افغان وطن او انګریزان
لومړۍ برخه:
بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
انګریزانو د خپلې استعماري واکمنۍ د پراختیا او چلولو لپاره د ځای، قومونو، مذهبونو، ټولنیزو طبقو او سیاسي شرایطو له مخې بېلابېلې لارې لټولي او کارولې، لکه د قومي او مذهبي اختلافونو له سیاسي استعمال څخه نیولې تر غیر مستقیمې واکمنۍ ( Indirect rule) پورې. په نایجیریا، کینیا، یوګندا، سوډان، جنوبي افریقا، قبرس، سریلانکا، مالایا، فلسطین، عراق، مصر او د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې، غیرمستقیمه واکمني د برتانوي استعمار مهمه وسیله وه.
په فلسطین کې برتانیې، د خپل واک ساتلو لپاره د عربو او یهودانو ترمنځ د سیاسي جوړښتونو مدیریت په خپل لاس کې ساته؛ په عراق کې د عرب، کرد، شیعه او سني ترمنځ د واک د ویش کنترول، په مالایا کې د چیني، مالایې او هندي ټولنو د اقتصاد، مالي چارو او ادارې رول له لاري استعماري کنترول، په افریقا کې د قومونو سره وجنګول خو په مستقیم مفهوم نه، بلکې د غیر مستقیم واک په وسیله. هلته برتانوي حکومت د دې پرځای چې هر ځای برتانوي مامورین حکومت وکړي محلي واکمنان یې د استعماري نظام د وسیلې پتوګه استعمالول. د Frederick Lugard په نظریه کې همدا Indirect Rule د نایجیریا او نورو افریقایي مستعمرو د ادارې مهم اصل شو!
په قبرس کې برتانوي استعمار، د ترکانو او یوناني ټولنو ترمنځ د سیاسي او مذهبي توپیرونو په شته چاپیریال کې حکومت وکړ او وروسته همدا اختلاف د قبرس د شخړې په مرکزي موضوع بدل شو.
خو د افغان وطن په اړه انګریزانو ښکاره د بېل یې کړه او اېل کړه «Divide and rule » پالیسې کارولي.
اوس که د برتانوي امپراتورۍ ټول مثالونه سره پرتله کړو، نو د «Divide and Rule» لپاره تقریباً څلور اصلي وسیلې لیدل کېږي:
۱ ــ اداري ویش: یو قوم یا سیمه په څو اداري واحدونو ویشل.
۲ ــ قومي/ مذهبي طبقه بندي: خلک په قانوني او اداري اسنادو کې د قوم، مذهب یا د نژاد له مخې جلا کول.
۳ ـ غیر مستقیمه واکمني: محلي خانان، امیر، سلطان، سردار یا مشر د برتانوي نظام برخه ګرځول.
۴ ــ متفاوت حقوقي نظامونه: یوې سیمې ته یو قانون، بلې ته بل قانون ورکول.
برتانوي حکومت د همدغه اصولو له مخې د شمال لوېدیزې کرښې چې( په ۱۹۰۱ کال یې د صوبه سرحد نوم ورکړ) لپاره داسې یو متفاوت اداري، حقوقي، پوځي او سیاسي نظام جوړ کړ چې پښتني سیمې یې په مختلفو واحدونو او د واک په مختلفو کچو کې تنظیم کړې. دغه نظام د هند د دفاع، د قبایلي مقاومت د کنټرول، د افغانستان د نفوذ د مدیریت، د روسیې د مخنیوي او د تجارتي ـ مواصلاتي ګټو د خوندي کولو لپاره په پام کې نېول شوې وو.
د ۱۸۴۹ کال د مارچ په ۲۹ مه، انګریز لارډ ډلهوزي د پنجاب د الحاق اعلان وکړ. په اعلان کې ویل شوي ول چې د پنجاب سلطنت پای ته رسېدلی او د مهاراجه دولیپ سنګ ټول قلمرو د برتانوي واکمنۍ برخه ګرځي. دا اعلان په لاهور کې په انګلیسي، دري او هندودستاني ژبو ولوستل شو.
د همدې له مخې د پښتنو هغه سیمه چې د سیکانو دولت تر واک لاندې وه، ناڅاپه د هند د شرقي کمپنۍ (East India Company ) د مستقیمې ادارې برخه شوه.
په همدې کال برتانویانو پښتني سیمې په یوه واحد «پښتني» اداري واحد کې ونه ساتلې؛ بلکې هغه یې د نوي پنجاب د بېلابېلو Districts او Divisions په چوکاټ کې تنظیم کړې. البته دا ویش یوازې قومي یا مذهبي ویش نه وو، بلکې اداري ویش هم وو. وروسته په ۱۹۰۱ کال کې برتانویانو د پښتنو نورې سیمې هم په دې ویش کې ورګډې کړي او د پښتنو سیمه یې په پنځو کتګوریو کې وویشله.
۱ــ NWFP Settled Districts (د صوبه سرحد ایالت)
۲ ــ Tribal Agencies (قبایلي سیمې)
۳ ــ Princely States (سوات، چترال، کوز دیر او بر دیر)
۴ ــ په پنجاب کې پاتې شوې پښتنې سیمې
۵ ــ په برتانوي بلوچستان کې پاتې شوې پښتنې سیمې
۶ ــ Protected/Provincially Administered Areas (Malakand)
همدارنګه دا هره کتګوري هم په څو برخو وویشل شوه.
NWFP Settled Districts (د صوبه سرحد ایالت) په لاندې پنځو Districts وویشل شو:
۱ ــ پېښور
۲ــ کوهاټ
۳ ــ بنو
۴ ــ دیره اسماعیل خان
۵ ــ هزاره
Tribal Agencies په اوو ایجنسیو وویشل شو:
۱ ــ باجوړ
۲ ــ مومند
۳ ــ خیبر
۴ ــ کرمه
۵ ــ ورکزي
۶ ــ شمالي وزیرستان
۷ ــ جنوبي وزیرستان
Princely States هم په څو برخو وویشل شول:
۱ ــ سوات
۲ ــ چترال
۳ ــ دیر
Malakand ( Protected/Provincially Administered Areas)
ملکند هم په څو ټوټو لکه بونیر او نورو وویشل شو.
هغه سیمې چې د پنجاب ایالت پورې تړلې پاتې شوې:
۱ ــ اټک
۲ ــ عیسی خیل
۳ ــ میانوالي
۴ ــ دیره غازي خان
د بلوچستان پورې تړلې پښتنې سیمې:
۱ ــ کویټه
۲ ــ ژوب
۳ ــ پشین
۴ ــ چمن
۵ ــ لورالي
د دې لیکنې په بله برخه کې به د دې سیمو د ادارې او امنیتي چارو په اړه وغږېږو.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د سیپتمبر ۷ مه
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.