لکه څنګه چې لمونځ د اسلام یو ستر او مهم رکن دی، همداسې لمونځ په جماعت سره ادا کول هم یو مهم او ټینګ عبادت دی، چې د اسلامي امت د یووالي، نظم او اخلاص ښکلی سمبول دی. خو له بده مرغه، نن ورځ ډېر مسلمانان د دې ستر عبادت په ادا کولو کې غافل، سست او بې پروا دي.
د دې غفلت اساسي عوامل مختلف دي، چې تر ټولو مهم یې د جماعت د حکم په اړه ناپوهي، د هغه عظیم اجر او ثواب نهپېژندنه او دنیوي چارو ته زیات اهمیت ورکول دي.
نو اړینه ده چې مسلمانان د جماعت د لمانځه شرعي حیثیت، فضیلت، د سلفو اهتمام، او اخروي اجرونه وپېژني، ترڅو دا مهم عبادت ژوندی شي او د امت په منځ کې د وحدت، تقوی، او ثبات روحیه پیاوړې شي.
د جماعت لمونځ؛ د احاديثو په رڼا کې
١_ هغه ځوان به الله تعالی د قیامت په سخته او ګرمه ورځ د خپل عرش تر سيوري لاندې کېنوي چې زړه یې له جماعت سره تړلی وي. (بخاري او مسلم)
٢_ مسجد ته د تلونکي قدمونه په نېکیو کې لیکل کېږي: بنو سلمة قبیله په مدينه منوره کې له مسجده دراز وو، نو دوی غوښتل چې مسجد ته لږ رانږدې شي، کله چې رسول اللهﷺ خبر شو نو ورته ويې فرمایل: ای د بني سلمة خلګو! په خپلو(درازو) کورونو کې پاتې شئ، بې شکه مسجد ته په راتلو کې ستاسو د قدمونو اجر ليکل کېږي. (جامع الترمذي)
٣_ څوک چې مسجد ته پیاده روان وي، نو دی به په خير ژوند وکړي او په خير به وفات شي(جامع الترمذي)
يعني ژوند او مرګ به یې دواړه له شره محفوظ وي.
٤_ مسجد ته په تلو کې(واړه)ګناهونه بخښل کېږي او درجې لوړېږي. (مسلم)
٥_ څوک چې په اوداسه باندې له کوره مسجد ته د فرضي لمانځه د ادا کولو په موخه روان شي، نو ده لره د حاجي هغومره ثواب دی. (أبو داؤد)
٦_ څوک چې مسجد ته روان شي، نو الله تعالی دده ساتندوی دی. (أبو داؤد)
٧_ څوک چې په سمه توګه اودس تازه کړي او بیا مسجد ته دتلو په اراده ووزي، نو تر بیا راستنېدو پوري دی په لمانځه کې بلل کېږي.(أبو داؤد)
٨_ هغه کسان به د قیامت په ورځ له کامل نور څخه برخمن وي چې په توره شپه کې مساجدو ته ځي. (سنن ابن ماجه)
٩_ څوک چې سهار او ماښام مسجد ته ځي، د هغه لپاره الله تعالی په جنت کې غوره هستوګنځی تیار کړی دی.( صحيح البخاري)
١٠_ څوک چې په کور کې په ښه توګه اودس تازه کړي او بیا مسجد ته راشي، نو دی د الله تعالی زيارت کونکی دی، او په کوربه دا حق دی چې د زيارت کونکي عزت وکړي.(مجمع الزوائد)
١١_ څوک چې په سمه توګه اودس تازه کړي او بیا مسجد ته صرف په دې موخه راشي چې لمونځ ادا کړي، نو الله تعالی داسې ورته خوشالېږي، لکه د مسافر په راتګ چې چې کورنۍ خوشالېږي. (صحیح ابن خزيمة)
١٢_ څوک چې په مسجد کې ناست وي او لمانځه ته انتظار باسي، نو تر هغه وخته چې خبرې یې نه وي کړې، ملائکې د مغفرت او رحمت دعا ورته کوي. (صحيح مسلم)
١٣_که خلګ د لومړني صف په ثواب خبر شي او دا ثواب يوازي په قرعه کشي ترلاسه کېدای شي، نو خامخا به یې په خپلو کې قرعه کشي کولای. (صحيح البخاري)
١٤_بې شکه الله تعالی په هغه لمانځه ډېر خوشالېږي چې په جماعت سره ادا شي. (رواه الطبراني)
١٥_کله چې په جماعت ولاړ کسان “آمين” ووايي، نو ملائکې هم “آمين” ووايي او د چا آمين چې د ملائکو له آمين سره برابر شي، نو ټول مخکیني(واړه) ګناهونه ورته بخښل کېږي.(صحيح البخاري)
١٦_ په جماعت لمونځ کول، له يوازي لمانځه کولو څخه (٢٧) درجې بهتره دی. (صحيح البخاري)
١٧_ څوک چې په جماعت سره لمونځ ادا کوي، هغه به د شیطان له حملې څخه خلاص شي. (مسند إمام احمد)
١٨_ له یوه تن سره په جماعت لمونځ کول له تنها لمانځه غوره دی، له دوو تنو سره په جماعت لمونځ کول بیا له هغه لمانځه غوره دی چې له يوه تن سره ادا کړل شي او څومره چې په جماعت کې د خلګو شمېر زياتيږي، هغومره الله تعالی ته خوښ دی. (سنن أبي داؤد)
١٩_ څوک چې ٤٠ ورځې د الله تعالی لپاره په اول تکبير سره د جماعت لمونځ ادا کړي، الله تعالی به یې له منافقت او جهنم څخه خلاص کړي. (جامع الترمذي)
٢٠_ که چیرې خلګ د سهار او ماخوستن د جماعت په ثواب پوهېدلای، نو خامخا به ورته راتلای، که څه هم په خاپوړو(لاسونو او زنګنونو) وای. (صحيح البخاري)
٢١_ څوک چې د ماخوستن لمونځ په جماعت سره ادا کړي، نو دومره ثواب يې ترلاسه کړ لکه نیمه شپه چې په لمانځه ولاړ وي او که څوک د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي، دومره ثواب یې ترلاسه کړ لکه ټوله شپه چې په لمانځه ولاړ وي. (صحيح مسلم)
٢٢_ څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي، بیا تر لمرختو پورې کېني او ذکر کوي او بیا دوه رکعته نفل ادا کړي، نو ده لره د یوه حج او عمرې ثواب دی. (جامع الترمذي)
نور بيا…..
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.