هستۍ پر لمن تندر

هاجره حرکت

33

د هستـۍ پر لـمن تـنـدر لګـیـدلـی

د خرد ارزښت لوګو کې تاویدلـی

د سهار ښاپیرۍ سپین مخ رانغاړلی

په تیاره  لار انسان کوږ او پرځیدلی

پـسرلي کې پر ګلـزار ګلـونه رژي

د بـلبـل ځالې تـه اور دی رسیـدلی

سپوږمۍ څڼې طلاي را  ټولې کړي

لمر کاواک شو له مداره غورځیدلی

پر نړۍ د وحشتونو غوغا جوړه

په هوا کې هر مارغه هم سوځیدلی

انساني فکر تر دومره را ټیټ شوی

د ژوند نښې ته بې تیلی دی لګیدلی

نـاتـارونـو نـړولـو پـه سیـالـۍ کـې

له هتلر چنګیزه لا دی پر مخ تللی

سمندر کې له دې ویرې نهنګان مري

زورواکـۍ هـوس کې ذهـن پرځـیدلی

پر هر لورې له همدوې ویره خپره ده

بـربـریـت د انـســان فـکـر اړولـــی

د دانش ژبه ګونګۍ شوه ساه یې سوځي

 خو عالم بیا  کایـئنات را لـړزولـی

 په چوپتیا  کې انګازې د نوي یون کړي

بـیـدارۍ تـه یـې اړین پـیغام لـیــږلــی

ما مینه تاسره جانانه کړې 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.