راځې په پیل کې تيکنالوژي لږ وپېژنو چې څه شي ته وايي؟
تیکنالوژي Technologyچې له يوناني کليمې Techo,Teche او Logia څخه رغول شوې ده ،مانا یې په مهارت او هنر سره جوړول او په علم او پوهه کې هنر او مهارت ښودل مانا شوي دي . په انګرېزي کې یې معادل Science of Craft دی.
تيکنالوژي په هغه پراخ مفهوم چې لري یې په سلګونو تعريفونه يې شوي دي
تيکنالوژي هغه افزار (که سافټ وي او يا هارډ)، مفاهيم او روشونه دي چې د انسان ستونزې او معضلې پرې حل شي، موخۍ ته ژر پرې ورسېږي او طبيعت د خپل ځان په ګټه پرې راوڅرخوي.
يا تيکنالوژي د څېړنو او تجربو هغه نهايي محصول دی چې په هغو کې اطلاعاتي ، فني توکي په سوداګريز محصول بدل شي. يا ټول هغه شيان چې انسان جوړ کړي او په طبيعي ډول د ځمکې پرمخ موجود نه وو.
د انسان لخوا د موادو او افزارو جوړول چې له طبيعت سره ځان سازګار کړي او يا ځان پکې تغيير کړي.
يا د اطلاعاتو، مهارتونو، افزارو او روشونو هغه ټولګه ده چې د اړتيا وړ محصولات د انساني مشکلاتو د حل، مرستې، قابليتونو د ارتقا او نورو په موخه جوړ کړي.
نن ورځ په انساني ژوند کې پرته له تیکنالوژۍ هر څه بې مانا برېښي. نن تیکنالوژي د ژوند برخه ګرځېدلې او هر کس اړ دۍ تر څو ترېنه ګټه پورته کړي.
دا چې ډیری کارونه یې انساناو ته اسانه کړي او ځان یې د انسانانو د ژوند برخه ګرزولی دلته دوه برخو ته غواړم اشاره وکړم.
لومړی یۍ ګټې او اړتیاوې دي چې هر انسان،کورنۍ،ټولنه،د یوه هېواد وګړي او په ټوله کې د نړۍ ټول انسانان اړ دي چې ځان ورسره عادت کړي .دا ومني چې تیکنالوژي د ژوندانه برخه او پرته له تیکنالوژې ژوند ناشونی او ناکام برېښي.خو دا چې له ناکامیو مو ځان ژغورلی وي د خپلې وسې،سویې او اړتیاوو سره سم یې هر یو کاروي او ترېنه برخه مند دي.
څوک خبرې،راکړه او ورکړه، راشه او درشه، تبلیغات، سندرې، شعرونه، سیاست، فلم کتل، دعوت او بلنه، ژمنه، تهدیدول او ورته د ژوند نورو برخو ته پکې ځای جوړ کړی او تذېنه کار اخیستل کېږي.
دا چې نن تیکنالوژۍ د انسان په ژوند کې ځان خپل کړی دی خو هېره د نه وي چې له بده مرغه د سیاسي بازار چلوونکي بیا خپلې ګټې ترېنه پورته کوي او د ګټو پر ځای د انسانانو د بې لاره کولو لپاره پکې ځانونه پیدا کوي او موخو ته پکې ځان رسوي.
تاسو به د تاریخ پاڼو کې لوستي وي چې ډیری وخت به یرغلګرو چې کومه جغرافیه لاندۍ کړله نو د نیول شوي وطن هرڅه به یې سوزول،ویجاړول او له منځه به یې وړل او په همدې ډول به یې یوه ملت تاریخ له ورکۍ سره مخ کړ.
غواړم د بېلګې په ډول یې تاسو ته د مصر،سودان،لیبیا،سوریه او عراق هېوادونه یاد کړم.دا چې یاد هېوادونو خپل تمدن،ژبه او دود درلود خو د عربو په ورتلو سره یې هرڅه له صفر سره ضرب شول او نن ټول عربي دود او رواج ته غاړه ایښي او جبر د تاریخ هر څه ترېنه واخیستل.
په همدې ډول که ننی انسان غافله پاتۍ کېږي نو هېره د نه وي چې فرصت طلبه سیاسیون او د وخت لوبغاړي به یې له ټول ژوند سره لوبه وکړي.
نن مونږ په ښکاره وینوچې د تیکنالوژۍ پر مټ د (AI-Google-ChatGPT) او ورته نورو لارو چې د تیکنالوژې پرمټ یې لاره خپله کړۍ د ولسونو د تاریخ او اصلیت له منځه وړلو لپاره ځوان او راتلونکی نسل ښکار ګرزول کېږي.
دا چې نن تیکنالوژي له ژوند سره تړل شوې نو غوره دا ده چې خپل تاریخ،دین،ژبه او دودونو ته مو پام وي تر څو مو راتلونکي نسل ته د سالمه سیالیو لاره پرانیستۍ وي.
له بده مرغه نن د وروسته پاتې هېوادونو ځوان نسل لیدل کېږي چې تر هر څه د مخه تکیه یې پر نړېوالو رسنیو، فلمونو، موسیقي او تبلیغاتو سره غوټه خوړلۍ ده.
یاددښت:
ننی ځوان نسل د سبا جوړونکی دی او که چېرته دوی ونه ژغورل شي همدا ځوان نسل به په خپلو لاسونو د خپل هېواد ارزښتونو سره خدای په امانی وکړي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=182945
Comments are closed.