څو ورځي وړاندي ګران ملګري قدرت رضوان د نصیر احمد احمدي د کیسو لومړۍ ټولګه را ولېږله چي باید ولولم. دا ټولګه ” سړه سېلۍ “
نومېږي چي د احمدي د لومړۍ تاندي ځوانۍ کیسې پکښي راټولي سوېدي. ما هم په داسي حال کي چي دشپې باران وو، د کیسو و لوستلو ته پیل وکړ. کیسې، ناولونه او رومانونه مي له کوچنیوالي خوښېږي. په تېره بیا ناولونه مي ډېر خوښ دي. تر دې دمخه مي د احمدي صاحب ” د واوري سړی ” نومي لنډي کیسې لوستې وې. دا چي هغه ټولګه یې وروسته چاپ کړې وه نو نسبتاً یې لومړۍ ټولګي ته کیسې تلوسه لرونکي او خوندورې وې. البته دا نو د دې مانا نلري چي ګواکي دا لومړنۍ ټولګه یې خوندوره نه وه. طبعاً لومړی پیل او لومړي لیکل نیمګړتیاوي لري، ځکه د هر کار پیل څه ناڅه ستونزمن او له ننګونو خالي نه وي. د احمدي پر لومړۍ ټولګه د سریزي په توګه ښاغلي صالح محمد صالح دا یادونه کړې چي کېدای سي دا کیسې ځیني نیمګړتیاوي ولري خو راتلونکي که ښاغلی احمدي د کیسه لیکني همدا لاره پسي واخلي او په دغه برخه کي ډېر زیار وګالي نو نژدې ده چي د ښه نامه خاوند او پښتو نثر ته به ډېر څه ور وبخښي. مرحوم احمدي هم همدا خبره کړې دی وایي چي دا یې لومړنۍ کیسې دي، او له کوچنیوالي د کیسو او داستانو سره مینه لري. ده د کیسو خپله دا ټولګه د پښتو ژبي استاد شاعر محمد صدیق پسرلي ته اهداء کړې او زیاتونه یې باندي کړې چي د لومړي ځل لپاره استاد پسرلي کیسه لیکني ته هڅولی او تشویق کړی دی.
سړه سېلۍ ټول ټال څوارلس بېلابېلي کیسې لري. بدي، تشې ګېډې، سړه سېلۍ، د ژوند بیه او دود او دستور یې هغه کیسې دي چي د پښتنو د بدمرغیو، ناندریو او بې کسیو څخه ښه پرده پورته کوي او د یوویشتمي پېړۍ د ځمکي پر مخ د هغو اوسېدونکو انسانانو د ناخوالو، نادودو، بدمرغیو او ناندریو یو بشپړ انځور وړاندي کوي چي جهالت، ناپوهي، بدبیني، فقر او بې اتفاقي ځپلي وي. احمدي ښایي د خپلي ټولني ستونزي ښه ژوري درک کړي وي. او د کلیوالي ژوند دود، رسم و رواج او طرز یې پخپلو سترګو لیدلی او ور باندي پوهېدلی وي. ځکه خو د ده د کیسو کرکټرونه خوار، بې تعلیمه او د ژوند له لومړنیو امکاناتو بې برخي کلیوال دي. ” بدي ” کیسه یې زموږ د ټولني هغه بې شرمه انځور دی چي په لیدلو یې سړی هک پک اوړي. د یوه ځوان مینه د یوې بدۍ په جریان کي د هغه د پلار مېرمن ګرځي. ” تشې ګېډې ” د یوویشتمي پېړۍ د بشر هغه داستان دی چي د تعلیم، ښه ژوند، نوښتونو، دین پېژندني، خدای او ځان پېژندني او حتا اخرت په باب د فکر کولو ور هاخوا د دوی هدف یوازي د سبا لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کول او ښکار کول وي. کټ مټ لکه د تاریخ دمخه دورې د انسانانو غیري انساني ژوند چي په غرونو او غارونو کي به اوسېدل، د وښو او حیواناتو د پوستکو څخه به یې کالي جوړول. زموږ د فقر ځپلې ټولني تر دې ښه انځور نسي وړاندي کېدای. دا په یوویشتم قرن کي د انسانانو د ذلت او بدمرغي تر ټولو یو روښانه انځور دی. همداسي ” د ژوند بیه ” کیسه زموږ د ټولني یو بل تیت او ناوړه انځور وړاندي کوي. یو کوچي د خپل ورور د قتل په بدل کي د مقتول څخه په داسي حال کي چي هغه د ځان دفاع کوله پنځه ښځي غواړي. مقتول یوه مېرمن او یو زوی لري. کوچي قسم کړی وي چي تر حلالولو به یې تېر نسي. ملایان، طالبان او خلک د قران روی ورته ګرځوي او د بخښني توصیه ورته کوي خو هغه د احمدي خبره د کوچي لړمون به هغه وخت سوړ سي چي د قاتل پر غاړه یې د تېري کړې چړې ویني نه وي څټلې. بلاخره د یوه ناپېژنده مسافر او لاروي په منځګړیتوب کوچی تر دې عمل تېرېږي او په بدل کي یې مسافر خپل یو ټیلر موټر ورکوي چي د کوچي له چړې ځوان خلاص کړي. دا صحنه مرحوم احمدي په بېخي ښه آنداز انځور کړې او تقریباً هري کیسې ته یې یو ناڅاپي پیل ورکړی دی چي لوستونکی له ځان سره اخلي او تلوسه یې زیاتوي.
د دې کیسو منظرکشي بېخي عالي ده. د بېخي والي خبره یې ځکه کوو چي لوستونکی ځان د هري کیسې د لوستلو پر مهال هوري حاضر احساسوي او که په غور ورته متوجع سي نو ښه یې درکولای هم سي. پیشو، بېډۍ او بخمل یې هم زموږ د پښتني کورنیو په ټولنیز ژوند پوري تړاو لري. او پيشو او بخمل کیسه یې د حیواناتو سره زموږ پر ناسم چلند او کرکه ممترکزي او راڅرخي چي په عیني حال کي د دې ذهنیت د اړولو په پار سپارښتني هم له ځان سره لري. زه ګومان کوم احمدي صاحب زموږ د ټولني را پېژندلو په برخه کي کافي کار وکړ او موږ ته یې د ټولني ستونزي، بدمرغۍ، ناخوالي، نادودي، ناندرۍ، بې کسۍ، توپیري چلند، وروسته والی، افراطیت او جهالت پخپلو کیسو او ناولو کي ښه انځور کړ او دې ستونزو ته یې متوجع کړو چي زموږ د وروسته پاته والي اصلي علتونه همدا دي. دا چي احمدي د ستونزو پېژندلو په برخه کي قلم ستړی کړی او موږ ته یې خپله ټولنه ښه ژوره را وښووه، اوس باید د همدې ناخوالو او ستونزو هوارولو او لمنځه وړلو ته لار هواره او کار وسي. دا نه وایو چي ګواکي ستونزو ته دي نور څوک ګوته نه نیسي، بلکي زموږ لیکوال دي و ستونزو ته د ګوتو نیولو سره سره په داستان، ناول او کیسه لیکنه کي د ستونزو د لمنځه وړو او هوارولو لپاره هم کار وکړي. چي څنګه افغانان ښه ژوند ته رسېدلای سي؟ څنګه په داسي یو عصر کي چي د تعلیم پر ګټو خبري خپله بې تعلیمي ګڼل کېږي خلک علم او پوهي ته مخه کړي؟ څنګه ناوړه رواجونه پښتانه پرېږدي، څنګه په مینه، اتفاق او يووالي ژوند وکړي او د نړۍ د نورو متمدنو ټولنو سره سیالي را واخلي. د همدې موضوع اړوند مي څو ورځي مخکي د څو ملګرو سره بحث راغی، دوی د هیواد پر اوسنیو ستونزو ږغېدل، د ږغېدا سره یې ناهیلي له ورایه ګډه وه. ما یو مثال ورکړ چي اوس د ستونزو د هوارولو وخت زموږ لپاره نه دی. موږ ته پکار ده چي لومړی ستونزي وپېژنو. وروسته یې چي په ځان کي توان ووینو او وخت یې راسي بیا یې د لمنځه وړلو لپاره مکلف یوو، یعني اوس یې باید په نظر کي ولرو خو راتلونکي کي یې باید و حل او سمون ته اقدام وکړو. د احمدي صاحب د کیسو او ناولونو ستونزي موږ باید لومړی ژوري درک او بیا یې د حل لپاره هم اقدام وکړو.
سړه سېلۍ کي مي ” ورک بوت ” کیسه خوښه سوه. دې کیسې زموږ د ټولني ناپوهي او جهالت ښه انځور کړي په خاص ډول یې بیا د خان او ملک کرکټرونه ښه روښانه کړي دي.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶/۲/۹ – دوه شنبه. زابل، شاه جوی، خپل کور.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.