مسلمانان ولې شاته پاتې شول!؟

حسان مجاهد

255

په نبوي زمانه کې مسلمانان د کفارو په وړاندې تل برلاسي وو؛ کله به چې له خپلې سیمې د جګړې لپاره وخوځېدل ـ که څه هم د یوې میاشتې مزل به و ـ کفار به د هغوی له رُعبه ولړزېدل او د تسلیمۍ فریادونه به یې پیل کړل.

د بدر په غزا کې ۳۱۳ تنو مجاهدینو پر زرو مسلحو کفارو بریا ترلاسه کړه، د خندق په جګړه کې لږ شمېر مسلمانانو د لسو زرو کفارو پر وړاندې د تدبیر له لارې خندق وکیند او بریالي شول، د خیبر هغه کلکې کلاوې یې فتح کړې چې ماتوول یې آسانه نه وو او د موتې په غزا کې یوازې درې زره مسلمانانو، له دوه لکه پوځ سره تر سختې مقابلې وروسته جګړه وګټله.

همدا راز د راشده، اموي، عباسي او عثماني خلافتونو زرین دورونه د اسلامي فتوحاتو او د کفارو د پرلپسې شکستونو شاهدان دي.

خو کله چې عثماني خلافت نسکور شو، مسلمانان له خپل مسیر څخه واوښتل او کفارو پر درېو بنسټيزو تګلارو عمل وکړ:
_د کرکې او دښمنۍ پر ځای یې اتحاد غوره کړ؛ یهودو د عیسویانو لاس ونیو، هغوی بیا د مشرکانو او ټول د اسلام پر وړاندې يو صف ودريده.
_هغوی فکر، تعلیم، او عصري ټکنالوژي خپل قوت وګرځول.
_د مسلمانانو پر افکارو یې کار وکړ، هغوی یې په فکري ډګر کې استعمار کړل، په خپل دین، کلتور او ارزښتونو یې بې باوره کړل، او حتی د اسلام په نامه یې خلک د اسلام پر ضد ودرول.

خو برعکس، مسلمانانو د بریا درې ستر عوامل له پامه وغورځول:
_د اتحاد پر ځای یې اختلاف، تعصب، شخړې او وېش غوره کړ.
_د الله تعالی له دینه يې مخ واړاوه، او د دنیا د خوندونو په لومو کې ښکېل شول.
_د عصري وسایلو، فکر، او تعلیم په ځای یې له عبثیاتو سره مینه پیدا کړه او بې هدفه ژوندونه یې غوره کړل.

له همدې امله نن د نړۍ ۱۳ میلیونه یهود په ۲ میلیارده مسلمانانو برلاسي دي؛ د ځمکې له یوه پلوه کفار د کمپیوټري ټکنالوژۍ له لارې ډرون الوتکې الوزوي، او له بله پلوه اسلامي خاوره بمباروي، خو مسلمانان یې مخنیوی نه شي کولای. کفار مسلمانان لکه فارمي چرګان یو په بل پسې وژني، او مسلمانان یې یوازې په اوښلنو سترګو تماشه کوي.

نو باید پوه شو چې کله مقابله د زور شي، بیا ژړا او فریاد هېڅ نتیجه نه لري. که مسلمانانو د تیاري وس نه درلود، نو الله تعالی به د دې امر نه کاوه:
“وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ” (د هغوی پر ضد هر څومره چې وس لرئ، قوت تیار کړئ).

موږ مسلمانان د قوت او عزت ټول اسباب لرو: معدنونه، جواهر، نفت، ګاز، او هغه وسایل چې عصري ټکنالوژي پرې چلېږي؛ دا ټول زموږ په خاوره کې شته، خو بدبختانه موږ غفلت غوره کړی، له کار، زحمت، تعلیم او اتحاد نه مو مخ اړولی، او د ذلت په ژوند مو قناعت غوره کړی.
که موږ غواړو چې بیا سرلوړي شو، باید بیدار شو، فکر وکړو، تعلیم ته مخه کړو، ټکنالوژي خپله کړو، اتحاد ته را وګرځو او الله ته رجوع وکړو؛ ځکه الله تعالی د یو قوم حالت تر هغه وخته نه بدلوي، تر څو چې هغوی خپله د خپل ځان حالت بدل کړی نه وي.

د قبول شوي حج نښې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.