فرانسه د فوټبال په نړېوال جام کې نیمه پایلوبې ته ورسېده

37

د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د څلورم پړاو په سیالۍ کې مراکش ته ۲-۰ ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۹مه، د امریکا د بوستون ښار په ګیلېټ لوبغالي کې ترسره شوه.

لومړۍ نیمایي له ګول پرته مساوي پای ته ورسېده، خو فرانسې په دویمه نیمایي کې د لوبې واګې په لاس کې واخیستې.

کیلیان امباپه په ۵۹مه دقیقه کې د فرانسې لپاره لومړی ګول وواهه. له دې یوازې اووه دقیقې وروسته، عثمان ډیمبله د امباپه د پاس په ګټې اخیستو دویم ګول هم ترسره کړ او د فرانسې بریا یې یقیني کړه.

د مراکش ګول ساتونکي یاسین بونو، سره له دې چې په لومړۍ نیمایي کې یې څو مهمې ژغورنې وکړې او د امباپه پنالټي یې هم ونیوله، ونه توانېد د فرانسې پرله پسې ګولونه مهار کړي.

په دې بریا سره فرانسه د درېیم پرله پسې نړیوال جام لپاره نیمه پایلوبې ته ورسېده. فرانسوي لوبډله به اوس د هسپانیې او بلجیم د لوبې له ګټونکي سره د پایلوبې لپاره سیالي کوي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.