د افسوس ځای دا دی چې زموږ د خپلې خاورې ځینې لیکوالان د هغو عصري لیکوالانو په لومه کې لوېدلي دي چې د سلطان محمود غزنوي شخصیت یې تحریف کړی دی. هغه سلطان چې په هند کې د خپلې عادلانه واکمنۍ او هوښیارې مشرتابه له کبله د تاریخ په حافظه کې تلپاتې راغلی دی.
په دې مقاله کې هڅه کوو چې هغه لویې تېروتنې روښانه کړو چې ځینو لیکوالانو د سلطان محمود غزنوي د شخصیت په اړه د بې بنیاده روایتونو په اساس کړې دي. دغه روایتونه پرته له دې چې عربي سرچینې، چې د سلطان ژوند او واکمني یې په تفصیل ثبت کړې، مطالعه کړي؛ اکثره د غربي سرچینو پر بنسټ ولاړ دي.
سلطان د اهل سنتو علماوو په تاریخي کتابونو کې
د هغو علماوو له ډلې چې د سلطان محمود غزنوي د ژوند او دورې په اړه یې تفصیلي لیکنې کړې دي، تاج الدین السبکي، ابن خلدون، ابن کثیر، ذهبي، ابن الأثیر، عبدالحی حنبلي او داسې نور یادولی شو.
تاج الدین السبکي په خپل کتاب “الطبقات الشافعية الكبرى” کې د سلطان محمود په اړه وايي: “هغه د عدالت له امامانو څخه و چې ټول خلک او هېوادونه یې تابع وو، او د ښو کارونو نښې یې څرګندې وې. مخکې له واکمنۍ هغه ته د سيف الدولة لقب ورکړل شوی و، او وروسته د يمين الدولة په نوم یادېده. سلطان یو عادل، زړور، فقیه او سخاوتمند شخصیت و.
تاج الدین السبکي زیاتوي ما چې د عمر بن عبدالعزیز وروسته پلټنه وکړه نو د عدالت په برخه کې له څلورو عادلانو وروسته سلطان محمود غزنوي پنځم عادل دی. البته ځیني کسان داسې دي چې د هغوی موده ډېره اوږده نه وي پاته شوې چې له دې کبله اوږدمهاله آثار هم ترې نه وي پاته شوي، چې دا ډول باچا او وزیر په عجمو کې سلطان محمود غزنوي او وزیر یې نظام الملك دی او زموږ په عربي نړۍ کې سلطان نور الدین زنګي او وزیر یې صلاح الدین ايوبي دی.
ما چې د سلطان په شخصیت د نیوکو پلټنه وکړه نو زیاتره نیوکې کوونکي یا د شیعه مؤرخینو څخه تاریخ نقل کړی ده او یا هم د شیعه توب لوري ته مایل دي.
ابن خلدون وایي: “سلطان محمود یو لوی واکمن و چې پر ډېرو اسلامي سیمو یې واکمنۍ وکړه. هغه به علماوو ته ډېر احترام کاوه او هغوی به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هغه دربار ته راتلل.
هغه په خپل رعيت ډیر مهربانه و، هغه یو پرهېزګاره جهادي شخصیت و چې فتوحات يې مشهور دي.
د هند مؤرخ عبد الحی بن فخر الدين الحسني رح په خپل کتاب(نزهة الخواطر وبهجة المسامع والنواظر) لیکي “سلطان محمود له برجسته فقهاوو څخه و، څو تصنیفات یې درلودل، چې له دې جملې څخه ‘التفريد في الفروع’ په نامه هغه کتاب دی چې نږدې شپږ زره مسئلې پکې را ټولې شوې دي.
په “النجوم الزاهرة” کتاب کې راغلي دي چې سلطان یوه دینداره، خیرخواه، عبادت کوونکی او فقیه عالم و او د امام ابو حنیفه رح په مذهب و.
ابن عماد په “شذرات الذهب في أخبار من ذهب” کتاب کې د سلطان په اړه د عبد الغافر الفارسي رح دا قول را نقلوي: سلطان د الله تعالی د کلمې په لوړوالي کې د رښتیني نیت څښتن او په غزاګانو کې بریالی سړی و، هغه یو هوښیار انسان و او مجلس یې د علماوو سرچینه وه.
د سلطان په اړه د تحریف حقیقت
په سلطان محمود غزنوي باندې د انتقادونو لویه برخه یا د شیعه مؤرخینو له لوري ده یا د هغو کسانو له لوري چې د شیعه فکر پلوي کوي.
سلطان محمود د اهل سنتو یو کلک مدافع و او د بدعتونو او منحرفو ډلو پر وړاندې یې سخت دریځ درلود.
د ابن کثیر په “البداية والنهاية” کې راغلي چې سلطان ته به له مصره د فاطمي شیعه دولت لخوا
خطونه او سوغاتونه راوړل کیده خو سلطان به سوځول او نه به یې قبلول.
جابر بن إدريس بن علي په خپل کتاب “مقالة التشبيه وموقف أهل السنة منها” کې لیکي: د سلطان محمود په دور کې اسلام او سنت عزتمند شو، عدالت خپور شو، اهل السنت غالبه شو او اهل البدعت سرټیټي شو.
پایله دا چې د اهل سنتو علماوو په خپلو کتابونو کې د سلطان محمود غزنوي د شخصیت دقیق او عادلانه تصویر وړاندې کړی دی. د نږدې ټولو تاریخپوهانو له نظره، سلطان محمود یو عادل، دینپال او علمپال واکمن و. د هغه عدالت، د دین ملاتړ، او د علم او هنرونو پالنه د هغه د واکمنۍ ځانګړتیاوې وې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.