په کندهار کي په اته لسمه پېړۍ کي دوې تر ټولو لويی تاریخي پیښي د څلوېښتو کلونو کي په اوږدو کي منځته راغلی. لومړی، د ایران د صفوي امپراطورۍ په مقابل کي، د میرویس نیکه ملي پاڅون وو چي کورني رقابت او دښمنۍ یې لنډ عمر ته خاتمه ورکړه او دوهم په کندهار کي د احمدشاه بابا له خوا د پښتنو د لومړني مستقل دولت تاسیس وو چي تر نن ورځي پوري یې دوام کړی دی.
د میرویس نیکه پاڅون په اته لسمه پېړۍ کي په ۱۷۰۹ کال کي بریالی سو او باید چي په هغه باره کۍ نسبتاً زیات تاریخي متون او اسناد موجود وای خو څرنګه چي په کندهار کي هیڅ چا دا مهمي پیښي ثبت کړي نه دي او په بهر کي هم یوازي د مسیحي سیاح یا پادري تادیوش کروزینسکي خاطرات موجود دي. دغه راز شیخ محمدعلی حزین، چي په هغه زمانه کي یې ژوند کړی دی، د کندهار پیښو او د میرویس نیکه پاڅون ته ډېره مختصره اشاره کړې ده او یوازی دونه یې لیکلي دي چي د غلجیو د قبیلې مشر میرویس نومي، چي د کندهار د حاکم په خدمت کي وو، د ده شیخ په کلي کي امیرالامراء شهنواز خان په غدر وواژه اود کندهار د قلا ټوله خزانه او مالونه یې ترلاسه کړل.
بله تاریخی منبع چي زموږ ټولو داخلي مورخینو او مستشرقینو د هغه له کتاب څخه استفاده کړې ده هغه د انګلیس لیکوال جوناس هانوې ۱۷۱۲- ۱۷۸۶ تاریخ دی، چي ډېره زیاته برخه یې د هغه خپلي افسانې دي او هیڅ ډول استناد نه لري. په داسي حال کي چي نوموړی مورخ، چي په لومړي سر کي یو عادي سوداګر وو، د میرویس نیکه له پاڅون څخه درې کاله وروسته زېږېدلی دی او له پاڅون څخه څه کم پنځه دېرش کاله وروسته یې په ۱۷۴۳ کال کي د ایران يه استراخان کي نادرافشار له لیری لیدلی او ښايی د دغي سیمي له تاریخ او کلتور سره یې علاقه پیدا سوې وي. هانوې، د مسیحي سیاح کروزینسکي له خاطراتو پرته، هیڅ ډول تاریخي منبع او ماخذ په لاس کي نه درلود او پر هغه خاطراتو برسېره یې نور هرڅه له ځانه لیکلي دي. خو له بده مرغه چي زموږ افغان مورخینو او خارجي محققینو د هانوې هغه افسانې ټکي په ټکي را اخیستي دي.
تاریخي منابع تقریباً ټول دا وايي چي د کندهار او شاوخوا خلک د هغي سیمي لپاره د ایران د صفوي دولت له خوا د ټاکل سوي بېګلربېګي یا امیرالامراء ګرګین خان له ظلمونو څخه په تنګ ول. میرویس نیکه په هغه وخت کي د پښتني اقوامو او د هغی سیمي د اوسېدونکو کلانتر یا ملک وو چي د خلکو عرضونه او شکایتونه یې ګرګین ته رسول او ضمناً یې د سیمي د مالیاتو د غونډولو وظیفه پر غاړه درلوده.
د کروزینسکي له خاطراتو څخه ښکاری چي میرویس نیکه یو شته من سړی وو او له هند سره د سوداګرۍ له لاري یې ډېره شته مني جمع کړې وه. ګرګین د هغه له قومي نفوذ څخه وېرېدی او هر وخت یې د هغه د له منځه وړلو لپاره دسیسې کولې. ګرګین بالاخره، د مهمو اداري کارونو په پلمه، میرویس نیکه اصفهان ته واستاوه او ضمناً یې د دربار لپاره داسی یو مکتوب ورکړ چي په حقیقت کي د میرویس نیکه د مرګ فرمان وو. په مکتوب کي یې لیکلي وه چي میرویس یو سرکښه سړی دی او له هغه څخه هر وخت د خلکو د لمسولو اندېښنه موجوده ده نو لازمه ده چي هغه لږترلږه په اصفهان کي وساتل سي.
د تاریخي منابعو په حواله، میرویس نیکه، د یوه هوښیار افغان په حیث، د ایران د دربار وضع او په هغه هیواد کي روان اداری فساد او د دربار خرافات پرستي له نیژدې ولیده او په دې پوه سو چي ایران نه یوازي د افغانانو، ګرجیانو، ارمنیانو، کردانو او آذریانو لاندي کړي سیمي ساتلای نه سي بلکه پخپله د ایران دولت په دغه حال کی دوام نه سي کولای. میرویس نیکه، د ایران د صفوي شاه حسین درباریان په تحفو او پیسو د ځان طرفداران کړل او وروسته یې د اصفهان له دربار څخه د حج د فریضې د ادا کولو اجازه ترلاسه کړه. په مکه معظمه کي یې د سنی علماوو څخه د کندهار د ګرجي حاکم پر ضد د جهاد فتوا ترلاسه کړه او لا یې د ګرګین په باره کي د ایران د دربار ذهنیت ته هم تغییر ورکړ او پخپله صفوي شاه حسین او نور درباریان یې د هغه پر نیتونو باندي شکمن کړل. میرویس نیکه په ډېر پوړه زړه د کندهار پر لور روان سو او کندهار ته له رسیدلو سره سم یې له ځینو نیژدې قومي مشرانوسره وکتل. هغوی ته یې د مکې معظمې د علماوو فتوا وښودله او د فرصت په لټه کي سو. زه یقیین لرم چي نورو دوستانو به په خپلو مضامینو کي په دې باره کي بشپړ تفصیل ورکړی وي.
مرحوم عبدالحی حبیبي په پټه خزانه کي د ریدي خان د محمود نامې په نامه نظم په حواله ادعا کوي چي میرویس نیکه څلور ځله اصفهان ته سفر وکړ او د شاه حسین په دربار کي یې د ګرګین د ظلمونو او تیریو له لاسه شکایتونه او عرضونه وکړل. مرحوم حبیبی لیکي چي شاه حسین د هغه پر عرایضو او شکایتونو غوږ ونه نیوی او لا یې ورته وویل چي زه پخپله هم له ګرګین څخه وېرېږم او پر هغه باندي زما امر نه چلیږي. تاریخ مختصر افغانستان ص ۲۴۳
البته بله هیڅ تاریخي منبع موږ ته نه وايي چي میرویس خان دي اصفهان ته دوهم ځل سفر کړی وي. بلکه میرویس نیکه هغه یو ځل هم د ګرګین په امر اصفهان ته تللی او هلته یې په خپله سیمه کي د ګرګین پر ضد د پاڅون فکر کړی او ترتیب یې نیولی دی. دا غیر ممکنه وه چي میرویس خان دي د ګرګین په څېر یوه ظالم او ضمناً کل اختیار بېګلربېګي په موجویت کي د هغه پر ضد څلور ځله اصفهان ته سفر کړی او لا مهمه دا چي صفوي شاه حسین دي د میرویس په څېر یوه بېګانه سړي ته خپله کمزوري وښيي او هغه ته دي ووايی چي له ګرګین څخه پخپله وېره لري او هغه د ده امر نه مني.
له بلي خوا تاریخي منابع وايی چي ګرګین په ۱۷۰۰ کال کي د بلوڅانو د ځپلو لپاره کرمان ته ولاړ او هغوی ته یې سخته ماته ورکړه. څرنګه چي بیا هم د بلوڅانو د حملو خطر لیده کیدی نو تر ۱۷۰۴ کال پوري په کرمان کي پاته سو. ګرګین یا دریم شهنواز د ۱۷۰۴ کال په اوړي کي پر کندهار باندي د بلوڅانو د یوې سختي حملې د ځپلو لپاره کندهار ته واستول سو. داکترلاکهارټ، انقراض سلسله صفویه و ایام استیلای افاغنه در ایران ص ص ۵۳
په دې حساب ګرګین، په کندهار کی له مقررېدلو څخه تر وژل کېدلو پوري، یوازي پنځه کاله په کندهار کي پاته سوی دی. که میرویس نیکه په هرو دوو کالو کي یو ځل اصفهان ته سفر کړی وي دا اته کلونه کیږي او تر دوو کالو په کمه موده کي له کندهار څخه تر اصفهان پوري سفر، د میرویس نیکه لپاره، چنداني ممکن نه وو. ځکه چي ګرګین به هیڅ وخت هغه ته دا اجازه نه وای ورکړې چي د ده له اجازې پرته پایتخت ته سفر وکړي.
حتی مرحوم حبیبی خو لا د میرویس نیکه د پاڅون کال ۱۷۰۷ میلادي بولي. ځکه دی وايی چي د میرویس نیکه د پاڅون د نېټې په برخه کي د پټي خزانی قول تر ټولو د اعتبار وړ دی ځکه چي د کتاب لیکونکی د پاڅون به وخت کي حاضر وو. تاریخ مختصر ص ۲۴۴
په دې حساب باید چي ګرګین په کندهار کي یوازي درې کاله د بېګلربیګي په حیث پاته سوی وي. او په درې کاله کي نو بیا اصفهان ته د میرویس نیکه د څلور ځله سفر احتمال بېخی له منځه ځي.
خو هوتکنامه، چي عبدالغفار هوتک د تیمور شاه په زمانه کي لیکلې او د میرویس نیکه د پاڅون کلونو ته تر ټولو نیژدې لیکل سوی داخلي اثر دی، په کندهار کي د ګرګین او د هغه د عسکرو د بېحده ظلمونو یادونه کوي او لیکي چي میرویس خان د ګرګین او د هغه د عسکرو د ظلمونو د لاسه د اصفهان دربار ته په شکایت ولاړ. هوتکنامه ص ص ۲۱-۲۳
هوتکنامه هم اصفهان ته د میرویس نیکه یوازی د یوه ځل سفرکولو یادونه کوي او لیکي چي د ایران پاچا د میرویس خان په عرایضو غوږ ونه نیوی او هغه ته یې ډېر ستغ جواب ورکړ ځکه نو میرویس نیکه په مکه معظمه کي د سني علماوو څخه د فتوا ترلاسه کولو وروسته د خپل اولس د ژغورني په فکر کي سو.
کروزینسکي لیکي چي میرویس خان له اصفهان څخه کندهار ته له ستنېدلو څخه وروسته د خپلو قومي مشرانو سره سلا مشورې وکړې او هغوی ټولو له هغه سره په قرآن سوګند وکړ چي د کندهار د ژغورني لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي. میرویس خان هغوی ته وویل چي تاسي د بلوڅو له لاسه ګرګین ته شکایت وکړی چي هغوی هر وخت راځي اوزموږ څاروي را څخه بیایی. ګرګین د هغوی د ځپلو لپاره له ښاره ووت او میرویس خان په دغه وخت کي بلوڅانو ته اطلاع ورکړه چي له ګرجیانو سره جنګ ته تیار اوسی. کروزینسکي لیکي چي کله ګرګین ده شیخ ته ( د کندهار د ارغسان په سیمه کي یو لوی کلی دی) ورسېدی نو د میرویس خان سړي هغه ته د سلام په پلمه ورنیژدې سول او سمدستي یې حمله ورباندي وکړه او ټول یې ووژل. تاریخ سیاح مسیحی ص ص ۲۴-۲۵
هانوی د دغي جګړې په باره کي یوه افسانه جوړه کړې ده چي هیڅ ډول استناد نه لري؛ خو له بده مرغه چي زموږ ډیروزیاتو مورخینو هغه افسانه اخیستې او په کتابونو کي یې درج کړې ده او حتی زموږ د ښونځي په کتابونو کي هم لیکل سوې وه.
هانوې لیکي چي ګرګین ته چا احوال ورکړی وو چي میرویس یوه ښکلې لور لري. که هغه ورڅخه وغواړې، چي البته هغه انکار هم نه سي کولای نو په دې توګه به له میرویس سره خپلوي وکړې او د هغه له خوا به دي زوه بېغمه سي. هانوې لیکي چي ګرګین هم میرویس ته سړی واستاوه او د هغه د لور غوښتنه یې ورڅخه وکړه. میرویس دا غوښتنه له خپلو قومي مشرانو او خانانو سره مطرح کړه او هغوی ټولو دا د پښتنو لپاره سپکاوی وباله. هانوې لیکي چي دلته دوې خبری وې یا به یې د ګرګین غوښتنه منلای او یا به یې له هغه سره مقاومت کولای. په مجلس کي ډېر زیات حاضر کسان له ګرګین سره د مقاومت او جګړې طرفداران ول. دلته هانوې د یوه خان له قوله یوه احساساتي وینا ثبتوي او له میرویس څخه غواړي چي د ګرګین جواب دي په توره ورکړه سي. داوینا هم طبیعي خبره ده چي د ده د خپل قلم محصول ده او په هیڅ ماخذ کي نسته ، ځکه نو د هغی وینا له راوړلو څخه تېرېږم.
هانوی وروسته لیکي چي میرویس قومي خانانو ته قناعت ورکړ چي د تلوار پر ځای له تدبیر څخه کار واخلي او پر دې خبري فیصله وسوه چي میرویس به خپله یوه ښکلې مینځه د خپلي لور په نوم ګرګین ته لیږي اووروسته به د نورو افداماتو په فکر کي کیږو.
هانوی لیکي چي میرویس د مجلس له ختمېدلو سره سم خپله یوه ښکلې مینځه سینګار کړه او د ګرګین دربار ته یې ولېږله. میرویس د دې ترڅنګ د ګرګین پوځي او ملکي افسرانو ته تحفی او رشوتونه ورکړل او هغوی له ده سره ژمنه وکړه چي ګرګین به له ده سره پخلا کوي او د هغه له زړه څخه به ټول شکونه باسي. هانوې ص ۴۵
هانوې وروسته لیکي چي میرویس د ترینو قبیله ښورښ ته ولسموله او ګرګین ته یې د هغوی د ځپلو بلنه ورکړه. میرویس ګرګین ته پېشنهاد وکړ چي د ترینو د قبیلې د ځپلو په لاره کي دي د ده به باغ کي مېلمه سي. کله چي ګرګین له خپلو ټولو عالي رتبه کسانو سره د میرویس باغ ته ورغی نو میرویس یې ډېر عزت وکړ. ډېر زیات شراب یې ورباندي وچښل او کله چي هغوی نشه سول نو ټول یې ووژل. Hanway. The Revolutions of Persia pp 43-47
مورخ محمد صدیق فرهنګ، د نورو مورخینو په څېر، د هانوې د متن استناد ته هیڅ توجه نه ده کړې او د هانوې متن یې تقریباُ کټ مټ را اخیستی دی. افغانستان در پنج قرن اخیر، چاپ سه جلدی سال ۱۳۷۱ تهران ص ۶۹
خبره چي هر ډول وي دا یو حقیقت څرګند دی چي میرویس نیکه د ګرګین ټول ورسره ملګري عسکر ووژل او په هغه شپه یې د کندهار پر لور حرکت وکړ او په ښار کي یې د ګرګین ټول باقي پاته عسکر قتل کړل. میرویس نیکه د ښار د قلا او خزانې ترلاسه کولو وروسته، د خپل وراره حاجي انګو په لاس، یو مکتوب د هند مغولي دربار ته واستاوه او له هغوی څخه یې وغوښتل چي که چیري اصفهان پر کندهار باندي حمله وکړي او کندهار ښايی د هغوی د حملو طاقت ونه لری نود هند دربار باید د کندهار د خلکو ملاتړ وکړي.
دغه راز یې بل مکتوب د ایران دربار ته واستاوه او صفوي شاه حسین او د هغه صدراعظم ته یې ولیکل چي افغانان د ګرګین له ظلمونو څخه په تنګ ول او د ګرګین د وژلو اقدام یې وکړ نو که تاسي د افغانانو د ځپلو لپاره لښکر را ولېږی افغانان ښايی مقاومت ورسره وکړي او که یې مقاومت په وس پوره نه وونو ښايی کندهار د هند مغولي دولت ته وسپاري نو بهتره به دا وي چي تاسي تر یوه وخته پوري صبر وکړی څو زه دا قوم کرار کړم او په لازم فرصت کي به اقدام وکړو ځکه چي زه ستاسي دوست یم او افغانان به ستاسي په سلطنت راضي کړم. کروزینسکي. تاریخ سیاح مسیحی ص ص ۲۶-۲۷
مرحوم حبیبی، قاضي عطاءالله خان اوګڼ نور مورخین د مغولي دربار د مورخ خافي خان د تاریخ « منتخب اللباب» په حواله لیکي چي مغولي دربار په ښکاره د میرویس خان غوښتني ته لبیک ووایه خو په پټه یې صفوي دربار ته ولیکل چي میرویس ډېر بد کار کړی او د هغه په ځپلو کي موږ هم ستاسي سره ملګري یو. حبیبی. تاریخ محتصر ص ۲۴۴
که څه هم چي د خافی خان په تاریخ کي دغه موضوع راغلې ده خو زه فکر کوم چي که چیري داسی یو مکتوب موجود وای نو کروزینسکی، چي د هغه وخت ټولي پیښي یې تعقیبولې، دې مهم مکتوب ته حتماً اشاره کوله. له بلي خوا که چیري د هند د مغولي دربار او د ایران د صفوي دربار تاریخي دښمنیو ته وګورو نو دا چنداني ممکنه نه ښکاري چي د هند دربار دي د ایران صفوي دربار ته داسي یو مکتوب لیږلی او د صفوي دربار سره یې خپلي د څه د پاسه یوې پېړۍ دښمنۍ هیري کړي وي.
د خوشحال خان خټک لمسي افضل خان خټک په خپل کتاب تاریخ مرصع کي دې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکي چي کله د میرویس استازی ډهلي ته ورسېدی دا وخت اورنګزېب وفات سوی او د هغه زوې بهادرشاه د قدرت پر ګدۍ ناست وو. د میرویس وراره له بهادرشاه سره په سرهند کي وکتل او هغه د میرویس وراره ته درې زري منصب ورکړ او میرویس ته یې پنځه زري منصب ورکړ او حکم یې وکړ چي کندهار دي هم د میرویس په واک کي وي خو په هغه ښار کي دي زما سکه چلیږي او زما په نوم دي خطبه ویله کیږي. . . تر دغه تاریخه چي سنه زر سل څلېرویشت ده ( ۱۷۱۲) په کندهار کي ناست دی خپل حکومت او سرداري کوي. توفیق یې رفیق شه ښه پښتون دی. تاریخ مرصع ص ۴۰۲
یوه بله موضوع چي زموږ ټولو مورخینو، مرحوم حبیبی، مرحوم بېنوا، مرحوم غبار، مرحوم فرهنګ او . . . اخیستې ده هغه له میرویس سره د سولي د خبرو لپاره هغه ته د شاه حسین صفوي د استازو لېږل دي. دا موضوع هم هانوې له ځانه جوړه کړې ده. د میرویس لپاره یې استازي پیدا کړي دي او د هغوی په مقابل کي یې میرویس ته احساساتي ویناوي جوړي کړي دي.
هانوې لیکي چي د شاه حسین دربار له میرویس سره د مخامخ او سمدستي جګړې له پیل کولو څخه مخکي له هغه سره د سولي کوښښونه پیل کړل او ضمناً یې د پوځي تیاري کار هم پیل کړ.د شاه حسین دربار د محمدجاني خان په نوم یو سړی د دې کار لپاره انتخاب کړ. کله چي محمدجاني خان د میرویس دربار ته ورسېدی نو لومړی یې ډیري پستې خبري پیل کړې او په وروسته کي یې میرویس ته وویل چي کندهار په آرامه سره بیرته صفوي دربار ته وسپاره او پر ښار باندي د بلا د نازلېدلو مخه ونیسه په دې توګه به د شاه رضاییت ترلاسه کړې او هغه ته به منلی اوسې.
کله چي میرویس جاني خان دا خبری واورېدلې نو په غوسه سو او هغه ته یې وویل چي ته فکر کوې عقل یوازی په قصرونو او دربارونو کي دی؟ په غرونو او کنډوالو کي عقل نسته. ته باید په دې وپوهېږې چي دلته ټول کسان ستا په چلونو او دامونو پوهیږي. ستا د پاچا چي هر څه په وس پوره دي هغه دي وکړي. . .
میرویس خان د صفوي دربار استازی بندي کړ. څه موده وروسته صفوي دربار یو بل استازی، چي د هرات د ګورنر محمدخان مرستیال وو او له میرویس سره حج ته تللی وو، له میرویس سره د خبرو لپاره کندهار ته واستاوه خو میرویس هغه هم بندي کړی او د ایران دربار مجبور سو چي د پوځي حل او زور څخه کار واخلي. Hanway pp 51-52
دا افسانی یوازي افغاني محققینو نه بلکه لویو اروپايی محققینو هم اخیستي دي او یوه هم دا فکر نه دی کړی چي د هانوې مآخذ څشي دی.
د کروزینسکي له تاریخ څخه څرګندیږي چي د ایران صفوي دربار په ۱۷۱۲ کال کي د ګرګین د وراره خسرو خان تر مشرۍ لاندي ۱۶ زره کسیز پوځ د کندهار د بیرته نیولو لپاره واستاوه. دا پوځ له ګرجیانو او قزلباشو څخه جوړ سوی وو. البته د ایران د دایمي فساد او کمزوري ادارې له امله د ګرجیانو او قزلباشو ترمنځ سم تنظیم موجود نه وو او پوځ د کندهار پر لور ډیر ورو حرکت کاوه.
په دغه وخت کي میرویس د کندهار د شاوخوا ټول حاصلات وسوځول او چي په کلیو کي خلک اوسېدل هغوی یې ښار ته ننه ایستل. کله چي خسرو خان د کندهار شاوخوا ته ورسېدی نو ویې لیدل چي هلته هیڅ خوراکي مواد نه پیدا کیږي او ټول کښتونه سوځېدلي دي. څرنګه چي د مني موسم وو او د یخني موسم پر پیل کېدلو وو نو قزلباش عسکر له ګرجیانو څخه بېل سول او د ایران پر لور یې حرکت وکړ. خسرو خان هم په قزلباشو پسي حرکت وکړ. میرویس پر هغوی باندي د شا له خوا حمله وکړه او ډېر درانه تلفات یې ورته ورسول. خسرو خان په جنګ کي ووژل سو او د ایران لښکر ټول تارو مار سو. تاریخ سیاح ص ۲۷
هانوې بیا هم د ایران د لښکرو شمېر ډېر زیات ښيي او لیکي چي د ایران په لښکرو کي ۳۰ زره قزلباش او ۱۲۰۰ ګرجیان ول. ص ۵۴
البته هانوې پر کندهار باندي د خسرو خان د حملې څخه مخکي د تبرېز د خان، محمدخان د لښکر کښۍ یادونه کوي او وايی چي هغه د میرویس د حملو په مقابل کي ماته وکړه او دی پخپله او درې زامن یې د میرویس عسکرو ژوندي ونیول او بندیان یې کړل. هغه کتاب ص ۵۳
مرحوم حبیبي هم دغه متن را اخیستی دی. البته مرحوم حبیبي لیکي چي د ایران دربار د هرات ګورنر ته، چي د محمدخان پر ځای مقرر سوی وو، په ۱۷۱۰ کال کي پر کندهار باندي د حملې امر ورکړ. میرویس له ۵ زرو عسکرو سره د هغه مقابلې ته ور ووت او هغه ته یې سخته ماته ورکړه.
مرحوم حبیبی لیکي چي د ایران دربار په ورپسې ۱۸ میاشتو کي څلور ځله پر کندهار باندي حمله وکړه او وروستۍ حمله یې د تبرېز د خان، محمدخان تر مشرۍ لاندي وه. په دغه وروستي جنګ کي د محمدخان د عسکرو څه باندي ۱۰۰۰ تنه قتل سول او پخپله محمدخان له دریو زامنو سره ونیول سو او بندي سو. تاریخ مختصر ص ۲۴۶
البته مرحوم حبیبي دا متن هم له هانوې څخه اخیستی دی او خپل مآخذ یې نه دی ښودلی. په داسی حال کي چي د تاریخ دغه برخه هم هانوې له ځانه جوړه کړې ده او هیڅ ډول ماخذ نه لري. مرحوم غبار د دغه جنګ داستان په ډېرو احساساتي کلماتو اخیستی دی او د یوه مورخ په حیث یې د مآخذ خیال نه دی ساتلی.
د میرویس نیکه وفات:
د میرویس نیکه د وفات څرنګه والی کوم تاریخ نه دی قید کړی او د وفات د کال په برخه کي یې هم چنداني اتفاق موجود نه دی. مرحوم حبیبي د هغه د وفات کال ۱۱۲۷ هجري ثبت کړی دی. هانوې خو وايي چي میرویس په خپل ژوند کي خپل ورور میرعبدالله ( په نورو تاریخي متونو کي میرعبدالعزیز دی) خپل ځای ناستی ټاکلی وو. ص ۵۹
زیاتره تاریخي متون لیکي چي څرنګه چي د میرویس خان دوه زامن، محمود اته لس کلن او حسین شپاړس کلن وو نو مشرانو د میرویس ورور عبدالعزیز د مشر يه حیث وټاکی. په داسی حال کي چي په پښتنو کي خاني هر وخت میراثي شکل درلود او د پاچا کېدلو یا مشر کېدلو پهصورت کي د عمر کموالي هیڅ وخت چنداني اهمیت نه دی درلودلی او دا چی میرویس نیکه، د خپل قدرت د کلونو په دوران کي د یوه قومي مشر په حیث نه بلکه تقریباً د یوه پاچا یا لږترلږه د یوه لوی او بریالي پوځي مشر او جنرال په حیث د ایران له قواوو سره مقاومت کړی وو نو د هغه مقام باید چي میراثی وای.
په دې برخه کي بیا هم هوتکنامه، چي د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۰۰ کال کي چاپ سوه، موږ ته وايی چي د میرویس خان ورور عبدالعزیز هغه ته زهر ورکړل او لا یې د هغه وراره یار محمدخان، چي د هند دربار ته د میرویس نیکه د استازي حاجي انګو ورور کیدی، قتل کړ. هوتکنامه ص ۴۲
تقریباً ټول تاریخي متون پر دې خبري متفق دي چي عبدالعزیز د میرویس نیکه په څېر زړه ور نه وو او غوښتل یې چي د ایران له دربار سره روغه وکړي او حتی کندهار بیرته د هغوی غیرمستقیم واک ته وسپاري او د ایران له دربار څخه یې غوښتي وه چي هغه دي د کندهار بیګلربیګي وټاکي او دا مقام دي د هغه په کور کي میراثي کړي.
مرحوم حبیبي لیکي چي هرکله افغان وطن پالونکي یا د مرحوم حبیبي په اصطلاح ملیون خبر سول نو د عبدالعزیز په مقابل کي را وپاڅېدل او د ۴۰ زره په شمېر د میرویس له مشر زوی محمود سره ملګري سول پر عبدالعزیز باندي یې حمله وکړه او هغه یې وواژه. خو مرحوم حبیبي د پټی خزانی د مولف قول، چي وايی عبدالعزیز د نارنج له قصر څخه لاندي ولوېدی او مړ سو، تاییدوي. تاریخ مختصر افغانستان ص ص ۲۴۹-۲۵۰
خو هوتکنامه وايی چي شاه محمود له خپلو ملګروسره په عبدالعزیز باندي حمله وکړه. نه یوازي عبدالعزیز بلکه ټول هغه کسان یې ووژل چي د یارمحمد په قتل کي یې لاس درلود. هوتکنامه ص ص ۵۶-۵۷
د میرویس نیکه اجرآت:
د میرویس نیکه د داخلی اجرآتو او د حکومت کولو د طرز اوتشکیلاتو په باره کي تاریخي منابع څه نه وايی. موږ یوازي دونه پوهیږو چي هغه اته یا نهه کاله په کندهار کي قدرت درلودلی او څرنګه چي د ایران منظمو پوځونو ته یې شکستونه ورکړي دي نو طبیعي خبره ده چي یو لایق جنرال به وو. دا چي له وفات څخه وروسته خلکو هغه ته د نیکه لقب ورکړی او تر اوسه پوري یې خلک زیارت ته ورځي نو سړی په جرأت سره ویلای سي چي هغه به ښه عادلانه حکومت کړی وي. ځکه چي هغه د وفات په وخت کي دونه زوړ نه وو چي د نیکه لقب دي ورکړه سي. دا لقب خلکو هغه ته د محبوبیت له کبله ورکړی دی او تر اوسه هم خلک د یوه قاید په سترګه ورته ګوري.
په دې برخه کي بیا هم یوازي هانوې، چي بیا هم هیڅ ډول ماخذ او استناد نه لري لیکي« هغه د څه وخت لپاره ځانته د پاچا لقب غوره کړ او د هغه په نامه به خطبه ویل کېدله. وروسته یې د پاچهی بله نخښه هم خپله کړه چي هغه په خپل نامه د سکی جاري کول وه. او پر سکه باندي یې یو بیت،چي په انګلیسي ژبه یې ترجمه داسي کېدلای سي، ولیکی:
« د نړۍ امپراطور ستایلی میرویس، چي یو عادل واکمن دی، په خپل هستوګنځي کندهار کي په خپل نامه سکه ووهله» هانوې ص ۵۷
دا بیت وروسته محمدصدیق فرهنګ په خپل تاریخ، افغانستان در پنج قرن اخیر، کي اخیستی دی او لیکي: . . . هانوې چي د میرویس معاصر وو لیکي چي میرویس د پاچهی اعلان وکړ او فرمان یې صادر کړ چي د هغه په نامه دي سکه جاري سي او د هغی سکې متن هانوې په انګلیسي ژبه ولیکی. د دې بیت مضمون په فارسي ژبه چاته معلوم نه وو تر څو چي استاد خلیل الله خلیلی په ۱۹۷۴ کال کي د عراقي تاریخ لیکونکو د آثارو په حواله یو مضمون خپور کړ او د هغي سکې فارسي متن یې داسي ولیکی:
سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار «««« خان عادل شاه عالم میرویس نامدار
څرنګه چي دا بیت د هغه انګلیسی عبارت سره، چي هانوې تقریباً دوه سوه کاله مخکي خپور کړی وو، مطابقت لري نو دا ادعا تاییدوي چي میرویس پاچهي اعلان کړې وه» افغانستان در پنج قرن اخیر ص ۷۳
د فرهنګ لپاره لازمه نه وه چي د دونه مهمي ادعا د اثبات لپاره دومره کمزوری استناد وکړي. لومړی خو هانوې د میرویس نیکه معاصر نه وو. مخکي مو ویلي وه چي هغه د میرویس نیکه له پاڅون څخه درې کاله وروسته په انګلستان کي زېږېدلی وو او تر ۱۷۴۳ کال پوري یې چي نادرشاه افشار یې په استراباد کي د هغه په کمپ کي له لیري لیدلی وو، د هوتکو او نادرافشار او صفویانو نومونه اورېدلي نه وه او د خپلي دونه مهمي ادعا لپاره هیڅ ډول استناد نه لري.
دوهم داچي خلیلي وايی د عراقي تاریخ لیکونکو په حواله یې دا لیکنه کړې ده. عراقي تاریخ لیکونکي څوک دي؟ نوم نه لری؟ د کوم یوه تاریخ لیکونکي نوم یا د کتاب نوم یې باید ذکر کړی وای. دا څرنګه تاریخ لیکونکي دي چي موږ د یوه نوم هم نه دی اورېدلی.
دریم داچي د فرهنګ متن پخپله ثابتوي چي دا د خلیلی شعر دی ځکه چي هغه په اصطلاح! د عراقي مورخینو له قوله د نظم مفهوم په فارسي لیکلی دی.
څلورم دا چي دا یو غیر منطقي بیت دی. میرویس نیکه چي ایله کندهار او قلات یې تر واک لاندي وه څرنګه ځان شاه عالم یا د نړۍ پاچا بولي. او کله چي ځان د نړۍ پاچا وبولي نو بیا څرنګه سمدستي ځان ته خان عادل وایی. د خان مقام خو د یوه حاکم او ګورنر تر مقام هم ټیټ دی پاچاهي او هغه هم د نړۍ پاچهي خو لا هلته پرېږده.
هانوې دغه راز څو بیتونه په شاه اشرف پوری هم تړلي دي چي لومړی خو به هیڅ پاچا، په ځان پوري داسي تومت ونه کړي او بل که د شاه اشرف تیر ژوند او هوښیاری ته وکتل سي نو د داسي بیتونو یا متن لیکلو احتمال چنداني نه لیده کیږي. او که خپله مخکنۍ خبره یو ځل بیا تکرار کړو نو هغه دا چي هانوې بیا هم هیڅ ډول مآخذ نه ښيي اونه یې لري.
شاه اشرف د قدرت له لومړیو شپو څخه د ترکیې سره مخالفت درلود او دوه ځله د جنګ میدان ته ورسره ووت. هانوې لیکي چي شاه اشرف د ترکیې عثماني خلیفه ته د عبدالعزیز په نوم یو استازی واستاوه او هغه ته یې یو لیک ورکړی وو چي یوازي به یې خلیفه ته سپاري. او په هغه کی یې داسي لهجه کارولې وه چي ډېره سپینه وه او چنداني یې د خلیفه احترام نه وو پکښي ساتلی. اشرف په هغه لیک کي ځان شهنشاه بللی وو او خپل لیک یې په یوه عربي شعر پای ته رسولی وو چي د هانوې په قول هم رومانټیک او هم ډېره لویه ادعا پکښی سوې وه:
توره اونېزه زموږ لپاره د ریحان په څېر خوشبویه بوټي دي
موږ د نرګس ګلونو او عیش او نوش ته په سپکه سترګه ګورو
زموږ څښاک د دښمن ویني دي
او د سرونو له کاسو څخه یې ځانونو ته پیالې جوړوو. Hanway. P 236
البته دا بیتونه په هیڅ تاریخي متن کي وجود نه لری او طبیعي خبره ده چي دا د هانوې د خپل خیال محصول دي. دا داسي کلمات دي چي هیڅ پاچا په خپل پیغام کي کار نه ورڅخه اخلي او هیڅ پاچا خپل ځان او خپل قام ویني چښونکی نه معرفی کوي.
هانوې دغه راز ادعا کوي چي د اشرف پر مهر باندي هم دغه ته ورته کلمات لیکل سوي وه:
« د الله د اوامرو او فرایضو وفادار او مطیع رعایت کوونکی. د څلورو راشده خلفاوو ابوبکر، عمر، عثمان اوعلي د پښو خاوري. اشرف د الله په اجازه د نړۍ د پاچاهانو تر ټولو سترپاچا دی» هغه کتاب هغه مخ.
د میرویس نیکه د پاڅون په څېر یوې مهمي پیښي په باره کي زموږ اطلاعات اوس هم ناقص دي. موږ د هغه د پاڅون او وروسته پېښو په باره کي ډېر لږ موثق اطلاعات لرو. خو د معلوماتو کموالی د دې معنا نه لري چي باید په هر ډول بې باوره او غیر مستندو لیکنو باور او استناد وسي.
د میرویس نیکه په باره کي د سوېډني افسر خاطرات:
جوناس هانوې که هرڅه لیکلي دي خو ځان یې په یو څه خبر کړی او وروسته یې د تادیوش کروزینسکي پر خاطراتو باندي خپلي خبري اوحتی افسانې ورزیاتي کړي دي. خو په دې ترڅ کي، حتی مخکي له هغه چي د کروزینسکي خاطرات، چي د صفوي دولت په مقابل کي د میرویس نیکه د پاڅون په باب د تقریباً ټولو مورخینو د اطلاعاتو اصلي منبع ده، چاپ سي په لندن کي، د میرویس نیکه په باره کي، یو داسی کتاب چاپ سو چي په هیڅ توګه یې د میرویس نیکه د وخت له پیښو سره سرنه خوړ او داسي کیسې پکښی راغلي وې چي په یوه بې سویې تاریخي ناول کي هم ځای نه لري.
دا کتاب د فارس کرومویل The Persian Cromwell نومیږي او لیکوال یې هم هیڅ نوم نه لري او نامه پر ځای « سوېډنی افسر» ورته لیکل سوي دي.
دا کتاب له دومره بې ځایه او مزخرفو او له ځانه جوړو سویو افسانو څخه ډک دی چي حتی نوم یې په یادولو نه ارزېدی. خو څرنګه چي د ډاکټر لعل زاد یا عبدالخالق لعل زاد په نوم یوه لیکوال، چي زه یې باید د لوستونکو په اجازه هرزه لیکوال وبولم، ترجمه کړی دی؛ ځکه نواشاره ورته کوم.
کروزینسکي خپل خاطرات ایله په ۱۷۲۶ کال کي، په لاتیني ولیکل او وروسته یې همدغه خاطرات د ترکیې د صدراعظم لپاره په ترکي ترجمه کړل. خو په زړه پوري خبره دا ده چي د سوېډني افسر خاطرات په ۱۷۲۴ کال کي په لندن کي چاپ سوي دي. څرنګه چي دا خاطرات، لکه مخکي چي مي وویل، له یو عالم غلطیو څخه ډک دي نو ځکه یې اروپايی لیکوالانو د یوه ماخذ په حیث نوم هم نه دی اخیستی.
سوېډنی افسر ادعا کوي چي د فارس له لاري کندهار ته ولاړ او هلته د میرویس په خدمت کي حاضر سو او څرنګه چي د قلاګانو په استحکام کي یې یو څه پوهه درلوده نو میرویس هم دی استخدام کړ.
لیکوال ادعا کوي چي د میرویس پلار یو تاتار وو او محمدباقر نومیدی خو څرنکه چي د ده د قدرت سیمه، کوچنۍ بخارا، قلموقانو لاندي کړه نو ده د هغوی حکومت زغملای نه سو او د بلخ پر خوا یې مخ ونیوی. وروسته یې د افغانانو او بلوڅانو په مرسته کندهار فتح کړ او دا یې د خپل قدرت مرکز وټاکی.
د لیکوال په قول، میړویس په کندهار کي وزېږېدی او دلته لوی سو. وروسته هند ته ولاړ او د مغولي شهزاده ګانو په خپلی منځي جنګونو کي یې برخه واخیستله او ګویا شاه عالم د ده د توري په برکت قدرت ته ورسېدی.
میرویس د یوه مغول شهزاده مطیع الدین له لور روشن آرا سره واده کوي او له خپلي مېرمني سره کندهار ته ځي. څه وخت وروسته یې پلار محمدباقر وفات کیږي او میرویس د کندهار پاچا کیږي.
میرویس بالآخره د فارس د پایتخت اصفهان پر لور حرکت کوي. د اصفهان پاچا له ده سره د مقاومت توان نه لري او تښتي. یو څه وخت پټ وي او بالآخره بغداد ته ځي او هلته مړ کیږي.
میرویس هم یو څه وخت وروسته د ایران د پاچا زوی ته تخت او تاج سپاري او پخپله د هغه د سرپرست په حیث کار ته دوام ورکړ.
لوستونکو ته معلومه ده چي په دې ټولو ذکر سویو خبرو کي، چي ما یې یوازي یوه وړه خلاصه را اخیستې ده، یوه هم واقعیت نه لري. او زه اصلاً نه پوهېږم چي دا کتاب د څه هدف لپاره لیکل سوی او په لندن غوندي یوه ځای کي څرنګه چاپ سوی دی.
البته بېځایه تعصب د انسان سترګي ړندوي او بیا نو هر کار ته لاس اچوي. خو زه حیران یم چي یوه سړي چي عالي تحصیلات یې هم کړي وي څرنګه د داسي یوه مزخرف کتاب ترجمې ته لاس اچوي او څرنګه له خپل تحصیل څخه حیا نه ورته دریږي. ځکه مي هغه ته د یوه هرزه لیکوال نوم ورکړ.
مأخذونه
۱: کروزینسکي، تادیوش. تاریخ سیاح مسیحی. چاپ کابل. انستیتوت تاریخ مرکز علوم اجتماعي اکادیمی علوم. کابل ۱۳۶۳.
۲: حبیبي، پوهاند عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان. از نشرات سازمان مهاجرین مسلمان افغانستان ۱۳۶۸.
۳: فرهنګ، محمدصدیق. افغانستان در پنج قرن اخیر. کمیسیون فرهنګی حزب وحدت اسلامی افغانستان. قم ۱۳۷۱.
۴: هوتک، عبدالغفار. هوتکنامه. لاهور ۲۰۰۰.
۵: لاکهارت، لارنس. انقراض سلسله صفویه و استیلای افاغنه در ایران. تهران، چاپ سوم ۱۳۶۸.
۶: خټک، افضل خان. تاریخ مرصع. پېښور، خیبربازار.
7: Hanway, Jonas. The Revolutions of Persia. First published 1753. Reprinted 2017 in India
8: Swedish Officer. The Persian Cromwell. London 1724.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.