پر ځوانانو د ټولنیزو رسنیو منفي اثرات

حسان مجاهد

30

فیسبوک، ټیک ټاک، یوټیوب، انسټاګرام او واټساپ د ټولنیزو رسنیو له هغو مشهورو پلاتفورمونو څخه دي چې هر څوک کولای شي، د وخت او ځای له محدویته پرته هر ډول غیر اخلاقي لیکنې، ناوړه انځورونه، فلمونه او ناروا محتواوې پکې نشر ته وسپاري. چې دا ډول مواد د هغو ځوانانو د بې لاريتوب یوه ذریعه ګرځېدلې، چې انټرنیت پرته له کوم مشخص هدفه کاروي.

ځوانان څنګه په غیر اخلاقي محتواوو روږدي کېږي؟
دوی کولای شي، د کم لګښت په مرسته په انټرنیت کې یو ناوړه انځور وګوري، د یوه ناروا فلم تماشه وکوي، هغه له نظره اړوي او د بل د لیدلو تلوسه لري، چې ورو ورو انسان د غیر اخلاقي محتواوو د نندارې روږدی ګرځي، چې د وخت په تېریدو سره یو طرف ترې لاس اخیستل ستونزمن وي او بل طرف په ځوانانو کې د علومو، کسبونو او د زدکړې کچه را ټیټیږي او له پرمختګونو او خدمتونو څخه بې برخې پاتې کېږي.
له همدې امله د کارپوهانو په باور ټولنیزې رسنۍ کولای شي په تدریجي توګه د یوې بشپړې ټولنې لپاره د داسې مرګ سبب شي چې په سترګو نه لیدل کیږي؛ یعني فزیکي نه، بلکې معنوي وژنه وي.

پر ځوانانو د ټولنیزو رسنیو منفي اثرات

١/فکري انحراف

په ټولنیزو رسنیو کې د مختلفو افکارو پلویان شتون لري، دوی هڅه کوي چې خپل افکار په نورو تحمیل کړي، ددې لپاره په ټولینزو رسنیو کې ډېرې جذبوونکې خپرونې تولیدوي، چې په آسانۍ سره کولای شي له معلوماتو بې برخې ځوانان د خپلو افکارو تابع وګرځوي.
سیکولران کوشش کوي چې په مسلمانو کې د دین او سیاست د جلاوالي نظریه خپره کړي.
ملحدین کوشش کې کوي چې مسلمانان د الله تعالی په وجود شکمن او یا هم منکر کړي(نعوذ بالله)
د نشنلیزم(قوم پالنې)پلویان په خلکو کې د قوم پرستۍ او تعصب تخمونه شیندې.
لیبرالان مسلمانانو ته د فردي آزادۍ فکر ور جوړوي. داسې فکر چې انسان د هرڅه په انتخاب کې آزاد او خپلواک دی.
دیموکراتان لګیا دي او غواړي چې مسلمانان د خپل ژوند لپاره اسلام نه، بلکې ډیموکراسي د قانون په توګه ومني.
له بده مرغه ډېر داسې ځوانان چې د باطلو نظریاتو په اړه پوهه نه لري، ډېر ژر خپل فکر بدلوي او د ګمراه ډلو په لومو کې ښکېل ګرځي.

٢/ ځوانان د عیش، ناروا مینې او مجازي عشق په لومو کې اخته کېدل

د خواشینۍ وړ خبره دا ده چې نن ورځ د ځوانانو او نجونو تر منځ نامشروع اړیکې رامنځته کېدل، یو بل ته پیغامونه او عکسونه لېږل، یو بل سره خبرې کول، یو بل ته د رسېدو کوشش کول او بالآخره فحشا او ناروا عمل ته لاره هوارېدل؛ دا هر څه عادي ګرځېدلي دي. ځکه چې زموږ ځوانان او نجونې تر ډېره له ټلیفون سره مصروف وي او دوی په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېل ناروا عکسونه، فلمونه، غیر اخلاقي او فاحشې صحنې ګوري، سندرې او سرودونه اوري، جنسي کیسې او عشقي ناولونه لولي. ددې ټولو بده پایله دا را وتلې چې دوی د خپلو نفسي غوښتنو تابع شوي او لوی هدف یې همدا وي چې خپلې ناروا غوښتنې ترلاسه کړي. او د همدې کار لپاره کفري قوتونو او د هغوی پلویانو له پلان سره سم پراخ لګښتونه کړي، د هغوی
له لوري ډيرې رسنۍ لاس په کار شوې دي او زیات شمېر رسنیز وسائل رامنځته شوي، ترڅو ښځه د یوې وسیلې په توګه بې حجابه وړاندې کړي او د امت ځوانان په عیش او خوندونو کې اخته کړي، له خپلو ارزښتونو یې بې پروا کړي او د جهاد او دیني خدمت روحیه پکې ختمه کړي.

٣/ بې هدفه او بې ګتې ژوند تېرول

انسان فطرتاً په هغه چاپېریال کې پاتې کېدل غواړي چې هلته د خوښۍ احساس کوي. کله چې ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مصروف شي، نو هلته د خپلې خوښې وړ مطالب ګوري او هغه څه ګوري چې د دوی زړه یې غواړي. په دې توګه ساعتونه، ورځې او حتی د ژوند یوه لویه برخه په بې‌ګټې محتواوو ضایعه کوي.
د دې پایله دا وي چې ځوانان له خپلو مهمو اهدافو، دندو او مسؤلیتونو څخه بې‌پروا شي، او داسې ژوند تېروي چې نه د ځان لپاره کومه ګټه لري، نه د کورنۍ او نه هم د خپل ملت لپاره.
موږ وینو چې ډېر ځوانان په لاره، دکان، هوټل، موټر، مېلمستیا او نږدې هر هغه ځای کې چې د ټلیفون کارولو امکان وي، په ټلیفون بوخت وي.
البته داسې بااحساسه او هدفمند ځوانان هم شته چې له همدې ټلیفون او ټولنیزو رسنیو څخه سمه ګټه اخلي؛ مطالعه کوي، لیکل کوي، علمي مطالب لولي او نوي شیان زده کوي.
خو غالب ګومان دا دی چې زیات شمېر ځوانان ټولنیزې رسنۍ تر ډېره د تفریح او ساعتېرۍ لپاره کاروي. دوی دا هڅه نه کوي چې زه باید داسې څه واورم او داسې څه وګورم چې شخصیت مې جوړ شي، خپلې پوهې ته وده ورکړم، امت ته ګټه ورسوم او د فکر او عمل انسان شم.

٤/ له خپل ژوند څخه مایوسه کېدل
ټولنیزې رسنۍ د دې سبب هم ګرځېدلې چې ځینې ځوانان له مایوسۍ او نارضایتۍ سره مخ شي.
ټولنیزې رسنۍ ظاهراً د ښکلا او خوشحالۍ یوه خیالي نړۍ ده. هلته ښایسته ځوانۍ، ښکلي ځایونه، لوکس موټرونه، خوندور خواړه، ښایسته کورونه، قیمتي ټلیفونونه او د خلکو د ژوند نورې ښې صحنې لیدل کېږي. انسان چې دا هر څه پرله‌پسې ویني، ممکن مایوسه شي، خپل ژوند ورته بې‌خونده او کم‌ارزښته ښکاره شي.
ځینې وخت د انسان واقعي ژوند ښه روان وي، خپلې اړتیاوې یې پوره وي؛ خو د نورو د ظاهري ژوند له لیدلو وروسته پرې قناعت نه کوي او تل داسې فکر کوي چې ګواکې نور خلک تر ده ډېر خوشحاله او بریالي دي.

٥/ انزوا او له خلکو لرې پاتې کېدل
هغه ځوانان چې د ټولنیزو رسنیو په کارولو کې ډېر وخت تېروي، هغوی له غونډو او مجالسو څخه لري پاته کېږي.
د کورنۍ له غړو، ملګرو، استادانو او نورو خلکو سره مخامخ خبرې کول، د هغوی خبرې اورېدل او له هغوی څخه زده کړه کول د شخصیت په جوړولو کې مهم رول لري. خو که یو ځوان خپل زیات وخت یوازې له ټلیفون سره تېروي، کېدای شي له ټولنیزو مجالسو څخه لري پاته شي، د خلکو په منځ کې د خبرو کولو جرئت ونه لري او ددې وړتیا له لاسه ورکړي چې نور خلک د ځان لپاره مخاطب کړي او هغوی دده له خبرو استفاده وکړي.

٦_ د پردیو افکارو او اخلاقو تقلید کول
دې کې شک نشته چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې زهرجن فلمونه او خطرناک سریالونه هم شته چې زموږ په افکارو، اخلاقو او اسلامي تهذيب ناوړه اغېز کوي. د مثال په توګه کله چې تنکي ماشومان او تش ذهنه ځونان هندي، ترکي او غربي سریالونه ګوري نو دوی د هغو اخلاقو او کلتور تقلید کوي، کوم چې په سریالونو کې لیدل کېږي.
د بېلګې په توګه، کېدای شي ماشومان په یوه فلم یا سریال کې د جګړې کولو او وهلو یوه صحنه وویني او بیا په لوبو کې د هغه تقلید وکړي؛ یو لرګی د تورې په توګه وکاروي او نور ماشومان پرې ووېروي یا د وهلو هڅه وکړي.
همدارنګه په ځینو سریالونو کې د ناروا مینې، نامشروع اړیکو، بې‌حجابۍ او مجازي عشق صحنې وړاندې کېږي. چې ورو ورو دا ډول کړنې په اسلامي ټولنو کې هم را پیدا کېږي.

٧/ د پوهې او علمي کچې ټیټېدل

نن سبا زموږ د مدارسو او مکاتبو اکثره شاګردان د دې پر ځای چې له کتابونو سره وخت تېر کړي، مطالعه وکړي، خپل درسونه تکرار کړي، راتلونکو درسونو ته چمتووالی ونیسي او له درسي کتابونو ورهاخوا آزاده مطالعه وکړي؛ ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو تېروي.
له همدې کبله زموږ په ځوان نسل کې علمي کچه په کمېدو روانه ده او کله چې دوی له زدکړو فارغېږي، بیا هم نشي کولای ټولنې ته خدمت وکړي.

٨/ له عبادت سره مینه کمېدل
مسلمان ځوان د زمانې له ګڼو فتنو سره مخ دی او د هغه د بې لاريتوب لپاره بې شمېره هڅې روانې دي؛ له همدې امله ځوان ته پکار ده چې له خپل رب سره د دوستۍ مزي ټینګ وساتي.
خو له بده مرغه مسلمان ځوان پر ځای ددې چې ذکر وکړي، عبادت او تلاوت وکړي؛ ډېر وخت پر ټولنیزو رسنیو تېروي.
ددې پر ځای چې شپې را پاڅي، خپل رب ته لاسونه پورته کړي او بیا سهار لمونځ په جماعت ادا کړي؛ دوی له ماخوستن وروسته تر ډېره په ټلیفون مصروف وي او سهار ترې لمونځ قضا شي.
ولاړ په لمانځه وي، خو سوچ یې په دې کې بند وي چې ژر تر ژره لمونځ وکړي او په ټیک ټاک او فیسبوک کې نوي شیان وګوري. ځکه موږ ویلای شو چې ټولنیزو رسنیو زموږ د ځوانانو دیني اړخ ته هم صدمه رسولې ده.

علاج او د مخنیوي لارې څه دي؟

۱/ د ټولنیزو رسنیو د سم استعمال روزنه
ټولنیزو رسنیو ته باید ځوانان په داسې ډول داخل شي چې له مخکې یې فکري او اخلاقي روزنه شوې وي، د ټولنیزو رسنیو مثبت او منفي اړخونه ورته روښانه شوي وي او پوه وي چې څه باید وګوري، څه باید واوري او له کومو محتواوو څخه باید ځان وساتي.

۲/ د هدف او اړتیا له مخې له رسنیو استفاده کول
ځوانان باید ټولنیزې رسنۍ د اړتیا او مشخص هدف له مخې وکاروي، نه دا چې بې‌هدفه ساعتونه پکې تېر کړي.
د دې پر ځای چې یو ځوان بې‌اختیاره له یوې ویډیو څخه بلې ته او له یوې پاڼې څخه بلې پاڼې ته ولاړ شي، باید مخکې له مخکې معلومه کړي چې ولې ټولنیزې رسنۍ کاروم؟

۳/ د استعمال لپاره د وخت ټاکل
ځوانان باید د ټولنیزو رسنیو لپاره مشخص وخت وټاکي او له ټاکلي وخت څخه یې زیات استعمال نه کړي.
٤/  یوازېتوب نه، بلکې سالمه څارنه
زده‌کوونکي او کم‌تجربه ځوانان باید د انټرنېټ په نړۍ کې په بشپړه توګه یوازې پرېنښودل شي، بلکې کورنۍ، استادان او روزونکي باید هغوی تعقیب او وڅاري.

٥/ د عامه پوهاوي زیاتول
د ټولنیزو رسنیو د سم استعمال په اړه باید په کورونو، ښوونځیو، مدارسو او ټولنه کې عامه پوهاوی زیات شي.
٦/ له ټولنیزو رسنیو څخه د دعوت او اصلاح لپاره استفاده
په ټولنیزو رسنیو کې باید علمي درسونه، فکري او اخلاقي مطالب، د قرآن کریم او حدیثونو ښوونه، د ځوانانو د اصلاح او روزنې مطالب او نور ګټور پروګرامونه په داسې جذابه او معیاري بڼه وړاندې شي چې ځوانان ورته میلان پیدا کړي.

په دې هیله چې زموږ هر ځوان خپل مسؤولیت درک او خپل هدف ته متوجه شي او داسې ژوند تېر کړي چې له مرګه وروسته یې نوم ژوندی او مړینه یې خلګ د یوې تشې په توګه احساسوي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.