په افغانستان کې هېڅوک د اسلامي حکومت مخالف نه دی

قاضی لودین

51

محترمو هیوادوالو !
السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته .
دامربالمعروف او نهی عن المنکر [۴۵ ] برخه :
په افغانستان کې هېڅوک د اسلامي حکومت مخالف نه دی.
خو خلک کېدای شي د اسلام له دې یا هغه ایډیالوژیک تعبیر سره مخالف وي.
هر مسلمان د شریعت پلي کېدل غواړي، خو هر مسلمان دا هم کولای شي چې د طالبانو له خوا د شریعت له پلي کېدو سره مخالف وي.
اصلي ستونزه اسلامي حکومت او د شریعت پلي کول نه دي، بلکې د شریعت استبدادي تعبیر او تفسیر ستونزه رامنځته کوي.
محترمو هیوادوالو !
اجازه مه ورکوی چې یوه ناپوه او مستبده ډله پر الله جل جلاله او د هغه پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، رحمت العالمین، تهمت ولګوي.
کله چې د ځینو ناپوه انسانانو روح شیطاني شي، نو له خپل هېواد او خلکو، او حتی له خدای سره هم شا اړوي، او د داسې غلطو فتواوو او د خپل وطن د دښمنانو ستاینه کولو له لارې ځان د شیطان پیرو ګرځوي.
ګاونډیو هېوادونو زموږ په هېواد کې د نفوذ لارې پیدا کړې دي، او د خلکو د مذهبي احساساتو د راپارولو له لارې د افغانستان د ویجاړی هڅه کوي هم فزیکي ویجاړی او هم ذهني او تعلیمي ویجاړی.
ډېر داسې کسان چې ځانونه د دین مناديان بولي، د همدې جعلي دین له لارې چې هغوی ته ورښودل شوی، زموږ د ګران وطن د ورانولو دنده پر غاړه لري.
هغه مسلمان چې د دغو ملايانو، جعلي پيرانو او شیطاني خلیفه‌ګانو خبرې د خدای تعالی له کلام او د اسلام د ستر پیغمبر، رحمت العالمین محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم له وینا پورته ګڼي، څه ډول مسلمان دی؟
داسې ډېر مثالونه شته چې د هغوی خبرې د خدای له کلام سره په ټکر کې دي.
همدا د ځمکې بې‌شمېره خدایان چې د زر، زور، تزویر او یا هم د دین په نامه او د حقیقي خدای په نوم هر څه ځان ته روا ګڼي، په اصل کې د انسانانو جوړې شوې څېرې دي، نه الهي حقیقتونه. دا ډول کسان یا نظامونه د قدرت، شتمنی او دوکې له لارې هڅه کوي چې خپل ظلم ته مشروعیت ورکړي او خلک وغولوي.
کله چې زر , پیسې ، زور , قدرت او تزویر , فریب , د حق او عدالت ځای ونیسي، نو انسانان د ریښتیني ارزښتونو نه لیرې کېږي.
دوی د خدای او دین نوم کاروي، خو عملونه یې د انصاف، رحم او انسانیت خلاف وي. دا تضاد خپله ښيي چې دا خدایان حقیقي نه دي، بلکې د شخصي ګټو لپاره جوړ شوي ابزار دي.
حقیقي الهی او دینی ارزښتونه انسان ته عزت، عدالت او پوهه ور زده کوي، نه دا چې د هغه مال، عزت او راتلونکی ترې واخلي.
نو هر هغه څوک یا نظام چې د خدای یا ددین په نوم ظلم کوي، باید وپېژندل شي او وپوښتل شي، ځکه حقیقت د زور او دروغو تر شا نه پټېږي.
د دوی ژوند ټول په دروغو او جعلي روایتونو بنا دی .
په نړی کې د پنځوسو تر ټولو بېوزلو هېوادونو له ډلې څخه ۳۲ هېوادونه مسلمانان دي.
د دې ۳۲ هېوادونو د دولت او حکومت مشران د نړی د ۵۰۰ تر ټولو شتمنو کسانو په منځ کې شامل دي.
کلونه کېږي، بلکې پېړی تېرې شوې دي چې وايي پورته یو خدای شته، او په همدې ترڅ کې خلک په داسې حال کې چې پورته ګوري، له ښکته نه یې مال، ناموس، علم، مکتب، دین , کلتور او آزادی له منځه وړل کېږي.
همدا دروغجن او تهمت کوونکي وايي چې یو خدای شته، خو باید وویل شي چې نه، دوی دروغ وايي , دوه خدایان شته.
یو هغه خدای دی چې موږ ټول یې پیدا کړي یو او ټول کاینات یې جوړ کړي دي، او بل هغه خدای دی چې دوی د دین په نوم تهمت کوونکو جوړ کړی دی.
د هغه خدای په اړه چې موږ یې پیدا کړي یو څه نه وایم، خو پوهېږو چې هغه خدای چې ستاسې په شان دی یعنې ستاسو په څېریو دروغجن او مکار دی، شتمنو ته درناوی کوي او بېوزله نه مني.
موږ هغه خدای منو چې موږ ټول یې پیدا کړي یو او پرې ایمان لرو، او هغه خدای چې ستاسې په شان دی، جعلي دی.

له بده مرغه، نن سبا زموږ په ګران وطن کې د واکمنانو جبري او په زور دین‌داري، بې‌دیني او بې‌ایماني خپره کړې ده.
محمد صلی الله علیه وآله وسلم په بشریت کې لومړنی انسان دی چې فیصله یې د الله تعالی د فیصلې په شان د اعتبار وړ ده , خو باید پام وشي چې همدې ستر انسان ته د خلکو د چارو د اداره کولو او د اصلاح لپاره کوم صلاحیتونه ورکړل شوي وو.
سمه ده چې د هغه حضرت صلی الله علیه وسلم فیصله دومره پر حق ولاړه ده چې څوک یې د مخالفت حق نه لري، خو آیا دا حقانیت هغه ته دا بې‌حده او بې‌قیده واک هم ورکړی و چې د خلکو په چارو کې هر ډول تصرف وکړي؟
دې الهي آیت ته پام وکړی چې الله تعالی رسول ص ته وایي:
د هغوی هدایت پر تا لازم نه دی، بلکې الله تعالی هر څوک چې وغواړي هدایت کوي (البقره ۲۷۲).
نو که د خلکو هدایت پر رسول ص لازم نه و، د هغه رسالت څه و؟
په قرآن کې ورته ویل شوي: پر تا یوازې رسول‌رسونه (ابلاغ) ده، او حساب کتاب پر موږ دی (الرعد ۴۰). همدارنګه بل آیت وایي: پر پیغمبر هېڅ دنده نشته پرته له تبلیغ څخه (المائده ۹۹). او بل ځای فرمایي: آیا پر پیغمبرانو پرته له ښکاره تبلیغ بل څه شته؟ (النحل ۳۵). او دا هم: که هغوی مخ واړوي، نو ستا دنده یوازې ښکاره تبلیغ دی.
له دغو آیتونو داسې معنا اخیستل کېږي چې نه واکمن، نه طالب، او نه هم کوم دیني عالم دا صلاحیت لري چې خلک په زور ایمان ته اړ کړي، نه دا حق لري چې د هغوی پر ایمان څارنه او جبر وکړي، او نه هم دا واک لري چې د خلکو حالات په زور اصلاح او بدل کړي.

۱- لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
ای پیغمبره! د خلکو هدایت کول ستا پر غاړه نه دي، بلکې الله چې چا ته وغواړي هدایت ورکوي. او هر څه چې تاسې د خیر په لاره کې لګوی، هغه ستاسې د ځان لپاره دي.
او تاسې یوازې د الله د رضا لپاره مصرف کوی. او هر خیر چې تاسې مصرف کړی، هغه به تاسې ته پوره درکړل شي، او پر تاسې به هېڅ ظلم ونه شي.
دا آیت هم دا حقیقت بیانوي چې: پیغمبر د خلکو زړونه نه شي بدلولی
هدایت یوازې د الله په اختیار کې دی د انسان عمل (لکه صدقه) د هغه خپل ګټه ده
یعنې د انبیاء کار یوازې لار ښودل دي، نه دا چې خلک په زور هدایت کړي.
۲- وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَن فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا…
او که ستا رب غوښتلی وای، د ځمکې ټول خلک به ټول ایمان راوړی وای…
۳- وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ…
او هېڅ نفس ایمان نشي راوړلی مګر د الله په اجازه…
۴-فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا…
نو که هغوی مخ واړوي، موږ تا پر هغوی ساتونکی نه یې لېږلی…
۵- مَّا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ
تفسیر: د رسول ص کار یوازې پیغام رسول دي. د خلکو پټ او ښکاره اعمال الله ته معلوم دي، نه رسول ته.
۶- وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ…
تفسیر: مشرکان به پلمه کوله. الله وايي چې پیغمبر یوازې پیغام رسوي، دا پلمې د دوی خپل انتخاب دی.
۷-فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
تفسیر: که خلک مخ واړوي، نو پیغمبر ته یوازې دا مسؤلیت پاتې کېږي چې پیغام واضح ورسوي.
۸-وَبِالْحَقِّ أَنزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ۗ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
تفسیر: قرآن په حق نازل شوی، او پیغمبر د زېري او خبرداري لپاره رالېږل شوی، نه د زور لپاره.
۹- إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ
تفسیر: ته (ای پیغمبره) یوازې خبرداری ورکوونکی یې یعنې خلک وېروې، خو مجبورول نه کوې.
۱۰ – إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا…
تفسیر: پیغمبر د حق سره لېږل شوی: زېری ورکوي او خبرداری کوي دا یې اصلي دنده ده.
۱۱- وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ…
تفسیر: ټول پیغمبران یوازې د زېري او خبرداري لپاره لېږل شوي دي.
۱۲- وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكُوا ۗ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا…
تفسیر: که الله غوښتلی وای، خلک به شرک نه کاوه. پیغمبر د خلکو ساتونکی نه دی.
۱۳-وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَن فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا…
تفسیر: که الله غوښتلی وای، ټول خلک به مؤمنان وو. نو پیغمبر څوک ایمان ته نه شي مجبورولی.
۱۴-وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ…
تفسیر:ایمان یوازې د الله په اجازه کېږي پیغمبر یې په زور نه شي راوستلی.
۱۵-فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ…
تفسیر: که خلک مخ واړوي، پیغمبر مسؤل نه دی—یوازې پیغام رسول یې کار دی.
د ټولو آیتونو ګډ پیغام: د انبیاء دنده: یوازې تبلیغ , هدایت: د الله په لاس کې
ایمان: په زور نه کېږي .

محترمو هیوادوالو !
۲- منبر د دیني لارښوونې یو مهمه وسیله ده :
خلک له همدې ځایه د اسلام تعلیمات، نصیحت او خبرتیاوې ترلاسه کوي
د امت د یووالي او پوهې سبب ګرځی .
منبر د اسلام له مهمو شعائرو څخه دی، ځکه له همدې ځایه خلکو ته د دین پیغام رسېږي، او دا د حضرت محمد ص له سنتو څخه ثابت عمل دی.
په اسلام کې د مسلمانانو عقیده د قرآنکریم او سنتو پر بنسټ ولاړه ده.
د دیني علماوو , ملا امامانو, دنده دا ده چې خلکو ته د دین سمه لار وښيي، اخلاق ښه کړي، او د ټولنې اصلاح وکړي. منبر یو ډېر سپېڅلی ځای دی، او هلته باید داسې خبرې وشي چې د خلکو ایمان، اخلاق او پوهه لوړه کړي.
که یو څوک پر منبر , نامناسبې یا جنسي خبرې کوي اود خلکو ذهن خرابوي
یا د دین له اصولو خلاف خبرې کوي نو دا عمل د اسلامي اخلاقو او د علماوو د مسوولیت خلاف دی.
د یو شخص غلط عمل د ټول اسلام یا د ټولو مسلمانانو عقیده نه شي کېدای.
هر ملا یا دیني عالم سم نه وي؛ لکه څنګه چې په هره ټولنه کې ښه او بد خلک شته.
په اسلام کې د جمعې خطبه او نورې دیني ویناوې د دې لپاره وي چې:
خلک د الله عبادت ته وهڅوي
د ښه اخلاقو , اخلاق حسنه تعلیم ورکړي د ګناهونو نه خلک منع کړي اود ټولنې اصلاح وکړي .
امام باید , په درناوي او حیا خبرې وکړي د خلکو عمر، پوهه او حالت ته پام وکړي خبرې یې واضح، ګټورې او د دین مطابق وي .
په اسلام کې, بې ځایه جنسي تفصیل بیانول مناسب نه دي
فحش، سپکې یا شرموونکې خبرې حرام یا لږ تر لږه سخت ناپسند ګڼل کېږي
که د کومې موضوع , لکه نکاح یا کورني ژوند , ذکر هم کېږي، باید په ډېر ادب، لنډ او ضروري حد کې وي
دیني علما , ملا امامان , د خلکو لارښوونکي دي باید د خپل مقام احترام وساتي که دوی غلطه لار وښيي، نو دا لوی مسولیت او ګناه ده
که یو امام تل داسې خبرې کوي چې مناسبې نه وي:
خلک , ولس دی په نرمه ژبه ورسره شخصي خبرې وکړی.
که اغېز ونه کړي، د جومات له مشرانو یا باوري کسانو سره موضوع شریکه کړی شی .
اسلام د حیا، ادب او پاک فکر دین دی. نو هغه خبرې چې د خلکو ذهنونه خراب کړي یا شرم له منځه یوسي، د اسلام له روح سره برابرې نه دي.

که چېرې ملا امام د تعقل، تفکر او تدبر له لارې د خلکو لارښوونه ونه کړي، بلکې پر منبر ناست د بې‌ګټې او لهو و لعب خبرو ته مخه کړي، او ولس یې پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو دا چوپتیا خپله د ولس پر غاړه هم ګناه ګرځي.
همدارنګه، د حج او اوقافو وزارت او اړوند ریاستونه باید د جمعې د ملا امامانو لپاره روښانه او ګټوره اجنډا وټاکي، څو د منبر له لارې د ټولنې اصلاح یقیني شي.
قاضیان، حاکمان، والیان او وزیران دې د جمعې په لمانځه کې په اخلاص سره ګډون وکړي، تر څو له ولس سره د یووالي او مسولیت احساس پیاوړی شي.
د حکومت ستاینه دې پرېښودل شي؛ پر ځای یې دی ولس ته د نبوي اخلاقو، رښتینولی، عدالت او ورورولی درسونه وړاندې شي. بې‌ځایه، ناسمې او بې‌ادبه خبرې دې پر منبر ونه ویل شي، او د منبر سپېڅلتیا او عزت دې په پوره درناوي وساتل شي.
محترمو هیوادوالو !
۳- د دنیا لپاره دروغ ویل: دا خپله یوه لویه ګناه ده. نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم دروغ سخت غندلي دي او فرمایلي یې دي چې دروغ انسان د بدیو طرف ته وړي.
پر الله ج او رسول صلی الله علیه واله وسلم دروغ تړل:
دا تر ټولو لوی جرمونو څخه دی، بلکې د عادي دروغو نه ډېر خطرناک او سخت دی. ځکه دلته انسان: دین تحریفوي , خلک ګمراه کوي , خپل نظر د شریعت په نوم وړاندې کوي .
نبي کریم صلی الله علیه واله وسلم په دې اړه سخت خبرداری ورکړی:
څوک چې پر ما عمدادروغ وتړي، خپل ځای دې په دوزخ کې تیار کړي.
نوپر الله ج او رسول ص دروغ تړل د عادي دروغو نه ډېره لویه او خطرناکه ګناه ده.
که څوک خپل فکر د دین په نوم وړاندې کوي، باید ډېر احتیاط وکړي او ووایي: دا زما نظر دی، نه دا چې دا د الله او رسول حکم دی.
الله ج په قرانکریم کی فرمایی : وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا
له هغه نه زیات ظالم څوک دی چې پر الله دروغ تړي؟
د حلال او حرام په اړه له ځانه حکم کول:
وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَٰذَا حَلَالٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ
مه وایی د خپلو ژبو په دروغو دا حلال دی او دا حرام دی، تر څو پر الله دروغ وتړی.
د رسول صلی الله علیه واله وسلم په نوم دروغ ویل:
مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ
څوک چې پر ما عمدا دروغ وتړي، خپل ځای دې په اور کې تیار کړي.
إِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ
رښتیا نېکی ته لار هواروي او دروغ بدی ته لار هواروي.
عادي دروغ ګناه ده .
پر الله ج او رسول ص دروغ تړل ډېره لویه او سخته ګناه (ستر ظلم) دی .
که څوک: په قصد سره دین خرابوي اوپر الله ج او رسول صلی الله علیه واله وسلم دروغ تړي او خلکو ته ضرر رسوي د هغه د ظلم نه د خلاصون لپاره کېدای شي حکومتونه اجراات کوی خو متاسفانه اوس مهال خپله د حکومت مشران دا مشکل لری .

یا الله، ته پر خپلو بندګانو رحم وکړه، او زموږ علماوو او ملا امامانو ته اخلاص، تقوا او رښتینی فهم د دین ورپه برخه کړه.
هغوی ته توفیق ورکړه چې خلکو ته هماغه پاک او ریښتینی دین بیان کړي کوم چې ستا ګران پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم موږ ته راوړی دی.
یا الله ، زموږ زړونه د حق لوري ته واړوې، او موږ ټولو ته هدایت راکړې چې د بې ځایه خبرو، لهو او لعب څخه ځان وساتو او ستا د دین حقیقي لارې ته رجوع وکړو.
یا الله، زموږ ټولنه په علم، حکمت او نېکو اخلاقو روښانه کړه، او موږ ته د حق ویلو او اورېدو توان راکړه. آمین.
یا الله! موږ د دوې د شر نه وساته .
یا الله! که هدایت ورته خیر نه وي، نو ددوی شر ختم کړه
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دی وی پر هغه چا چی د هدایت نه پیروی کوی .
قاضی لودین .
Qazi Lodeen
19 – 4 – 2026 .

آنچه باید یک مسلمان بداند؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.