ما مینه تاسره جانانه کړې 

هاجره حرکت

33
 ما مینه تاسره جانانه کړې
هغه ورځ چې د بوډۍ ټال
د اسمان پر سینه
په رنګینوو کرښو کې
ماته ځانګو د محبت پرانیسته
د مازدیګر مهال و
چې مې منګی را ډکولو
نری باران شو
منګی ښکته
د چینې اوبو ته ولویدلو
زما د غاړې لونګین
دانې دانې لاړ
د چینې اوبو کې  پریوتلو
زه لږ اوتره شولم
تر مړوندونو مې ورښکته کړل لاسونه
یخو اوبو کې مې لاس ورپیده
تا په ځواکمن لاس مې مړوند ونیوه
دا ډاډ دې راکړ، چې خطا وار نه کړم
 او په اوبو کې دې لټون پیل کړ
دا د چینې اوبه وې ډیرې سړې
زړه کې مې تیر شول
چې به بخو اوبو
کې دې لاسونو ته درد ونه رسي
مخ مې درواړولو
ما کړل لونګ لرمه
مور به مې بل لونکین وپیپيې
تا ماته وکتلې
د مینې ځل، له دواړو سترګو راته وبریښیده
بله ورخ د چینې پر شنه جلګه دې
زما لار څارله
او د منګي  د اوبو سکلو ته
دې لپه کړل لاسونه
وروسته بیا هره ورځ
د دې چینې له اوبو
د ژوند منګی ډکوم
او لا تر اوسه
پرې خړوب یوو دواړه
هو، پرې خړوب یوو دواړه

خدایه (ج) راوله یاران  زما پر خاورې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.