د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه

ژباړه او ترتیب: نصیر احمد څپاند

64

د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه (Social Media Marketing – SMM)
تعریف، کاري څرنګوالی، ګټې او ننګونې

لیکوال: آدم هېز (Adam Hayes)
سرچینه: Investopedia
نېټه: ۲۱ مارچ ۲۰۲۶
د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه (SMM) څه ده؟
د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه (Social Media Marketing – SMM) هغه بازارموندنیز بهیر دی چې په کې سوداګریز بنسټونه، شرکتونه او ادارې د ټولنیزو رسنیو له بېلابېلو پلاتفورمونو څخه د خپلو محصولاتو او خدماتو د معرفي کولو، د پېرودونکو د جذب، د اړیکو د پیاوړتیا او د پلور د زیاتوالي لپاره ګټه اخلي.
دا تګلاره شرکتونو ته دا زمینه برابروي چې له خپلو پېرودونکو سره مستقیمه او دوامداره اړیکه ټینګه کړي، د هغوی اړتیاوې او غوښتنې وپېژني، اړین معلومات راټول کړي او د خپلو بازارموندنیزو فعالیتونو اغېز په ریښتیني وخت (Real Time) کې وارزوي.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې په نړۍ کې له شپږو میلیاردو څخه زیات کسان د ټولنیزو رسنیو فعال کاروونکي وو، چې دې چارې سوداګریزو بنسټونو ته د مصرفوونکو تر ټولو ستر بازار ته د لاسرسي بې‌ساری فرصت برابر کړی دی.
د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه ولې اغېزمنه ده؟
د ټولنیزو رسنیو بازارموندنې ځواک په درېیو بنسټیزو عناصرو ولاړ دی:
۱- اړیکه (Connection)
ټولنیزې رسنۍ شرکتونو ته دا فرصت ورکوي چې له خپلو هدفمنو پېرودونکو سره په مستقیم، چټک او اغېزمن ډول اړیکه ټینګه کړي؛ هغه څه چې پخوا دومره اسانه او ممکن نه وو.
د بېلګې په توګه:
یوټیوب (YouTube)
فېسبوک (Facebook)
انسټاګرام (Instagram)
ټک ټاک (TikTok)
ایکس یا پخوانی ټویټر (X)
دا ټول پلاتفورمونه د پېرودونکو د جذب او د نښې (Brand) د معرفي کولو لپاره مهمې وسیلې ګڼل کېږي.
۲- متقابل تعامل (Interaction)
په ټولنیزو رسنیو کې پېرودونکي کولای شي:
نظرونه وړاندې کړي؛
پوسټونه خوښ (Like) کړي؛
محتوا شریکه (Share) کړي؛
پوښتنې وکړي او ځوابونه ترلاسه کړي.
دغه متقابل تعاملات د برېښنایي خولې په خوله تبلیغاتو (Electronic Word of Mouth – eWOM) لامل کېږي، چې د پېرودونکو د پېرلو پر پرېکړو ژور اغېز لري.
۳- د پېرودونکو معلومات (Customer Data)
یو اغېزمن او ښه طرحه شوی SMM پلان شرکتونو ته دا وړتیا ورکوي چې:
د پېرودونکو اړوند معلومات راټول کړي؛
د بازار تحلیل ترسره کړي؛
د نویو محصولاتو او خدماتو لپاره مناسبې ستراتیژۍ طرحه کړي؛
د پېرودونکو چلند او تمایلات وارزوي.
پایله
د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه (SMM) د معاصرې بازارموندنې له تر ټولو اغېزمنو او ځواکمنو وسیلو څخه شمېرل کېږي. دا تګلاره شرکتونو او ادارو ته اجازه ورکوي چې له خپلو پېرودونکو سره مستقیمې او دوامدارې اړیکې ټینګې کړي، د خپلې سوداګریزې نښې ارزښت لوړ کړي، د پلور کچه زیاته کړي او د بازار په اړه ارزښتناک معلومات ترلاسه کړي.
سره له دې چې د ټولنیزو رسنیو بازارموندنه ځینې ننګونې هم لري؛ لکه د محتوا دوامداره تولید، د پلاتفورمونو د پالیسۍ بدلونونه او د منفي تبصرو مدیریت، خو د یوې روښانې ستراتیژۍ، مسلکي مدیریت او دوامدارې ارزونې په مرسته کولای شي د هرې سوداګرۍ د ودې، پراختیا او سیالۍ وړتیا لپاره یو پیاوړی او اغېزمن ابزار ثابت شي.

بشري سرچینو د مدیریت معلوماتي سیستم

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.