«د ډاکتر سیماب د پښتو ادب تیوري اثر ته انتقادي کتنه»
تېره میاشت له کوټې قدرمن مشر ډاکتر نصیب الله سیماب د خپل نوي څیړنیز کتاب «د اپښتو ادب تیوري» پېرزو کړې وه، چې دا پېرزو یوازې په ما نه وه؛ بلکې د کتاب د ځینو موضوعاتو یا د مضامینو د اهمیت له مخې یې په ټوله پښتو ژبه احسانمندي او لورېینه بولم. ډاکتر صاحب د پوهنتون استاد او د کوټې د پښتو اکاډمۍ له خورا مهمو علمي شخصیتونو یو دی او زه فکر کوم دا کار یې په دې وجه هم مهم دی، چې په داسې موضوعاتو زموږ علمي مرکزونه او اکاډمۍ ډېر تمرکز نه کوي؛ ځکه نو د ډاکتر صاحب کار و زیار یو استثنایي او دروند کار بولم؛ اما ترڅنګ یې ورسره لږ و ډېر اختلاف هم کوم او دا اختلاف د ځان او ژبې حق ځکه ګڼم، چې ډاکتر صاحب له علمي او تنقیدي روایت هم خبر دی او د علومو د اختلافي مواردو په ګټو او په موضوعي تنوع او پراختیا هم پوهېږي او دغسې د ژبې او علومو حقانیت طبیعت هم دی.
په څیړنه یا تحقیق کې اوس دا اصول تقریباً کلیشیي شوي او یو ډول عام دي، چې ګنې د هرې څیړنې لپاره یې اول فرضیه یا د موضوع مدعا، هدف او لار مهمه ده؛ یعنې دا د یوې تحقیقي پروژې او څیړنې هغه اصل او بنسټیز شرط دی، چې بغیر له دې اصلاً تحقیق ممکن نه دی؛ ځکه خو اوسنی یا معاصر څیړنیز تمرکز دا دی، چې د فرضیې ترڅنګ یې دننه دقت او تمرکز مهم دی. یعنې اول فرضیه یا مدعا یې طبعي، اصولي او حتمي ده؛ خو دویمه یې تر دې هم د معیار او دقت له مخې ضروري او حتمي ده.
دغه دویم تمرکز چې تر ډېره حده د یو څیړونکي شخصي لیاقت او دقت ته راجع کېږي؛ ځکه خو باید د څیړنې د فرضیې د مهموالي هومره جدي او ضروري وګڼلی شي؛ مثلاً که یوه څیړنه د همدې څیړنیزو اصولو، پرنسیپونو او فرضیو له مخې هر څومره دقیقه او بشپړه هم وي؛ خو چې څېړونکی د فرضیې په دننه یا د موضوع په برخه کې دقت ونکړي؛ ممکن څیړنه یې هغسې ګټه او نتایج ونلري. د ډکتر سیماب «د پښتو ادب تیوري» اثر د همداسې یوې تیروتنې او د نه دقت لامله دا دی، نن زموږ د نقد برخه دی، چې که څه هم د څیړنیزو اصولو او تحقيقي فرضیو په اساس تقریباً بشپړ او بې غلطیو دی؛ خو د منځپانګې له پلوه یې ځینې تېروتنې او ناپامۍ د حساب وړ دي؛ البته تېروتنې یې شعوري نه دي؛ بلکې که خدای کول د ده په استناد او استدلال کې به یې هم ومومو، چې څنګه ځینې خبرې او مباحثو سره ګډوډېږي.
اول خبره خو دا ده، چې که د هرې څېړنې یا تحقیق په فرضیه یا موضوع کې یو څېړونکی په تعریف او پېژاند کنفرم نه وي؛ نو مغالطه او ناسموالی یې حتمي ده، د کتاب له نوم داسې ښکاري، چې ډاکتر سیماب د پښتو ادب تیوري موندلې او دا یې د فرضیې ادعا هم ده؛ خو مسله دا ده، چې تیوري یې همغسې په روایتي یا د زړې تیورۍ په تعریف او استناد اخیستې؛ بلکې په همدې اساس یې د پښتو فلکلور ته پښتو ادبي تیوري ویلې ده، که څه هم ډاکتر صاحب په ځینو ځایونو کې د تیورۍ تعریف ښه سم اخذ کوي؛ خو له تشریح او تطبیق یې معلومېږي، چې همغه زوړ تعریف یې ذهن او تشریح نېولې.
د نوې او زړې تیورۍ تعریف دومره نه سره کنجلک کوو، چې بیا یې حتی نه په نوې پوهېږو او نه مو یې په زاړه هغه سر خلاصېږي. له زړې تیوری منظور د ادب په اړه هغه نظریات دي، چې ریښه یې تر لرغوني یونان د ارسطو او سقراط تر ژانري او اخلاقي یا فکري نظریاتو او مباحثو رسېږي او بیا پسې په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې هغه نظریات او مباحث هم راځي، چې د ادبیاتو د ماهیئتي مکاتبو او نظریاتو مبحثونه یې لرل او هیئتي یا فني اړخ یې هغسې بارز نه و؛ لکه دا د نوې تیوری چې دي. نوې یا جدیده تیوري د شلمې پېړۍ د فردېناند دې سوسور له ژبني ماډله زېږي، چې منظمې او لومړۍ نښې، اصول او مباحث یې بیا فورمالېزم وړاندې کوي، رغښتواله، پسرغښتواله(ساختیات او پس ساختیات)، نوې کره کتنه، ډي کنسټرکشن او نوې تاریخواله یې هغه باقاعده مباحث، تصورات او نظریات دي، چې اصلاً اساس او بنسټ یې همدغه یا همدې ته ورته او هممهاله تیوری دي؛ نو په دې وجه د ډاکتر سیماب دغه «د پښتو ادب تیوري» کتاب د نوې تیوری دغه مباحث نه لري؛ بلکې د زړې تیوری خصوصاً د همدې نوې تیوری د خواوشا کلونو یا لږ مخکې هغو مباحثو ته یې تیوري ویلې، چې هغه خو غیر منظم او ژور ادبي مباحث دي؛ ولې د نوې او منظمې تیوری اساس نه دی. دا هغه عمومي مغالطه ده، چې زه یې خپله هم د «ادب، تنقید او تیوری» په اثر کې ښکاروم. ځکه خو ډاکتر صاحب هم زما غوندې خپلې د همدغسې مباحثو مقالې په تیوری ورتېرې کړي دي.
ظاهر خبره ده، چې کله په یوه موضوعي فرضیه کې دغسې یو ناسم پوهاوی یې اساس شي؛ نو مغالطې به یې تر اخره د موضوع برخه وي، ډاکتر صاحب په ۳۸ مخ د خپلې تیوری د یوې نتیجې ته په رسېدنه لیکي، چې:
«کله یوه ژبه بډایه ادبي روایت ولري؛ باید د دې ژبې ادبي تیوري هم له ادبیاتو څخه ورغول شي، ځکه چې دا تیوري (چې د دې ادب د تشریح او تفسیر لپارهرامنځته کېږي) هغه له وخته څخه د هغې ژبې په ژبني، کلتوري او تاریخي شرایطو کې ژورې ریښې لري. کله چې یوه ادبي تیوري د ژبني، کلتوري او تاریخي شواهد و بهر وارد شي، یعنې له دباندې څخه پر وتپل شي، دا امکان لري، چې د هغې ژبې د ادبیاتو سره په بشپړ ډول سمون ونلري او دا امکان لري، چې اصلي ادبي کړنو ترمنځ د فشار لامل شي؛ لکه په پښتو ادب کې چې موږ کله کله ورسره مخامخ کېږو. د ژبې له ادبیاتو څخه تیوري رغول دا ګټه لري، چې هغه باریکۍ، موضوعات او سټایلسټیک عناصر ونیسي، چې د هغه ادب لپاره ځانګړي دي، در امد شوي تیوریانې د قدر وړ بصیرت وړاندې کولای شي، که د هغه ادب د ځانګړیو شرایطو سره سمون ولري؛ یعنې هغه د مخصوص سیاق و سباق په تناظر کې کارولو ته اړتیا لري، یوه ادبي تیوري باید چې د هغې ژبې او ادب څخه ورغول شي، د کومې ژبې او قام ادب چې ورباندې تلل کېږي.»
زه د ډاکتر صاحب سیماب له پورته نظر سره یوازې تر هغه ځایه موافق یم، چې دای ادبي تیوري ته له فکري یا هغه د زړې تیوری له زاویې ګوري؛ کنه د نوې ادبي تیوری له مخې یې دا هره خبره د تامل وړ ده، نوي تیوري نه له کومې مخصوصې ژبې او ادب سره تړاو لري او نه د کوم ځانګړي فرهنګ او کلچر زېږده ده او نه هم په کومو ځانګړیو کلتورونو او شرایطو کې ریښې لري؛ بلکې د ژبو د فرهنګونو او متونو د لوست او مانا طرز ښيي او د متن بین الافاقي یا ټولمنلي تصورات او نظریات وړاندې کوي، په دې اړه که ډاکتر سیماب زما د مقالې «د خپلې ادبي تیوری مدعا او مغالطې» تقریباً یو څه هغه مهمې برخې هم راخیستي؛ خو ولې په خپله یې بیا په قضاوت کې ځکه څنګزنۍ یا په اصطلاح سراسریتوب کار اخیستی، چې د ده په وینا کار یې د متونو له څنګه ویلو سره نه؛ بلکې د څه ویلو یا فکري او زړې هغه تیوری سره و، چې ده لا له وړاندې کرښه ورته کښلې وه. په دې اړه نور تکرار ته اړتیا نشته البته د ناسم پوهاوي خبره مو یې همدا کوله، چې د زړې تیوری په اساس یې د پښتو ادبي تیوری ادعا کړې حال دا چې نوې تیوري یو څه ده او زړه یا د یوې ژبې او کلتور تیوري بل څه ده.
نوې ادبي تیوري که کلتوري یا ثقافتي ارزښت هم پالي، نو د یوې بیلې فکرې تیوری په توګه نه؛ بلکې د کوم کوډ یا نښې په اساس به لومړی متن ته ځي او بیا به له متن د کلتور، تاریخي او فولکلوريک کوډ او مانیز مرکزونه پرانیزي او هغه هم په مطلق ډول نه بلکې خوځنده یا ډاینامیکه مانا سپړنه او موندنه به وي، ځکه نوې ادبي تیوري د مسلسلو یا پرلپسې مانیزو سپړنو او متن لوستنې طرز او میتود دی؛ نه محدود، یو زماني او مکاني یا فکري او نظریاتي ساینس، چې دوه جمع دوه یې څلور ثابت وي.
ډاکتر صاحب په دغه اثر کې د همداسې فکري یا زړې تیوری په اساس نه یوازې د پښتو ادبي تیوري په ځای د پښتو فلکوریکه تیوري له ادب پېژندنې سره لیکلې؛ بلکې تیوري او پر تیوري تاکید یې هم زوړ، مطلق او منجمد غوندې دی، چې څوک یې باید د نوې ادبي تیوري برخه ونه بولي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.