کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د روان کال په اکټوبر او نومبر میاشتو په لړ کې د بنګلهدېش او زمبابوې له ملي لوبډلو سره ټېسټ، یو ورځنۍ او شلاوریزه نړۍوالې لوبې ترسره کوي.
کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې لوبې به د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ په یوازېنۍ ټېسټلوبه پیل شي چې د اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۳مې پورې به ترسره شي.
سرچینه زیاتوي، د بنګلهدېش پر وړاندې له یوازېنۍ ټېسټلوبې وروسته به د همدې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې پورې به دوام ولري.
خبرپاڼه کې راغلي، د درې اړخیزې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته به افغان لوبډله له زمبابوې سره درې شلاوریزه نړۍوالو لوبې ترسره کړي.
کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به له زمبابوې سره لومړۍ شلاوریزه لوبه د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۹مه او درېیمه لوبه به د نومبر په لومړۍ له زمبابوې سره ترسره کړي.
سرچینې ویلي، افغانستان او زمبابوې به له شلاوریزو لوبو وروسته دوه ټېسټلوبې ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې له پنځمې تر نهمې ترسره شي.
همدارنګه دویمه ټېسټلوبه به د نومبر میاشتې له ۱۳مې تر۱۷مې پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه ټولې لوبې به د افغانستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.