دا چې په نړئ کې بېلابېلې د حکومت ولې نسخې د هر هېواد د سیاسي واکدارانو له لوري پلي کېږي او خپل واک تر سره کوي یو لامل یې د هغه هېواد ولس دی چې سیاسیونو یې تر خپل سیوري لاندي پکې راغونډ کړي او حکومت پرې کوي.
تر ټولو ستره خبره دا ده چې د ډیري هېوادونو خلکو غوښتي تر څو پرمختګ ولري او وخت ته په کتو سره له خپلو سیالانو څخه مخ ته حرکت خپل کړي. هوښیارو او ویښو ولسونو هڅه کړې تر څو خپل واک داسې کسانو ته پر لاس ورکړي چې ورته د خدمت کولو جوګه وي او ورسپارلی امانت په صداقت او ریښتینولې مخ ته یوسي.
د پرمختللو هېوادونو اوسیدونکو د خپل راتلونکي نسل لپاره وخت ته ارزښت قایله شول او پر دې نور پوه شوي وو چې د وخت ضایعه کول یې ولس تیارو کې ساتي. همدا وخت ته ارزښت ورکول او کار اهل د کار ته سپارل یې د اوسني پرمختګ لامل ګرځېدلی دی.
دا چې نن په نړئ کې د بېلابېلو حکومت ولې نسخې پر خلکو پلي کېږی په اصل کې د خلکو ظرفیت ته په کتو سره یې ولسونو ورته غاړه ایښې ده.
نړېوالو بېلابېلې د حکومت ولې تجربې تر شا پریښي او د هر هېواد د تاریخ برخه یې شوي دي. ویښو ملتونو غوښتي او زیار یې ایستلی چې تر نورو مخ ته و اوسي. دوی څېړنې او پلټنې کړي چې د ولس او هېواد سلامتیا یې به څه کې پرته ده.
نن چې د نړئ ټول واک دوی خپل کړی او د ژوند ښېرازه یې تر نورو اوچته ده دا یې د کلونو خواري ده.دوی اوږد مزل تر سره کړی چې نن یې د نړئ په ګوډ،ګوډ کې ځوان نسل د سیالیو تږي دي.
هو:
دا یو حقیقت دی خو له بده مرغه ځینې وخت یاد حقیقت ته ځینې خلک سره له دې چې تږي د دوی د پرمختګونو دي خو غاړه کېښودل یاد حقیقت ته ورته ستونزمن ښکاري او نشي یې منلی.
دا چې د یادو او په سترګو لیدل شویو حقاېقو ته شا کېږي او د کاذب غرور او پوچ سیاست له وجې ځوان نسل په تیارو کې ساتل کېږي دا په خپله دلالت پر دې کوي چې چلوونکي د واک د خپلو خلکو اصلي دښمنان دي او همدوی نه غواړي چې ولس یې پرمختګ وکړي تر څو د سیالانو کتار کې ورګډ شي.
افغانستان په معاصر تاریخ کې د دین،مذهب،ژبئ او قوم به نوم په داسې جال او کرکو کې راګیر دی چې د خلاصون لاره یې یواځې د ولس په لاسونو کې پرته ده. که چېرته ولس د خپل راتلونکي نسل او د خپل هېواد د سرلوړې لپاره ګام اوچت نه کړي نو هېره د نه وي چې د هر ډول ناکامیو سره به مخ شي.د افغانستان معاصر تاریخ وښودله او په خپله حافظه کې یې دا ثبت کړله چې افغانانو په خپلو لاسونو او غلطو لوبو سره خپل ولس د تباهیو کندئ ته ورغوزار کړ.
افغان سیاسیونو او زمامدارانو هېڅ کله و نه غوښتل تر څو د خپل هېواد د سرلوړئ او د خپل ولس د پرمختګ لپاره سره یو شي.
دوی هېڅکله و نه غوښتل تر څو د خپلئ جغرافئ ارزښت ته په کتو سره خپل خلک له خپلو سیالانو سره په کاروان کې ورګډ کړي. دا چې په لنډ وخت کې افغان ولس د بېلابېلو حکومتولې نسخې په خپله خاوره کې تجربه کړلې او د هرې نسخې د درېدا لپاره یې د وخت له زمامدارانو سره اوږه ورکړله خو دوی یې ونشوی ژغورلی.
دا چې په لنډ وخت کې افغانانو د هرې حکومتولې بېلابېلو نسخو د ساتنې لپاره خبل ځوان بچي ورکړل تر څو یې وطن په کتار د سیالانو کې ورګډ شي. خو د مکاره او دروغجنو سیاسیونو د لوبو ښکار شول او پرته له تباهیو یې بل څه په برخه نه شول.
نن کور په کور خلک د بدیو،کرکو،ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.
د روانې کرکې یواځینی لامل خپله خلک دي ،دوی دي چې خپل برخلیک د داسې کسانو په لاسونو یې لیکل غواړي چې د بچو قاتلین یې دي. همدا خلک دي چې د قوم،ژبئ،مذهب او دین په نوم ترېنه قربانی اخلي او په خپلو کې یې سره جنګوي.
همدا خلک دي چې نه غواړي پرمختګ تجربه کړي ،دوی دي چې هر څه یې په سترګو لیدلي او تجربه کړی خو بیا هم ګروګان پاتې دي.
دا پنځم کال دی چې د زده کړو ور یې پر مخ ورتړلی او ورځ تر بلې یې بچي داسې لوري ته روزي او هڅوي چې راتلونکی به یې پرته له جګړو ،بې سوادې،د بل به مزدورې او یاغي توب نور څه نه وي.
نن که چېرته اوسني واکمنان وخت له لاسه ورکوي او له خپل خره نه ښکته کېږي نو هېره د نه وي چې انزوا ته تللی افغانستان به هېڅکله هم د نړېوالو سیال نشي.
حاکم زمامداران تر څو خپل مشروعیت له ولس څخه تر لاسه نکړي هېڅکله به یې ولس سوله یز ژوند تجربه نکړي.
پاڼه واوښته او لوبه شوه بدله
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.