د ملا صاحب غزنوي د څرګندونو شرعي او منطقي رد

قاضی لودین

60

د ملا صاحب غزنوي د څرګندونو شرعي او منطقي رد
محترم ملا صاحب غزنوي!
تاسو ویلي چې: په اسلام کې وطن نشته ؟
په ياد ولری چې د افغانستان ټول خلک د وطن مينه د يو پاک او فطري احساس په توګه مني او منلې يې ده.
او تاسو چې د وطن له مينې سره دښمني لری، نو بيا ستاسو او د ښاغلي محقق او نورو ترمنځ هېڅ توپير نشته.
ملا صاحب غزنوي وایي چې په اسلام کې وطن نشته.
خو ای ملا صاحبه ,که وطن هېڅ ارزښت نه لري، نو بیا تا ولې خپل نوم له غزني سره تړلی او غزنوي دې ایښی دی؟
که وطن ارزښت ونه لري، نو بیا افغانانو د څه لپاره دوه میلیونه شهیدان ورکړل، میلیونونه معلول شول او په میلیونونو خلک مهاجر شول؟
که د وطن مینه په اسلام کې نه وي، نو بیا دا ادعا څنګه سمه ګڼل کېدای شي چې افغانانو د شوروي اتحاد پر ضد مبارزه وکړه او ستر ځواک یې مات کړ؟
که وطن ارزښت ونه لري، نو ولې زرګونه ځوانان ستاسو د سیاسي او نظامي اهدافو لپاره قرباني شول؟
ولې د انتحاري بریدونو لپاره ځوانان وروزل شول؟
ایا په اسلام کې د بې‌ګناه انسانانو وژل جواز لري؟
محترم ملا صاحب غزنوي!
ایا د یوه نالیدلي او نامعلوم امیر سره بیعت شرعا جواز لري؟
ایا په اسلام کې انتحاري بریدونه مشروع دي؟
که مشروع وي، نو د کوم شرعي دلیل پر بنسټ؟
اسلام د رحمت، عدالت او اعتدال دین دی، نه د ځان وژنې او افراطیت.
ایا په اسلام کې د ښځو د تعلیم مخنیوی روا دی؟
حال دا چې الله تعالی په قرآن کریم کې د علم او پوهې ارزښت بیان کړی، او حتی د ښکار لپاره روزل شوی سپی یې هم یاد کړی دی.
نو څنګه ممکن د انسان له تعلیم څخه انکار وشي؟
ایا په اسلام کې دا جواز شته چې خلک په بازارونو کې په قمچینو ووهل شي؟
ایا دین د زور، اجبار او سختی نوم دی؟
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي: لا إكراه في الدين .
یعنې: په دین کې هېڅ جبر نشته.
محترم ملا صاحب غزنوي!
تاسو چې ځان د دین استازی ګڼی او د طالبانو په صفوفو کې لوړ مقام لری، د قیامت په ورځ به د دغو اعمالو او خبرو ځواب الله تعالی ته څنګه ورکوی؟
د خدای لپاره لږ په قرآن کریم کې تعقل، تدبر او تفکر وکړی.
قرآن کریم د انسان د هدایت، علم، عدالت او د نړی د اصلاح لپاره نازل شوی، نه د تعصب، جهل او تفرقې لپاره.
د افسوس ځای دا دی چې نن تاسو د دین په نوم حتی د خپل وطن له مینې هم انکار کوي، حال دا چې د وطن ساتنه، د خلکو خدمت او د انسان عزت د هر سالم فکر او انساني وجدان برخه ده.
د وطن مینه په اسلام کې !
د ملا صاحب غزنوی خبره ردول :
دا خبره چې ,وطن په اسلام کې نشته, دا یوه ناسمه او بې بنسټه خبره ده. لاندې شرعی دلایل یې رد کوي:
۱- د مکې مکرمی ذکر او وطن سره مینه:
الله ج په قرانکریم کی فرمایلی دی :
وَهَٰذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ .
الله تعالیٰ پخپله د وطن ,مکې قسم خوري , دا د وطن عظمت ښيي.
إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ .
الله تعالیٰ پیغمبر ص ته د وطن بیرته ورګرځیدو وعده ورکوي , که وطن بې ارزښته وای، دا وعده به ولې ورکولای ؟
۲- رسول الله صلی الله علیه واله وسلم فرمایلی دی :
اللهم حبِّب إلينا المدينة كحبِّنا مكة أو أشد .
یا الله!
مدینه زموږ زړونو ته هغسې محبوبه کړه لکه مکه یا تر هغه زیاته.
پیغمبر ص پخپله د وطن لپاره دعا کوي!
ما أطيبكِ من بلدٍ وأحبَّكِ إليَّ، ولولا أن قومي أخرجوني منكِ ما سكنتُ غيركِ.
ای مکې!
ته څومره ښه او زما خوښ ځای یې، که زما قوم زه یی ستا نه نه وای ایستلی، بل ځای به نه اوسیدای .
۳-د صحابه کرامو عمل : سیدنا حضرت بلال رض د مکې د لیرې کیدو له غمه به یې ژړل او شعرونه به یې ویل
سیدنا حضرت عمر رض , فتوحاتو کې به یې د مسلمانانو د وطنونو ساتنې ته توجه کوله
مهاجرینو , وطن پریښود خو تل یې د بیرته ستنیدو هیله درلوده
4- فقهي اصول : اصل , مانا , دارالاسلام , د مسلمانانو وطن ساتل واجب دي .
الجهاد لحفظ الوطن : د وطن دفاع جهاد دی
حفظ النفس والمال والعرض .
چې وطن خوندي نه وي، دا مقاصد خوندي نه دي
۵- د علماء خبرې : ابن تیمیه رح فرمایلی دی : وطن ساتل د دین، ژوند او ناموس ساتلو سره یو ځای فرض دی .
امام شافعي رح: د وطن مینه د ایمان برخه ده
علامه اقبال رح وطن کا جذبہ ایمان کا حصہ ہے.
د طالبانو د نظام دا ملا صاحب چه په نظام کی اوچت حیثیت لری او وایي وطن نشته , دا په قرانکریم او دنبی کریم صلی الله علیه واله وسلم په حدیثو نه پوهیږي او یا یی هم نه دی ورته متوجه شوی , د صحابه سیرت نه ناخبره اونه پری پوهیږي او یا هم ورته متوجه شوی نه دی , او یا هم ددشمن د تاثیر لاندی راغلی دی .
دا ملا صاحب د خپل سیاسي مقصد لپاره دین غلط کاروي
دوطن مینه نه یوازې جائز، بلکې د ایمان نښه ده!
محترمو هیوادوالو !
کله چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم له مکې مکرمې څخه هجرت کاوه، نو د مکې په لور یې په اوښکو ډکې سترګې وکتلې او وفرمایل:
قسم په الله!
ته ماته د الله تر ټولو محبوبه ځمکه یې، که ستا خلکو زه نه وای ایستلی، زه به هېڅکله نه وای وتلی.
دا حدیث مبارک امام ترمذي روایت کړی دی.
دا خبره ښکاره کوي چې د وطن محبت د ایمان خلاف نه، بلکې د انساني فطرت برخه ده. مکه د رسول الله ص وطن و، ځکه یې پرې مینه لرله.
قرآن کریم او د وطن ارزښت !!
الله تعالی فرمایي: وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ .
که موږ پر دوی دا فرض کړې وای چې ځانونه ووژنی یا له خپلو کورونو او وطنونو ووځی، نو ډېرو لږ وکسانو به ترسره کړي وای.
په دې آیت کې الله تعالی له وطنه وتل د ځان وژنې ترڅنګ یاد کړي؛ ځکه وطن پرېښودل د انسان لپاره ډېر سخت او دردناک کار دی.
بل ځای الله تعالی فرمایي:
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ .
هغه کسان چې له خپلو وطنونو په ناحقه وایستل شول.
قرآن کریم له وطنه شړل ظلم ګڼي، نو د وطن ساتنه ولې ناروا شي؟
مشهور عالم امام فخرالدین رازي رحمه الله لیکي:
د وطن محبت د انسان په طبیعت کې ایښودل شوی دی.
علامه آلوسي رحمه الله وایي:
انسان له خپلې خاورې سره فطري انس لري، که څه هم هغه ځای سخت او غریب وي.
امام غزالي رحمه الله فرمایي:
انسان د خپل وطن، خپل اهل او خپلې سیمې سره خاصه مینه لري، او دا د فطرت غوښتنه ده.
وطن پالنه او اسلامي غیرت : اسلام دا نه وایي چې یوازې د خپلې خاورې نوم واخلی او د امت درد هېر کړی؛ بلکې اسلام توازن غواړي. مسلمان هم د امت غړی دی او هم د خپل وطن ساتونکی.
څوک چې د خپل وطن دفاع نه کوي، د خپل ولس عزت نه ساتي، د خپل کلتور او ناموس لپاره نه درېږي، هغه د اسلام د غیرت کومه دعوه کوي؟
رسول الله ص فرمایلي:
څوک چې د خپل مال، خپل اهل او خپل حق د دفاع په لاره کې ووژل شي، شهید دی.
نو د وطن، خاورې، ناموس او ولس دفاع هم د عزت او غیرت برخه ده.
هغو کسانو ته یو څو خبرې چې وایي:
[وطن په اسلام کې نشته ]
هغه څوک چې وطن پالنه کفریا جاهلیت بولي، باید د رسول الله ص د مکې سره مینه هم انکار کړي!
ایا مهاجرینو مدینې ته له هجرت وروسته مکه هېره کړه؟
ایا صحابه کرامو به د خپلو سیمو یاد نه کاوه؟
ایا د وطن دفاع، د کور دفاع، د مسجد دفاع او د خلکو دفاع بې ارزښته ده؟
نه! اسلام بې غیرتي نه ده، اسلام بې ریشې انسان نه روزي. اسلام داسې انسان غواړي چې:
له الله سره وفادار وي، له دین سره مخلص وي، او له خپلې خاورې، ولس او ناموس سره هم مینه ولري.
وطن سره مینه: شرک نه دی، کفر نه دی، جاهلیت نه دی، بلکې فطري، انساني او اسلامي ارزښت دی.
خو شرط دا دی چې وطن پالنه د اسلام خلاف تعصب، ظلم او د نورو مسلمانانو د سپکاوي سبب نه شي.
خپل وطن سره مینه کول، د هغه ابادي غوښتل، د هغه دفاع کول، د خلکو خیر غوښتل , دا د ایمان، غیرت او انسانیت نښه ده.
محترم ملا صاحب غزنوي!
ښايي ستاسو حافظه کمزورې شوې وي، که نه نو څنګه مو هېر شوي چې د افغان مهاجرینو په هر کمپ کې، د هر لمانځه وروسته، سپین‌ږیرو، ځوانانو، میندو او یتیمانو لاسونه پورته کول، په اوښکو به یې خدای تعالی ته زاری کولې او ویل به یې:
ای مهربانه خدایه!
زموږ وطن آزاد کړه، زموږ عزت او استقلال راوساته.
محترم ملا صاحب غزنوي!
تاریخ ولولی، چې د دې خاورې زامنو څنګه د انګرېزي استعمار پر ضد دوه ستر او خونړي جنګونه وکړل، د خپل استقلال د ساتلو لپاره یې په لکونو قربانی ورکړې، او بیا یې د روسي یرغل پر ضد هم د ایمان، غیرت او آزادی سنګرونه تاوده وساتل.
دا وطن د قربانیو، شهیدانو او مجاهدینو په وینو آزاد شوی؛ نه د پردیو په رحم او نه د غلامی په سیاست.
محترم ملا صاحب غزنوي!
ملالی د میوند څنګه هېرېدلی شي؟
نازو انا څنګه هېرېدلی شي؟
وزیر اکبر خان څنګه هېرېدلی شي؟
امان الله خان څنګه هېرېدلی شي؟
دفلسطین مسلمانان دی دیاده وتلی دی ؟
دمیانمار دمسلمانانو په قتل بیا هم خاموش یاستی ؟
هغه ملت چې خپل اتلان، خپل تاریخ او خپل استقلال هېر کړي، راتلونکی هم له لاسه ورکوي. افغان ملت به هېڅکله خپل ویاړ، خپل جهاد او خپل استقلال هېر نه کړي.
محترم ملا صاحب غزنوی !
ابن خلدون وایی :
که چیرې راته وویل شي چې د ظالمانو له منځه تلل غواړې که د غلامانو، نو زه به پرته له کومې شکه د غلامانو له منځه تلل غوره کړم…
ځکه چې غلامان هغه کسان دي چې ظالمان جوړوي .

الله تعالی دې موږ ته داسې ایمان راکړي چې دین، امت او وطن درې واړه په عزت وساتو.
موږ ټول باید پوه شو چې اسلام د محبت، رحمت، عدالت، علم او انساني کرامت دین دی.
وطن د انسان هویت، عزت او مسولیت دی.
د خپل وطن سره مینه د انسان فطري احساس دی، او هېڅ سالم عقل دا نه مني چې انسان دې د خپلې خاورې، خپل ولس او خپل تاریخ څخه انکار وکړي.
نن زموږ ټولنه د تعصب، افراط او ناپوهی پر ځای علم، تفاهم او یووالي ته اړتیا لري.
هغه ملتونه پرمختګ کوي چې د عقل، تعلیم، زغم او ملي یووالي لاره خپله کړي.
موږ باید دین د نفرت او سختی وسیله نه، بلکې د اصلاح، اخلاقو او انساني خدمت پیغام وبولو.
الله تعالی دې زموږ وطن له جګړو، نفرتونو او جهالت څخه وژغوري، او زموږ زړونه دې د ورورولی، عدالت او پوهې په رڼا منور کړي.

یا الله !
زموږ د وطن ساتونکو، مخلصو بچیانو، د حق ویونکو او د سولې غوښتونکو ته قوت، اتفاق او کامیابي ورکړې.
الله تعالی دې زموږ وطن اباد، آزاد او سرلوړی وساتي.
شهیدانو ته جنتونه نصیب کړي، معلولینو او مهاجرینو ته دې عزت او آرام ژوند ورکړي.
زموږ ځوان نسل دې د علم، ایمان او خدمت په لار برابر کړي.

یا الله! هغو کسانو ته چې د تعصب، افراط او ناپوهی په لاره روان دي، سمه لاره وروښیه.
د دوی زړونه د رحم، عقل، انصاف او حقیقت په رڼا روښانه کړه.
الله تعالی دې زموږ ترمنځ د نفرت پر ځای محبت، او د اختلاف پر ځای یووالی پیدا کړي.
آمین یا رب العالمین.
ﻻاله اﻻ انت سبحانك اني كنت من الظالمين .
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دې وي پر هغه چا چې د هدايت پيروي کوي.
قاضی لودین .
May – 7 – 2026

په افغانستان کې هېڅوک د اسلامي حکومت مخالف نه دی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.