طالبان: د پاکستان “غیر مسوولانه” چلن د مذاکراتو د ناکامېدو علت و

73

د استانبول مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، طالبانو د “وضاحت” تر عنوان لاندې یوه مفصلې اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې د دې مذاکراتو د ناکامېدو اسباب تشریح شوي او د طالبانو خپل موقف یو ځل بیا څرګند کړی دی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلې: «زموږ پلاوي په ښه نیت، بشپړه چمتووالی او د سولې په روحيه سره د استانبول مذاکراتو کې برخه واخیسته. موږ هیله درلوده چې دا خبرې به د راتلونکې په اړه مهمې او مثبتې پایلې به ولري. خو د پاکستان پلاوي د مذاکراتو په بهیر کې د خپل امنیت ټول مسئولیتونه موږ ته راجع کول، چې دا یو غیر معقول او د مذاکراتو د روحیې سره نا همغږی اقدام و.»

د طالبانو په وینا، «د پاکستاني پلاوي له خوا ښودل شوې غیر مسوولانه چلن او د نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه، چې دغه مذاکرات کومه مثبته نتيجه ورنه کړي. دوی د افغانستان داخلي چارو کې د ناوړه مداخلې هڅه کوله، چې موږ یې هیڅکله منونکو نه یو.»

اعلامیه کې د افغانستان حاکمیت او خپلواکي په اړه کلک موقف بیا تکرار شوی: «بيا په ټینګار سره وایو چې موږ هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې استفاده کړي. همدارنگه، به هیڅ هېواد ته اجازه ورنه کړو چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات وکړي یا یې ملاتړ وکړي. دا زموږ د ولس حق دی.»

د پاکستان اړوند یو نوی ټکی په اعلامیه کې ورزیات شوی: «د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او موږ ورته نېک نیت او د امنیت هیله لرو. موږ غواړو چې دواړه هېوادونه د ګټې ګډوالی پر بنسټ سره یو بل سره مرسته وکړي. په دې اړه به موږ د خپل مسؤولیت او وړتیاوو په حدودو کې د پاکستان سره د امنیت په برخه کې همکاري وکړو، خو دا همکارۍ به د متقابل درناوي، حاکمیت خپلواکۍ ساتنې او د داخلي چارو کې د نه مداخلې په اصولو ولاړې وي.»

په پای کې طالبانو خبرداری ورکړی: «دا په څرګنده توګه وایو چې د افغان ولس او د هغه د خاورې دفاع زموږ شرعي، ملي او تاریخي وجیبه ده. موږ به د هر ډول تجاوز، یرغل یا امنیتي ګواښ پر وړاندې د خپل ولس په ملاتړ او د الله په مرسته په بشپړه توګه دفاع وکړو. زموږ مقصد د افغانستان د خپلواکۍ ساتل او د هغه د ولس ارامي او خوندیتوب دي.»

 

 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.