د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د تدارکاتو بشپړ چوکاټ جوړول؛ یوازې ډیجیټلي بدلون نه، بلکې د فکر کولو بنسټیز بدلون
لیکواله: پراجکتا وادیتوار
چمتوکوونکی: نصیر احمد «څپاند»
قدرمنو لوستونکو!
تاسو ټول د تدارکاتو له نوم او ارزښت سره بلد او آشنا یاست. تدارکات په دولتي ادارو، خصوصي سکټور او بهرنیو مؤسسو کې مهم رول لري او د سازمانونو لپاره د قراردادونو د اسانتیا، د اجناسو د پېرود، تجهیز او تدارک چارې پر مخ وړي.
خو د تدارکاتي پروسو پلي کول، د نافذه قوانینو او د تدارکاتو د طرزالعملونو پر بنسټ، ډېری وخت یوه اوږده، پېچلې او ستونزمنه پروسه وي. د همدې اوږدو مراحلو له امله د قرارداد ګټونکو شرکتونو او د اجناسو د عرضه کوونکو حوالې او تادیات پر خپل وخت نه ترسره کېږي.
دا وضعیت د دې لامل ګرځي چې په آزاد بازار کې شرکتونه او هټیوال دولتي ادارو ته د اجناسو د نرخونو او کوټېشنونو له وړاندې کولو ډډه وکړي، ځکه هغوی دا دلیل وړاندې کوي چې: «تاسو زموږ پیسې پر وخت نه راکوئ.»
خو په ننني عصر کې عصري علومو او ټکنالوجۍ، په ځانګړې توګه مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)، بېساری پرمختګ کړی دی. که چېرې دولتي او خصوصي ادارې له دې نوې ټکنالوجۍ څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، تدارکاتي چارې به لا ډېرې شفافې، چټکې، اسانه او اغېزمنې شي.
په همدې تړاو مې د هندۍ لیکوالې پراجکتا وادیتوار یوه ارزښتناکه لیکنه په ټولنیزو رسنیو کې ولوستله چې خورا ګټوره او د پام وړ وه. ځکه چې دا یوه پراخه او علمي لیکنه ده، ما هڅه کړې چې د هغې مهم ټکي په لنډ، ساده او عامفهمه ډول تاسو ته وړاندې کړم، څو وکولای شئ په خپلو ورځنیو کاري او مسلکي چارو کې ترې ګټه واخلئ.
مصنوعي ځیرکتیا (AI) یوازې د تدارکاتو کاري بهیرونه اتومات نه کوي، بلکې دا هم بدلوي چې د تدارکاتو پرېکړې څنګه ترسره شي، خطرونه څنګه مدیریت شي، او تدارکات څنګه ادارې ته ارزښت رامنځته کړي.
ډېری ادارې په پیل کې فکر کوي چې ګواکې یوازې یوه نوې ټکنالوجۍ پلي کوي، خو ډېر ژر درک کوي چې موضوع تر دې خورا پراخه ده. په حقیقت کې، مصنوعي ځیرکتیا د تدارکاتو د ټول نظام د بیا کتنې او بیا طرحې غوښتنه کوي.
د تدارکاتو دودیزه بڼه
د کلونو لپاره د تدارکاتو د بریا معیارونه دا وو:
د پېر او تدارکاتو چارو چټک ترسره کول؛
د لګښتونو اغېزمن کنټرول؛
د پروسو منظم تطبیق؛
د عرضه کوونکو ثبت او ارزونه؛
د قراردادونو مدیریت؛
د منظوریو ترلاسه کول؛
د اغېزمنو خبرو اترو له لارې د سپما رامنځته کول.
خو اوس دا وضعیت بدلېدونکی دی؛ ځکه هغه ډېر کارونه چې پخوا به د تدارکاتو کارکوونکو په لاس ترسره کول، نن د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په اتومات ډول ترسره کېږي، لکه:
د مناسبو عرضه کوونکو پېژندنه موندل؛
د لګښتونو تحلیل؛
د قراردادونو په مسلکي او شفافه توګه ارزونه؛
د بیلونو دقيقو محاسبو پر بنسټ د اسنادو تطبیق؛
د عرضه کوونکو د خطرونو دوامداره څارنه.
له همدې امله، د تدارکاتو ارزښت له عادي اجرااتو څخه ستراتیژیکو پرېکړو ته لېږدېږي.
مصنوعي ځیرکتیا ستونزې نه پټوي؛ بلکې را برسېره کوي
لیکواله وایي چې په خپلو عملي تجربو کې یې لیدلي، ډېری ادارې د مصنوعي ځرکتيا پلي کول د یوې عادي تخنیکي پروژې په توګه پیلوي، خو وروسته څرګندېږي چې اصلي ستونزې په بل ځای کې دي:
د عرضه کوونکو معلومات منظم نه دي؛
د تصویب بهیرونه له یو بل سره توپیر لري؛
معلوماتي سیستمونه یو له بل سره نه دي نښتي؛
د وخت په تېرېدو او سیمهییزې پراختیا له امله بېلابېل ERP سیستمونه رامنځته شوي دي.
په یوه نړیوال سازمان کې د عرضه کوونکو د خطر ارزونې لپاره مصنړعي ځرکتيا وکارول شوه، خو ډېر ژر څرګنده شوه چې اصلي ستونزه خپله د ادارې ګډوډ او غیرمنظم عملیاتي چاپېریال دی.
له همدې امله، یوه مهمه پایله دا ده:
مصنوعي ځیرکتیا د ادارو نیمګړتیاوې نه اصلاح کوي؛ بلکې هغه لا روښانه او څرګندوي.
له اجرااتو څخه تر د سمو او مسلکې پرېکړو
لکه څنګه چې مصنوعي ځیرکتیا ورځني او تکراري کارونه پر غاړه اخلي، د تدارکاتو رول هم لوړې کچې ته پورته کېږي.
په راتلونکي کې به تدارکاتي ټیمونه لږ وخت په اداري کارونو لګوي او ډېر تمرکز به یې پر دې وي:
د عرضه کوونکو د باور او اتکا ارزونه؛
د سازماني ثبات او مقاومت پیاوړتیا؛
د نوې ټکنالوژۍ ارزونه؛
د اوږدمهاله ارزښت رامنځته کول.
نن سبا تدارکاتي ټیمونه د ستراتیژیکو پرېکړو له لومړیو پړاوونو سره یوځای کېږي.
د بېلګې په توګه، کله چې یو سازمان د SaaS خدمت د اخیستلو ارزونه کوي، یوازې د ټیټې بیې په لټه کې نه وي، بلکې دا پوښتنې هم مطرح کوي:
دا عرضه کوونکی به زموږ په کاري بهیرونو کې څومره اغېز ولري؟
که په راتلونکي کې وغواړو اړیکه ورسره پرې کړو، دا کار به څومره ستونزمن وي؟
ایا د دې خدمت یوځای کېدل به انعطاف رامنځته کړي، که اوږدمهاله وابستګي؟
دا نورې یوازې تدارکاتي پوښتنې نه دي؛ بلکې د ادارې د ستراتیژۍ او خطر مدیریت مهمې پوښتنې دي.
یوازې د لګښت سپما بسنه نه کوي
پخوا د تدارکاتو تر ټولو مهم هدف د لګښتونو کمول وو، خو نن ورځ یوازې ارزانه عرضه کوونکی غوره انتخاب نه ګڼل کېږي.
ځکه چې:
ارزانه حل لارې ښايي پټې ستونزې ولري؛
د سیستمونو د یوځای کولو لګښتونه لوړ کړي؛
د عملیاتو کمزوري رامنځته کړي؛
او په راتلونکي کې د ډېرې وابستګۍ سبب شي.
له همدې امله، بریالي تدارکاتي سازمانونه یوازې د پیسو سپما نه کوي، بلکې د ادارې د پرېکړو کیفیت هم لوړوي.
اصلي ننګونه ټکنالوژي نه، بلکې انساني چلند دی
د بدلون تر ټولو لوی خنډ تخنیکي نه، بلکې انساني دی.
د تدارکاتو متخصصینو د کلونو په اوږدو کې په لاندې برخو کې تجربه ترلاسه کړې ده:
د خبرو اترو مهارتونه؛
د عرضه کوونکو سره د اړیکو مدیریت؛
مسلکي قضاوت او پرېکړه.
له همدې امله، طبیعي ده چې ځینې کسان د مصنوعي ځرکتيا له سپارښتنو سره شکمن چلند وکړي.
خو تجربې ښودلې چې هغه ادارې ډېرې بریالۍ دي چې مصنوعي ځرکتيا د انسان د بدیل په توګه نه، بلکې د مرستندویه وسیلې په توګه معرفي کوي.
کله چې کارکوونکي پوه شي چې مصنوعي ځیرکتیا د دوی مسلکي قضاوت نه بدلوي، بلکې ورځني کارونه اسانه کوي، نو د هغې منل هم چټکېږي.
تدارکات؛ د ادارې د هوښیارۍ مرکز
مخکښ سازمانونه نور تدارکات یوازې یوه اداري دنده نه ګڼي، بلکې هغه د ادارې د هوښیار تصمیم نیونې یوه مهمه برخه بولي.
هغوی د لاندې څانګو ترمنځ ګډ او مسلکي معلوماتي سیستمونه رامنځته کوي:
تدارکات؛
مالي چارې؛
حقوقي څانګه؛
عملیات؛
اکمالاتي ځنځیر.
د دې همغږۍ له برکته، پرېکړې:
وړاندوینې کوونکې وي؛
مخنیوي کوونکې وي؛
ستراتیژیک اړخ ولري؛
او د ادارې له عمومي موخو سره همغږې وي.
پایله
د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د تدارکاتو بشپړ چوکاټ جوړول یوازې د ډیجیټلي بدلون پروژه نه ده؛ بلکې د فکر کولو، پرېکړه کولو او ارزښت رامنځته کولو په طرز کې یو بنسټیز بدلون دی.
هغه ادارې چې دا حقیقت ژر درک کړي، نه یوازې به خپل تدارکاتي بهیرونه عصري کړي، بلکې داسې تدارکاتي واحدونه به رامنځته کړي چې:
ډېر دقيق او مسلکي وي؛
له نورو څانګو سره نښتي وي؛
ستراتیژیک نفوذ ولري؛
او د ادارې په بریا کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
د مقالې مهمه وينا
«مصنوعي ځیرکتیا د ادارو نیمګړتیاوې نه پټوي؛ بلکې هغه را څرګندوي. بریالي سازمانونه هغه دي چې د مصنوعي ځرکتيا تر پلي کولو مخکې خپل فکر، کاري پروسې او سازماني کلتور هم د بدلون لپاره چمتو کړي.»
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.