لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۸۳مه برخه

آصف بهاند

37

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۸۳مه برخه

 

د لنډیو د دې برخې له پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:

د نیموشپو‌مرگونه ډېرشول

جانان ته وایه چې وختي کور ته راځینه

 

د جانان غمه نور مې پرېـږده

شپه نیمايي شوه، مزدورۍ ته سبا ځمه

 

د جنازې بازو یې نیسئ

ارمان د لوی افغانستان خاورو ته وړینه

 

د بې‌وسۍ حد ته خو گورې

زړه مې هم نه دی، خو په زور مې غـږوینه

 

د اوبوگوټ مې نه‌تېـرېـږي

پر زړه مې ستا د نامه لیک دی وران به شینه

 

د بې‌وسۍ اخري‌حد دی

له خدای راکړي لالي سترگې اړومه

 

د شنو لوټونو زور ته گوره

زاړه سپین‌ږیري ته هم پیغله کښنېوینه

 

د مرگ او ژوند احوال دې نه‌شته

په خوب کې راشه، راته ووایه حالونه

 

د خپل وطن ترغرونو تېره

زړه ته راتېره یاره، نه راځي‌خوبونه

 

د یارگنځل، په کل ویشتل دی

بد یې خندل وي، چې له بل سره یی کوینه

 

د شپې خوبونو کې رانه‌شې

په ویښه ژوند بیا راته خوند نه‌رکوینه

 

په هېرېدو کې دې ناکام شوم

هره‌ورځ نوې تجربه په زړه کومه

 

پاس په اسمان کښې ستوري ښکاري

جينۍ لټون په کښې د خوږ اشنا کوينه

 

په لاعلاجه‌رنځ اخته‌شې

زه د ژوندونه له خوږ تاوستلې‌یمه

 

په نیمه شپه بـاران وریـږي

د څاڅکو شور دی، زړه مې ښکته پورته ځینه

 

په سعودي عرب دې اور شه

زه دې په سره پالنگ یوازې پرېښودمه

 

پرتنور ټوله ورغوړېـږې

د اوربل‌څوکې به دې اور وسوځوینه

 

په زړه کمزوری دې کړم غمه

په نه خبره مې ژړا ژړا خولې له راځینه

 

په پټو، پټو لارو راشه

دا پښتانه دي، بیا به سل‌کیسې کوینه

 

بېگاه مې ښکلی‌خوب لیدلی

جانان زما په رسمال سر تړلی‌ونه

 

باڼه دې ورو جگ‌کړه شیرینې

ما ته دې سم د زړه پرسر ټومبلي دینه

 

زما به زړه له ځانه تورکړې

جانانه مه‌کوه بدرنگ ـ بدرنگ خویونه

 

زما د زړه له تله خوښ یې

دا گډې‌وډې کیسې څوک درته کوینه

 

زه در نږدې وم، ته رانغلې

خلک په یار پسې ملکونه لټوینه

 

زه مخامخ خلکو ته خاندم

دننه زړه کې مې د غم سکروټې دینه

 

راته مالوم سوې، خپل مې نه‌کړې

برباد مې لاړل د ټول عمرخدمتونه

 

راشه چې غیـږ کې دې ویده کړم

تا خو به کړي وي یوازې ډېرخوبونه

 

خال مې د کونډې پر مخ ولېد

پېغلې دې ورارې شې چې نه ږدي شنه‌خالونه

 

خدای به مو بیا سره یوځای کړي

خوب مې لیده، گلان مې دوه ټومبلي‌دینه

 

جانانه چیرته یې لاس راکړه

د سمندر څپې مې لرې درنه وړینه

 

جانانه سپینې‌جامې مه‌کړه

پرون ملا پسې جومات ته تللی‌ومه

 

سر په رسمال مه‌تړه یاره

ستا به عادت، زما به زاره چولې‌وینه

 

سترگې دې بیا راښکاره نه‌کړې

پرېـږده چې مړ دې د لیدو په تمه شمه

 

ستا له دیدن نه مې روژه ده

د صبرېدو تراویح هره‌ورځ کومه

 

ښه‌ده چې ستا دوران خو تېرشو

هرمازدیگر به سترگې سرې کور ته راتلمه

 

له بې‌خوبۍ مې سرخوږېـږي

د جانان غم مې د شپې خوب ته نه‌پرېـږدینه

 

له مسافرو سره څه‌وي

د وطن‌یاد، د جانان‌غم، پري کارونه

 

لالیه شړقنده‌باران دی

پر تا دې اوري، پرما ونیسه لاسونه

 

اختر د روغو زړونو کار دی

زموږه زړونه بې‌وسۍ چولي‌دینه

 

ارمان به هلته زما درشي

چې سورپالنگ درته یوازې پاتې‌شینه

 

اختر به ستا وي چې ماشوم یې

ما تـه پـراتـه دي په دَلو ـ دَلو غـمـونـه

 

اوس به له بل‌چا سره ناست وي

ورته به وايي چې میٔن درباندې یمه

 

یو دوطن حالات خراب دي

بل مې د مینې‌کیسې گډې‌وډې دینه

 

ورشه د یار خبر دې واخله

پر مځکه پروت دی، ترخولې وینې غورځوینه

 

ورځه، ورځه پرغرونو واوړې

موږ د مغرورو خلکو نه‌کړو ارمانونه

 

هیڅ مې په وس کې پوره نه‌دي

له ډکو سترگو به دې سترگې واړومه

 

هغه ده لاړه پناه کېـږي

ما سره غم دی، د چا کور به ورانوینه

 

مازدیگر مه‌غواړه، ما غواړه

مازدیگر تل وي او زه کله ـ کله یمه

 

مسافرۍ کې ناروغ مه‌شې

مور به دې نه‌وي، ځار به څوک درته کوینه

 

مسافر ټول کلي ته راغلل

یا یار خپه دی، یا له کسته نه‌راځینه

 

چم کې سړه سیلۍ چلېـږي

ځوانان مړه‌شوي، پېغلې کونډې ناستې‌دینه

 

غمه لو بلې‌خوا ته لاړ‌شه

په شل‌کلنه‌ځواني چا ژړلي‌دینه

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۳۸۲مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.