د افغان،واکمنو، سیاسیونو،مدني فعالینو او خبریالانو په ټولنیزو تحلیلونو کې کمزورتیاوې لامل د دې شوی چې افغانستان او خلک یې د جګړو او ناخوالو ښکار شي.
افغانانو شرق او غرب سره یو ځای شول خو پکې پاتې راغلل دوی څوارلس کاله شوروي اتحاد او شل کاله ناتو هم تجربه کړل او د دوی په خوښه او غوښتنه یې خپل خلک په بېلابېلو نومونو ووژل.
دا چې د افغان سیاسي بازار چلوونکي و نه توانېدل خپل خلک او وطن وژغوري دا د ګاونډیانو او یا هم د نړۍ د سترو قدرتونو ګناه نه ده.
دا د وخت زمامدار ول چې ګناه،تېروتنه او نه پېژندنه د وخت یې تر سره کړله .له بده مرغه نه یې ځان وژغورلی شوی او نه خپل ولس !
د مسؤل چارواکي وړه تېروتنه د وطن د بربادۍ په مانا ده او همدا وړه تېروتنه یو ولاړ ولس له پښو غورزوي چې بیا درېدل یې ډېره ستره بیه او قرباني غواړي.
که لنډ د تاریخ پاڼې ولټوو نو ځیر به شو چې تل یوه کلیوال کس په ډېره ټیټه او اسانه بیه ولاړ نظام نسکور کړی او یا یې هم ستنې ور سستې کړي دي.
همدا د غلطو لوبو کول او نه پېژندل د خپلو خلکو لامل شوي تر څو پرمختګ او پایداره سوله شتون و نه لري.
کله چې امان الله خان د خپل هېواد د ښېرازۍ لپاره مټې بډ وهلې او غوښتل یې چې د ایران او ترکۍ هېوادونو په شان خپل ولس د دوی سیال وګرزوي خو هېڅکله یې خپل خلک نه وو مطالعه کړي.د امان الله خان یواځینۍ تېروتنه همدا وه چې خپل ولس یې د نورو هېوادونو د مسلمانانو په څېر لیده چې همدا د نوموړي ستره تېروتنه وه. امان الله خان خپلې پښې له ګلیم څخه دباندې وغزولې چې همدا تېروتنه یې نه پیدا کول له وخت سره او نه پېژندل د خپلو خلکو ول.دښمن تل په کمین کې وي او لاس په ماشه ناست وي تر څو د خپل حریف له تشۍ ګټه پورته کړي.امان الله خان چې رواجونو او دودونو د وطن ته شا کړۍ وه او په یوه ورځ یې خپل خلک د نورو جوګه کول غوښتنه وه خو بې خبره د دښمن له کمین څخه وو. دښمن وتوانېد د دین له ادرسه لوبه بدله کړي او یو داسۍ کس یې را مخ ته کړ چې هېواد او خلک یۍ د تباهۍ لوري ته وړل. د مشر تېروتنۍ نه یواځۍ د ده حکومت ور ړنګ کړ خو تر څنګ یې افغانان هم په تیارو کې را ګیر کړل.
همدا د افغان زمامدارو سترې تېروتنې تکرارېږي چې تکرار یۍ وطن له سیالیو غورزولی دی.بیاځلې نور محمد ترکي او ملګرو یې تۍروتنې تکرار کړلې چې وطن یې د تباهیو لوري ته یووړ او بیا هم د جمهوریت شل کلنه تجربه وه.د جمهوریت ورسپارل او واک داسې کسانو ته ورکول چې جمهوریت او دېموکراسي یۍ په نړېواله کچه بدنامه کړله.د خلقیانو او پرچمیانو پیداوار مجاهدین شول چې هېواد یې په کنډواله بدل کړ او د جمهوریتیانو اوسنی طالبان دي چې د زده کړو او پرمختګ ور یې در وتاړه.
افغانستان محمد ظاهرشاه هم تجربه کړ.څلوېښت کاله یې حکومت وکًړ خو داسې څه یې تر شا پرې نه ښودل چې د څلوېښت کلن مزل نښې پکې ولیدل شي.نوموړي وخت او فرصت له لاسه ورکړ خو یواځینی څیز هغه سوله وه چې نوموړی ساتلۍ وه.محمد ظاهرشاه توانېدلی وو خلک یو ملت کړي.ظاهر شاه د ښاري او کلیوال،د لوستي او نالوستي،د شتمن او فقیر او د عامي او رسمي توپیري چلند چې نن خلک ترېنه کرکه لري لرۍ کړی وو او خلک یې سره غونډ ساتلي ول.محمد ظاهرشاه د افغانستان جیوپولوتیک ارزښت ،طبیعي زېرمو او د خپل هېواد نفوس څخه د پام وړ ګټه پورته نشوی کړلی.
افغانان هم د نړۍ د انسانانو په څېر دي او حق لري چې د ژوند اسانتیاوو او سالمه سیالیو ته لاس رسي ولري.افغانان هم د سوله یز ژوندانه حقداره دي. اسانتیاوو،سوکالۍ،لومړیتوبونو او سوله یز ژوندانه ته رسېدل د واکمنو دنده ده جې څنګه خپل ولس د سیالانو سیال وګرزوي.په نړۍ کۍ ډېر داسې هېوادونه شتون لري چې هېڅکله یې جګړو ته غاړه نه دی ایښی او یواځینی کوښښ یې کړی تر څو خپل ولس له شر څخه په امن کې وساتي،بل لوري ته شته داسې هېوادونه چې جګړې یې د ژوند برخه وۍ خو نن یې ورته شاکړې او سوله یز ژوند کوي او داسې هېوادونه هم شته چې هېڅ نه وو خو نن د خپلو سیالانو په لومړي کتار کې خبره کوي.افغانستان چې نن د خپلو سیالانو له کتاره شاته لویدلی او په جګړو،ناخوالو او کرکو یې سر دی یواځینی لامل یې له خپلو خلکو څخه نه پېژندل دي.افغانستان یواځې کابل،هرات،کندهار،جلال اباد او مزارشریف نه دی.افغانستان اوس ۳۴ ولایتونه لري او د هر ولایت دود او رواج سره له دی چې نږدېوالی سره لري خو شته داسې څیزونه چې اوسیدونکي یې سره ټکر کې اچولی شي ،چې همدا ټکر ناخوالو او جګړو ته په اسانه لاره برابروي. افغان واکمنو تل د پردیو د حکومتولیو د نسخو پلي کېدل دلته ازماېلي چې له بده مرغه پکې پاتې راغلي او له ولس څخه یې قرباني اخیستې ده. افغانستان په معاصر تاریخ کې د شرق او غرب لپاره نسخې د حکومتولیو ته غاړه کېښودله او تجربه یې کړلې چې پایله یۍ یواځې تباهي او شاته ګرزېدل شول. همدا اوس په هند کې دېموکراسي ده خو د هند دېموکراسي د هند د ولس د دودونو سره حاکمه ده او ښه پایله یې درلودلۍ.بل لوري ته په غربي هېوادونو کې همدا د دېموکراسې په نوم سره حکومتولې دي چې د دوی د ولسونو په بڼه مخ ته وړل کېږي.همدا ډول نورې د حکومت کولو نسخې دي چې په بېلابېلو هېوادونو د نړۍ کې تر سره کېږي او خپل خلک یې پکې را ټول کړي دی. هغه هېوادونه چې په لوبو کې ځان نشي موندلی نو خامخا به د ښکاري ښکار کېږي.افغان سیاسبون ،مدني فعالان او خبریالان دا باید ومني چې افغانستان لا جوګه د دېموکراسۍ او د پرمختللو نظامونو نه دی.تر ټولو دمخه باید خلک ورته وروزل شي،ولس باسواده شي،خلک یو او بل ومني،روانه کرکه چې د وینو تویولو لامل دی ودرول شي،خلک یو ملت شي،هر کس ځان مالک د وطن وګني ،کله چې د خلکو ظرفیت اوچت شو بیا کولی شو ووایو چې ولس په یوه ظرف کې ټول دی بیا د هرې نسخۍ د حکومت کولو لپاره خپله خلک ځان ښکاره کوي.هېره د نه وي متحده ایالات لږترلږه په تیرو دوو لسیزو کې د عراق او افغانستان په ګډون د څو اسلامي هیوادونو سره جګړه کوي، او د ایران په څیر هیوادونو سره په جدي کړکیچونو او شخړو کې ښکیل دی او دا شک نشته چې متحده ایالات خورا لوی مالي او نظامي وړتیاوې لري او د یو شمیر نړیوالو قدرتونو، په ځانګړې توګه د ناټو غړو ملاتړ څخه خوند اخلي. همدا ډول د 900 ملیارد ډالرو دفاعي بودیجې سره، د دې نظامي مداخلو پایلې تل د پام وړ ننګونو او ناکامیو سره ملې دي.
اوس ویلی شو چې یو له مهمو فکتورونو څخه د ټولنیز تحلیل کمزورتیا ده .د خلکو د ټولنې، کلتور، تاریخي هویت او ملي حساسیتونو ژوره پوهه د هر بهرني مداخلې یا ښکیلتیا په بریالیتوب یا ناکامۍ کې پریکړه کونکی رول لوبوي. د داسې پوهاوي پرته، حتی د نړۍ لوی پوځي ځواکونه ممکن د ناڅاپي پیچلتیاوو او پراخ مقاومت سره مخ شي.
!کاڼه او ړانده واکداران
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.