اړه د دواړو اړخونو روایتونه که هر څومره متفاوت هم وي، د ملکي وګړو زیان د دې اړتیا څرګندوي چې امنیتي اختلافات د مستقیمو او اغېزمنو مدیریتي میکانیزمونو او له ديپلوماتيکو لارو څخه مهار شي.
افغانستان باید د ډیورنډ کرښې د نړیوالې پولې په توګه منلو ته اړ نه ایستل شي، لکه څنګه چې پاکستان هم اړ نه دی چې د دې مسئلې په اړه د افغانستان دریز حتماً ومني. دواړه هېوادونه کولای شي خپل دریزونه وساتي، خو په داسې اصل هوکړه وکړي چې ناحل شوی اختلاف باید د دوو ګاونډیو ولسونو د تلپاتې تقابل او دښمني لامل نشي.
پاکستان باید خپلې امنیتي اندېښنې د پوځي فشار او نیابتي شبکو پر ځای د مستقیمو خبرو، متقابلو امنیتي ترتیباتو او دیپلوماسي له لارې مطرح کړي. افغانستان هم مسؤولیت لري چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارېدو ته نه پريږدي او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د باور وړ بنسټیز میکانیزمونه رامنځته کړي. د دواړو لورو مسؤولیتونه یو شان نه دي، خو دواړه د یوه باثباته او د وړاندوینې وړ اړیکو جوړولو ته اړتیا لري. موخه باید د تاریخ بیا لیکل یا د یوه لوري د دریز بدلول نه وي؛ موخه باید دا وي چې یوه ناحل شوې مسئله د دوو ګاونډیو ولسونو راتلونکی ونه ټاکي. افغانستان او پاکستان کولای شي د ډیورنډ کرښې په اړه خپل متفاوت دریزونه وساتي او په عین حال کې د سولهییز او متمدن ګاونډیتوب لپاره ګډ اصول رامنځته کړي.
تاریخ له منځه نشي تللاى، خو راتلونکی باید د تېر تاریخ د شخړو يرغمل نشي. د نیابتي جګړو تجربه ښيي چې د نفوذ او امنیت لپاره د جبري فشار په نتیجه کې لا زیاته ناامني رامنځته کيږي. اوږدمهاله ثبات د مستقیم تعامل، متقابل زغم، نهلاسوهنې، د وړاندوینې وړ اقتصادي اړیکو او داسې سیاسي چوکاټ غوښتنه کوي چې اختلاف په اوتومات ډول په دښمني بدل نه کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
