دا دوه ورځې نه پوهیدم چې د نورۍ د قصې په هکله څه ولیکم. ځکه د نورۍ دردونکې قصه، د میلیونونو افغانانو د ماشومانو قصې دي. داسې قصه نه اوله ده او نه اخره. که حالات همداسې دوام وکړي، د دې قصو نه به بدترې نورې قصې د ټولنیزو شبکو له لارې وګوري.
وایي کوم ملا د جمعې په ورځ خطبه کې د یوسف (ع) قصه شروع کړې وه. کله چې قصه هغه ځای ته ورسیدله چې یوسف (ع) یې ورونو کوهې ته واچوه، نو د ملا نه نوره قصه هیره شوله. مقتدیانو ته مخ راواړه او په ژړا یې شروع وکړله چې نوره قصه ټوله د ژړا ژړا ده.
کله چې په سیاسي مبارزه او د قدرت په حاکمیت کې ولس مطرح نه وي، بیا خبره د شخصي ګټو وي. د ولس په هکله خبرې ټولې د ژړا ژړا یا د تمساخ اوښکې وي.
د طالبانو حاکمه ډله د عمري عدالت خبرې کوي، خو واقعیت دا دی چې نه دوی د عمري عدالت او نه د انساني عدالت په لاره روان دي.
ځیني مخالفین هم په دې فکر دي چې د سپږۍ د لاسه پوستن ته باید اور واچول شي او په افغانستان هر څه باید قطع شي چې ولس نور هم د ستونځو سره مخامخ شي ځکه د دوی لا د ولس په دربدرې زړه یخ نه دی او نه یې پخوانې ناخوالې په یاد دي چې ځینو څه څه نه کول.
ځینې مدني فعالان او د ټولنیزو شبکو کارونکي چې پخپله د فساد برخه و، او همداشان د طالبانو حاکمه ډله او ځینې مخالفین چې د محاسبې یا Accountability خبرې کوي، باید لاندې دوه پوښتنو ته ځواب ووایي.
که محاسبه پیل کیږي، باید د کوم ځای نه پیل شي؟ د ظاهرشاه د دورې نه، که د داودخان د دورې نه، که د خلقیانو د دورې نه، که د مجاهدینو د دورې نه، که د طالبانو د لومړۍ دورې نه، که د جمهوریت د دورې نه او که د طالبانو د اوسنې دورې نه؟
دویمه پوښتنه دا ده چې محاسبه به څوک کوي او هغه پاک لاس، مشروع او قانونمند حکومت به کوم یو وي؟
ایا دا دواړه پوښتنو ته مثبت ځواب شته؟ که مثبت ځواب نه وي نو بیا د لارې حل څه دی؟
ایا غواړې چې ملت نور هم وځپل شي، افغانستان د نیابتي جګړو او رقابتونو مرکز شي؟
په یقین سره ویلې شم که افغانستان بیا د نیابتي رقابتونو او جګړو مرکز ګرځي، او یا د طالبانو د حاکمیت همدا اوسنې حالت همداسې دوام وکړي، د طالبانو حاکمه ډله، مخالفین، د ټولنیزو شبکو په نامه مدني فعالان چې د جنګ نغارې وهي، یو به هم په راتلونکې کې مطرح نه وي. افغانستان کې هسې هم د کفن کش قصه ده او ځای به یې داسې بله افراطي ډله ونیسي چې په تیرو شکر وکاږې.
د نورۍ او هم د نورۍ غوندې زروهاو ناخوالو قصو نه باید ټولې خواوې پند واخلي او د راتلونکې لپاره فکر وکړي چې څه وشي او څنګه د دې ناخوالو مخه ونیول شي؟ نه دا چې د دا ډول قصو نه د خپلو سیاسي مؤخو لپاره ترې استفاده وشي.
خلاصه د علل او معلول د فلسفې په اساس، د افغانستان مسله د یو بل په ملامتولو، نفې کولو او د قدرت په انحصار نه حل کیږي بلکې د یو بل په منلو، د تفاهم او معقولې لارې په اساس حل کیدلې شي. په اوسنېو شرایطو کې یوازنې لار، د یوې واقعي لوی جرګې دايرول دي چې د افغانستان د ټول اقشارو، سیمو او سمتونو استازي پکې برخه ولري چې د افغانستان د راتلونکې په هکله پریکړه وکړي تر څو قانوني او مشروع نظام رامنځته شي.
شاه محمود میاخیل
د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مسول
Comments are closed.