د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې ستوري، کریسټیانو رونالډو د ۲۰۲۶ نړیوال جام له سیالیو سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.
پرتګال د ۱۶ غوره پړاو کې د هسپانیې پر وړاندې ۱-۰ ماتې وخوړه او له سیالیو ووت.
۴۱ کلن رونالډو، چې د فوټبال په تاریخ کې یې ګڼ نړیوال ریکارډونه جوړ کړي او د کلبي فوټبال نږدې ټول مهم جامونه یې ګټلي، بیا هم ونه توانېد چې د نړیوال جام اتلولي خپله کړي.
هغه په شپږو نړیوالو جامونو کې ۲۷ لوبې ترسره کړې او ۱۱ ګولونه یې ووهل، خو د فوټبال تر ټولو ستر جام یې د خپل افتخاري مسلک برخه نه شو.
رونالډو تر دې سیالیو مخکې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام به یې وروستی نړیوال جام وي.
په دې توګه، هغه له نړیوال جام سره د تل لپاره مخه ښه وکړه، خو تر اوسه یې له مسلکي فوټبال څخه د تقاعد اعلان نه دی کړی.
هغه ویلي چې په بشپړ ډول له فوټباله استعفاء هغه پورې اړه لري او دا پرېکړه چې کله یې خوښه شي، وبه کړي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.