د جمعي فعالیتونو د مهارت تشه

شاه محمود میاخیل

70
د افغانانو اکثره تعلیمیافته قشر، په خپل تصور کې  د خپلو روانونو د تسکین لپاره، د ځمکني واقعیتونو خلاف، مدینه فاضله په خپلو مغزو کې جوړه کړیده. د دوی وخت، انرژي او مالي منابع په خپلو منځو کې د یو بل په غندلو او نفې کولو مصرف کیږي. د همدغه خیالي تصور له امله، تعلیمیافته قشر، په خپلو منځو کې او هم د افغانانو په منځ کې د جمعي فعالیتونو زمینه او امکانات کم او یا له منځه وړي دي.
تر څو چې تعلیمیافته نسل د جمعي (Collective Action) مهارتونو ظرفیت په خپلو منځو کې پیدا نکړي، د دوی فعالیتونه به ملموسه نتیجه ونه لري.
د افغانستان سیاست او قدرت به د هغه ډلې او ګروپ په انحصار کې وي چې د جمعي فکر او فعالیتونو مهارت لري. د همدې جمعي مهارتونو په وسیله طالبان قدرت ته ورسیدل یا ورسول شول، او په مقابل کې تعلیمیافته قشر د ټولو امکاناتو، ولسي او نړیوال حمایت سره سره وپاشل شول ځکه چې دوی د جمعي فکر مدیریت او په خپلو منځو کې د تعهد جمعي مهارتونه نه درلودل.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته اکثره تعلیمیافته قشر نورهم سره په فکري لحاظ پاشل شوي او د جمعي کار او فکر مهارت یې نور هم د لاسه ورکړېدی. زیات یې د بیکارې له امله په رواني مرضونو اخته او نه پوهیږي چې ځانونه څنګه او په څه مصروف وساتي.
همدغه سر درګومي، د دوی نه ګوسفندي ژورنالستان، ګوسفندي مدني فعالان، ګوسفندي سیاسیون او ګوسفندي لیکوالان جوړ کړیدي. د ګوسفندي تیورې په هکله مې پخوا یوه لیکنه کړې وه.  هغه کسان چې خپل فکر، تولید او تګلاره ونه لري، یا د نورو تقلید کوي او همیشه د نورو په فعالیتونو نیوکې او هغه نفې کوي، خو د ټولنې د اصلاح لپاره څه نه لري، هغوي د ګوسفندي ډلو په قطار کې محسوبیږي.
تاسي که د ګوسفندي ژورنالیزم، لیکوالانو، سیاسیونو او مدني فعالانو او په خاصه توګه د ټولینزو رسنیو اکثره کارونکو ته نظر واچوي، دوی د یو بل سره جوړ نه راځي او خپله انرژي د یو بل په ضد او په ماضي خبرو مصرفوي. دوی د اوس او راتلونکې لپاره هیڅ د حل لار نه لري ځکه چې دوی د جمعي فعالیتونو مهارتونه او ظرفیتونه په خپلو منځو کې نه لري. هره ورځ په ورځیني سوژو چې زیادتره د استخباراتي کړیو لخوا مطرح کیږي، دوی عکس العملي غبرګونونه ښایي او اوږدمهاله تګلاره نه لري. دوی غواړي چې ټولنه هم د خپلو ځانونو غوندي په تاویلو ماویلو مصروفه او په رواني مرضونو اخته کړي.
که د افغانانو تعلیمیافته قشر واقعا غواړي چې مثبت رول ولوبوي، باید د جمعي فعالبتونو مهارتونه په خپلو منځو کې پیدا کړي. که نه، همداسې به سر ګردانه وي او د دوی د سرنوشت په هکله به هغه کسان پریکړې کوي څوک چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه لري ولو کې د دوی نه یې د تعلیم کچه ټیټه او یا د ښه بیګروند څښتنان نه وي.
که د جمهوریت شل کلن دور ته نظر واچول شي، قدرت د هغه کسانو سره و چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه یې درلود که نه د اکثره کسانو بیکرونډ ښه نه و او د تعلیم کچه یې هم ټیټه وه. هغو ډلو چې د جمعي فعالیتونو لپاره مدني ګروپونه او سياسي تنظیمونه درلودل، په ټولو سیاسي او تصمیم نیونکو پریکړو کې  مطرح و او تعلیمیافته قشر نظر مهم نه و.
اوس هم د هیواد نه بهر، د هغه کسانو اوازونه اوچت دی چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه په خپلو منځو کې لري. که نه، نه د دوی سابقه سمه ده او نه کومه ښه کاري تجربه، پوهه او د راتلونکې لپاره تګلاره لري.
له بده مرغه، د افغانستان تعلیمیافته قشر د فیل په غوږ کې ویده دی. یوازې تعلیم، د انسان نه روښانفکره نه جوړوي بلکې تعلیم د روښانفکرې لپاره زمینه مساعدوي. که تعلیم د انسان فکر روښانه نه کړي او د جمعي فعالیتونو د مهارتونو کمال په ځانونو کې پیدا نکړي، بیا علم او پوهه د شیطان د پوهې غوندې وي چې نور ګمراه کوي، ولس د یو بل په مقابل کې په ټکر کې راولي او په فکري لحاظ یې وژني.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

 

د طالباتو او روسیې تر منځ د تړون ګټې او تاوان

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.