ممکن تاسې ته دا د نقد د ډولونو یا قسمونو «په ولې نشتون؟» یې دا پوښتنه حتماً طنز یا برعکس وښکاري؛ چې ګنې زموږ د نقد کتابونه او اکثریت مقالې او لیکنې خو یې د اصل مبحثونو او د خپل تمرکز پر ځای پر همدې نقدي ډولونو او یا یې له اقسامو ډک دي؛ نو څنګه یې نشته؟
زموږ په پخوانۍ کره کتنه او نقد کې د ډولونو او عمومي ځانګړنو ذکر او یادونه داسې وه، لکه دا چې ډېر دروند، مهم او اساسي کار او زیار وي، په درسي ګایډونو او د پوهنتونونو د استادانو تقریباً ټول کتابونه په همداسې تمایل او اغېز لیکل شوي دي، حال دا چې نه دې ډولونو ته هغسې په تنقیدي نظر کتل شوي دي او نه یې د نویو غوښتنو او تمایلاتو په اساس اصولو او ځانګړنو ته هغسې پام اوښتی، چې ګټه یې محسوسه ثابته شوي وي، یعنې دا پخوانو دغه د سراسري تمایل وجه هم کېدای شي، چې د نقد او کره کتنې برخه مو اوس هم شاړه ده او په تخلیقي ادبیاتو یې د بېخوندی یو درند سیورې هم په غوړېدو دی.
خبره دا ده، چې یوازې نقد نه؛ بلکې ټولې هغه علمي قضیې او مستقل فنون، پوهنیزې او فکري څانګې او برخې چې د خپل نوعیت له مخې خپل او خپلواک هویت، اصول او ځانګړنې لري، دا له همدې نظري ارزښت سره سره خپل عملي مبحثونه او حدود هم لري او هغه چې دغه علمي یا نظري هویتونه یې سره په ځینو مواردو کې ګډ یا مشترک هم دي، د خپل غالب هویت او شناخت په وجه یې بیا هم تفکیک او توپیر لازم دی، یعنې د بین العلومیت «ګڼ علوم یا ګڼ څنګیزعلوم» مانا او مفهوم کله هم دا نه دی، چې ګني علمي ګډوډي یا د علومو او فنونو تخصیص او تخصص «څانګې او توپیر» دې ورک کړای شي؛ بلکې اصل هدف یې تنوع او رنګارنګي ته ژمنتیا او وده ورکول دي.
له دې تمهیده مې موخه دا دی، چې ادبي نقد د یوه علمي ارزښت له مخې د ادبي نسبت او تړاو په اساس که موضوعي یا د نورو څانګو برخو تنوع او یا زموږ په متمرکزه ژبه ډولونه یا اقسام هم لري؛ خو اصل نسبت او اساس یې ادب یا مجموعاً ادبیات دي او په دې خو موږ پوهېږو، چې د ادبیاتو علمي نسبت او تړاو یا د ادبي نقد اساس ادبي تیوري ده؛ نه نور کوم نسبتونه او تړاوونه؛ بلکې ودې شي که وي هم؛ خو دا به ضمني یا څنګزني وي.
زه خپله همدا خبره یو څه نوره هم واضح څرګندوم، موږ د پورتني لید له مخې ادبي نقد د یوه خپلواک علم او تړاو په اساس ونوماوه؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې ګنې موږ یې له نورو علومو بېلوو او محدودو؛ بلکې د خپل همدې ادبي تړاو په اساس یې خپل بایللي ارزښت ته راستنوو؛ یعنې که تاسې همدا اوسني او مروجه ادبي ډولونه په سراسري توګه هم راوخلئ او په یوه ځغلنده تنقیدي نظر یې وګورئ، تقریباً د هرې ورځې په حساب یو ډول نقد یو چا له غوږ رانیولی او د ادبي نقد له بهرني ارزښت سره یې ورته غوټه او ګډ کړی دی. مثلاً په دغه ډولونو کې تاریخي، تشریحي، سوانحي، مارکسي، ټولنیز او ترقي پسند ډولونه یې هغه دي، چې یوازې یې مثال کولای شو او په همدې قطار سل و زر نور هغه موضوعي ډولونه یې تاسې هم پسې جوړولی شئ، چې که په متن یا شعر او افسانه کې مو د ښار ذکر ولېد او په هغې مو خبرې وکړې؛ نو دا ښاري نقد یا د کرکتنې یو ډول شو؛ مقصد دا هغه بې بندوباره لاره او میتود دی، چې نقد خصوصاً ادبي نقد پکې خپل ارزښت بایللی دی، زه دغه موضوعي ډولونه او یا یې د خپل ارزښت له مخې بې اهمیته او بې ارزښته بلکل نه بولم؛ ځکه دا هم زموږ له ټولنیز او بشري ژوند سره د تړلیو مهمو موضوعاتو برخې او څانګې دي؛ خو دا ورسره حتماً وایم، چې دا د خپل نوعیت په اساس یا د خپل موضوعي اهمیت په وجه په خپله جلا او خپلواکې څانګې او علوم دي؛ مثلاً نفسیاتي یا اروایي نقد دا د اروایي برخې او موضوعاتو بحث و مباحثې لرلی شي؛ که موږ یې ادبیاتو کې بحث کوو؛ بېخي ممکن دی؛ خو په دغسې تمایل، چې کنې لومړۍ اروایي یا نفسیاتي علوم تشریح او تواضح کړو، قاعدې او اصولو یې راوخلو او بیا یې په یوه متن تطبیق کړو؛ نو که فکر وکړو دا خو نفسیاتي یا اروایي نقد شو؛ خو ادبي هغه ویل به ورته ګران ځګه وي، چې متن ادبي پاتې شو، نور خو نو د نقد موضوع او علمي اساس نفسیاتي او اروایي ورغېده، ادبي څه شو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې موږ د نقد ادبي ارزښت خواو ته متوجه کوي.
زه بېرته خپلې هغې مدعا ته له یوې بلې اندیښنې سره راګرځم، چې مثلاً که د ادبي نقد یا تیوری په اساس موږ یو متن تحلیلوو او یا یې سپړو او د هغې مضمون یا منځپانګه یې د یوې همداسې موضوع خوا ته متمایله هم وي؛ نو څنګه یې بغیر له هغې علمي برخې تحلیل کړو؟ یا په ادبي تیوری کې دا هر څه ځواب کېدای شي؟ دا هغه اندیښنه او پوښتنه ده چې زموږ د همدې بحث خلاصه هم کېدلای شي.
اول خو دا چې ادبي تیوري مضمون یا مانیزه منځپانګه نه دی؛ بلکې د ادبي متونو او پنځونو لپاره د ادب د لارې او تګلارې اصول او میتود دی، چې څنګه یو متن او پنځونه نقد او تحلیل کړای شي؛ یعنې تیوري له منځپانګې سره د اوړېدنې یا توجیه کېدو هیڅ کومه مخه نلري، دویم دا چې ادبي تیوري کله هم د یوه متن او پنځونې په تحلیل او سپړنه کې د مضمون یا منځپانګې مخالفه نه ده؛ اما د خپل طرز یا د خپلو ادبي اصولو په چوکاټ کې د سپړلو او تحلیلولو میتود ضرور لري؛ مثلاً که همدا اروايي یا نفسیاتي مضمون هم په کوم متن کې ګوري؛ نو لومړی به د متن ادبي هغه ارزښت ته متوجه وي، چې په متن کې غالب اړخ کوم دی، یوازې مضمون په کې دی او که ادبي پیرایه هم لري؟ په متن کې له ادبي وسایلو او اوزارو کار اخیستل شوی او که متن یې وسیله ګرځولی دی؟ په متن کې مضمون ادبي ارزښت اخیستی او کنه؟ همداسې سل و زر نوره پوښتنې او تاکیدات لري، چې ادبي تیوري یې د ادبي اصولو او میتودونو په اساس راولاړوي؛ که چیرې یو متن د داسې یو ادبي ارزښت له مخې یو مضمون هم ولري؛ بیا یې تیوري هم په همغه غالبیت مکلفه ده او اجازه لري؛ چې د همغه مضمون اړخ او مانا هم له یو متن استخراج یا راوباسي؛ خو اساس او دایر به یې بیا هم ادبي وي؛ نه هغه موضوع یا د بلې برخې علم او اصول چې له مضمون سره د ادبي نقد نفي کوي. مانا دا شوه چې ادبي نقد یا تیوري د مضمون یا منځپانګې مخالف نه دي؛ بلکې په خپلو ادبي ارزښتونو یوه مضمون یا منځپانګې ته د ورننوتلو او تحلیلوو په طرف کې دي.
اوس که زه یو ځل بیا ووایم، چې ادبي نقد ډولونه یا اقسام نه لري؛ نو موخه به مې همدا د موضوعي یا منځپانګیز ډولونه وي؛ چې ادب ته له بهره راغلي دي او ادب ته د بهرنیو ارزښتو راتګ خو ژاک درېدا داسې ننګولی چې ګنې «ادب بهر هیڅ نلري» مانا خپلواک او په خپله مکمل دی؛ نو که په همدې خپلواک او داخلي اساس یې ډولونه رغېږي هغه خو سهي دي او شته هم دي لکه په خاص ډول نظري یا علمي او عملي نقد دا دواړه یې هغه خپل او ابتدایي ډولونه دي، چې دا نورو ډولونو یې د خپل اثر له مخې کمرنګي کړي او یا یې تقریباً ورک کړي دي، په علمي او نظري ډول کې یې زموږ کره کتنه او نقد لیکوال همدغه څه ځایوي، چې موږ یې په کې نه بولو؛ حال دا چې که د معاصر نقد او ادبي تیوری لوری او لودن پسې وکتلی شي؛ خپل ادبي ډولونه شته هم او ممکن پیدا هم شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.