پاڼه واوښته او لوبه شوه بدله

عبدالواحد تابع

53
د مسلمانانو سیاسي مشران د خپلو غلطو لوبو له وجې په نړېواله کچه له انزوا او ماتې سره مخ شوي دي.کله چې په مسلمانانو کې د مذاهېبو د ډېرېدا لړې پیل شوه او د هر مذهب پیروانو خپل مذهبي روایت له نورو غوره باله او همدا غوره توب لامل د دې وګرځېد تر څو په ډېره چټکې سره د وخت لوبعاړي له ورغلي فرصت څخه ګټه پورته کړي چې په ښکاره او پټه توګه د کتابونو او همدا ډول د تبلیغاتو له لارې یې وخت ته په کتو سره خپل ځان ته د مسلمانانو په هېوادونو کې ځای جوړ کړ. د نړې سترو قدرتونو له بېلابېلو لارو چې خپله مسلمانانو ورته لاره خلاصه کړې وه وتوانېدل دوی کې لاره پیدا کړي او د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.
د عثماني خلافت له منځه تللو وروسته سترو قدرتونو په پیل کې مسلمانان خپلو کې سره وویشل او بیا یې د مذهب،ژبې او قوم په نوم سره مسلمانان په خپلو کې سره اخته کړل. لاس ته ورغلي مسلمانان دوی په خپلو کی سره واچول او دومره کرکه یې په دوی کې وزېږوله چې همدا زېږول شویو کرکو جګړو ته لاره هواره کړله. مسلمانانو ته هر یوه وسلې او د جګړو اسباب ورکول تر څو په خپلو کې یې سره اخته کړي. سترو قدرتونو هېڅ څه دوی ته مفت او مجاني نه ورکول او په بدل کې یې د دوی د هېوادونو شتو ته سترګې پټې کړې وې. دا چې مسلمانان له خپلو سیالانو شاته پاتې ول او جوګه د دې نه ول تر څو په سیاسي ډګر کې ځان ته ځای جوړ کړي. مسلمانان اړ وو تر څو د خپلو بادارانو چې په ویش کې یې ول ورته څڼې وغورزوي. مسلمانانو هېڅکله و نه غوښتل او نه یې دا توانمندي پیدا کړله تر څو خپل خلک او جغرافیه وژغوري.
په خوب ویده او له وخت څخه ناخبره مسلمانان جوګه د دې نه شول تر څو له وخت سره سم ګامونه اوچت کړي. اوس نو هره جغرافیه د مسلمانانو اوسیدونکو ته یې سور اور ګرزېدلې ده.د اسلامي جغرافیو اوسیدونکي په وېره او بې باوریو کې خپل ژوند په داسې حال کې مخ ته وړي چې د ځمکې او اسمان توپیر سره لاس او ګرېوان دي.نن ټول مسلمانان د خپلو غلطو لوبو له وجې د سیالانو له کتاره شاته غورزېدلي دي.نن په ډېره اسانه او په ډېر لنډ وخت کې یې د واک ټغر ورټولوي.
اوس دا ثابته شوې چې مسلمانان ویده او له خپل سیال څخه شاته پاتې دي.
دا چې د خپل سیال جوګه نه دي او توانمندي د دې پکې شتون نه لري تر څو خپله حکومتولي او ولس وساتي نو ښه به دا وي چې وخت ته په کتو ځانونه عیار کړي او دا ومني چې د خپل سیال د سیالو جوګه نه دي. حقیقت ته غاړه کېښودل او خپلې توانمندې ته کتل سرلوړي ده. هوښیار او ویښ چارواکي کولی شي خپل خلک له ناخوالو وژغوري او که چېرته کاذب غرور ته شا شي نو هېره د نه وي چې ولس د سیالانو د کاروان برخه ګرزېدلی شي.
یاددښت:
په نړې کې ډېر داسې هېوادونه شتون لري چې یو وخت یې د امپراتورې نوم د تاریخ د زورورو په کتار کې یادېده خو نن هېڅ نه دی ،ژوند کوي او خپل خلک یې له ناخوالو ساتلي .دوی حقاېقو ته غاړه ایښې ده او سوله یز ژوند کوي .

تیکنالوژي او د انسان پر ژوند یې اغېزې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.