په چا چې خپل عزت ګران وي، د نورو عزت هم ساتي یا د نورو عزت د خپل ځان عزت ګڼي.
وایي ته د چا بد مور او پلار ته کنځلې مه کوه چې هغه بیا ستا ښه مور او پلار ته کنځلې ونه کړي.
سیاسي بحثونه او مبارزه، اختلاف د نظر، نیوکې او مخالفت د ادب او کلام د عفت په چوکاټ کې د هر چا حق او دا ډول علمي بحثونه خوند کوي ځکه ټول ترې یو څه زده کوي او هم د ځوانانو پوهه او تفکر د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په هکله رشد کوي.
خو په نړیواله کچه د ټولنیزو او خوالو رسنیو د منفي اغیر او استعمال له امله ځینو د سپسونو او ټیکټاک خونو نه د غوجل خونې جوړې کړیدي. غوجل کې چې یو څاروی مرداري وکړي، ټول څاروي سره لړي.
له بده مرغه د سپیسونو او ټیکټاک دغه غوجل خونو کې د ټولو پخوانیو رژیمونو او اوسني حاکمې ډلې د پلویانو په نوم یو څو کسه شپه او ورځ ناست دي چې بل کار او دنده نه لري یا د کومې خوانه مؤظف شویدي، چې افغانانو ته کنځلې او توهین وکړي تر څو افغانان نور هم سره وویشي، د یو بل په مقابل کې سپک او سپور ووایي تر څو افغانان ونه کړې شي چې په اصلي او مهمو مسایلو فوکس و کړې. په حقیقت کې دوی د هیچا استازي نه دي خو مجازي فضا یې ملوثه کړیده.
د افسوس خبره دا ده چې ځینې کنځلو او چټیاټو ته ملي او مدني مبارزه او ملي فکر وایي او د افغانانو د حقوقو او درد نه د دفاع په نوم، ځانونه د افغانانو غمشریک او غمجن بولي. کنځلې او توهین مدني او سیاسي مبارزه نه ده. دا ډول کړنې ځوانانو او نوي نسل لپاره هیڅ مثبت پیغام نشي ورکولې. دا ډول کړنې د افغانستان د ثبات، د ښه راتلونکې لپاره د سیاسي او مدني مبارزې انسجام او د خلکو د ارامې او عزت ساتلو لپاره هیڅ ګټه نه لري.
نظامونه او مبارزه په معقولیت، ادب او مثبت فکر چلیږي. کنځلې اسلامي، افغاني او انساني ادب نه دی بلکې پدیتوګه دوی خپل ځانونه، اسلام او افغانان سپکوي.
زما په اند، د دغه کنځلومارو د مخنیوي لپاره یوازنې لار په ټولنیزو رسنیو کې دوی انفالو کول او د دوی خبرو ته غوږ نه نیول دي. که څومره دوی فالو کوي او د دوی کنځلو او چټیاټو په حمایت یا مخالفت عکس العمل ښکاره کوي، هماغومره دوی ته ځانونه مهم او لوی ښکاري. بس اګنورول او بلاکول د دوی ځواب دی.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاست چارو مسوول
د ژړا قصه (د نوریې دردونکې قصه)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.