ولې ځینې پښتانه لا هم په خپله مورنۍ ژبه لیکل نه‌کوي؟

نجیب‌الله پاڅون

64

ولې ځینې پښتانه لا هم په خپله مورنۍ ژبه لیکل نه‌کوي؟

د ژبې، هویت او ټولنیز مسؤلیت له نظره یوه څېړنه

 

ژبه یوازې د انساني اړیکو او خبرو وسیله نه ده، بلکې د فکر جوړوونې، هویت، ټولنیز تسلسل او د یوه قوم د هویت تر ټولو روښانه نښه ده، هر قوم د خپلې ژبې په کچه پېژندل کېږي او هره ژبه د خپلو ویونکو د فرهنګي، تاریخي او فکري پانګې استازیتوب کوي. له همدې امله، د خپلې مورنۍ ژبې لیکل او کارول یو اختیاري ذوق نه، بلکې یو فرهنګي، اخلاقي او تاریخي مسؤلیت دی.

دا لیکنه د پښتو ژبې د لیکني کارونې پر اړتیا تمرکز کوي او هغه ټولنیز، فرهنګي او ذهني عوامل څېړي چې ولې ځینې پښتانه، سره له دې چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده، په ورځني، کورني او ټولنیز ژوند کې پرته له اړتیا په نورو ژبه لیکنې کوي. لیکنه دا استدلال کوي چې دا چاره ژبنۍ اړتیا نه، بلکې د ذهني استعمار، ژبني کم ارزښت انګېرنې او د هویتي بې‌پروايۍ پایله ده.

پښتو د افغانستان د اکثریت ژبه، رسمي ژبه، تاریخي ژبه او د دې خاورې د هویت اساسي ستنه ده. له دې ټولو سره، سره له بده مرغه، په وروستیو او تېرو کلونو کې داسې یوه پدیده پراخه شوې چې د ژبپوهنې، ټولنپوهنې او هویتي منطق له مخې د ژور فکر وړ ده.

هغه دا چې ځینې پښتانه چې ځانونه د پښتنو په لویو ټبرونو او خېلونو پورې تړلي ګڼي او تر ډېره یې ستاینومونه «تخلصونه» هم د همدې لرغونو خېلونو څخه ټاکلي وي؛ خو په ورځني ژوند، ټولنیزو شبکو، کورنیو مراسمو، رسمي خبرتیاوو، ښوونیزو، او ان د ودونو او فاتحو په مراسمو او کارتونو کې، پرته له ژبنۍ اړتیا، خپله مورنۍ ژبه پرېږدي او په بله ژبه لیکنې کوي؛ حال دا چې مخاطبین، مېلمانه، بلوونکي او ټولنیز چاپېریال یې بشپړ پښتنی وي.

نو که چېرې دوی دا کار تکرار کوي او په خپله ژبه لیک، لوست او ویلو شرمېږي، دا له خپلې مورنۍ ژبې سره ستره او ناوړه جفا ګڼل کېږي.

په ژبپوهنه کې یو اصل شته، کله چې ژبه ونه لیکل شي، د زوال پر لور درومي. یونسکو د ژبو په راپورونو کې ټینګار کوي، (۱) چې د ژبې بقا له لیکلي تولید، رسمي کارونې او نسلي لېږد سره مستقیم تړاو لري.

پښتو که یوازې د خبرو ژبه پاتې شي او د لیکنې له ورځني ژوند څخه لرې وساتل شي؛ نو د اوږدمهاله بقا له خطر سره مخ کېږي، که څه هم ویونکي یې ډېر وي.

 که یو پښتون په دري، انګلیسي یا بله ژبه لیکنه کوي، تر څو یو غیرپښتون مخاطب وپوهوي، علمي اړیکه ټینګه کړي، یا مسلکي اړتیا پوره کړي، دا یو طبیعي، سالم او د ژبني تنوع منل شوی عمل دی. خو کله چې هماغه پښتون بیا د خپل کور، خپلو خپلوانو، خپل کلي او خپل فرهنګي چاپېریال په منځ کې هم خپله ژبه نه کاروي، دا نوره اړتیا نه ده؛ دا یوه ستره ذهني بې‌پروايي ده.

موږ تاسو نن سبا ګورو دا چلند یوازې په ټولنیزو شبکو کې نه دی محدود پاتې شوی، بلکې تر کورنیو او د ژوند تر ټولو اړخونو رسېدلی.

فرانسوی ټولنپوه پیېر بوردیو ژبه د «سمبولیک ځواک» وسیله بولي، (۲) د هغه په اند؛ هره ژبه تر هغې ارزښتمنه ده، تر کومه چې ویونکي یې په عامه فضا کې ورباندې باور ولري.

نو کله چې پښتانه په خپله ټولنه کې، د خپلو خلکو تر منځ، خپله ژبه پرېږدي او په بله ژبه لیکنه کوي، دوی په قصدي توګه خپله ژبه بې ارزښته کوي.

ژبه تر هغې چې ونه لیکل شي، نیمګړې پاتې کېږي. لیکنه ژبه له لنډمهاله غږ څخه د تلپاتې حافظې مقام ته رسوي او هغه قومونه، چې خپله ژبه نه لیکي، په حقیقت کې خپله تاریخي حافظه نورو ته سپاري.

ارواښاد خان عبدالغفار خان «باچا خان» په همدې تړاو یوه تاریخي او ژوره خبره کړې وايي: «کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي؛ او د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي.» (۳)

دا خبره یو شعار نه دی؛ دا د تاریخ یوه روښانه بېلګه ده. له افریقا تر اسیا، له امریکا تر اسټرالیا پورې، هر هغه قوم چې خپله ژبه یې پرېښې، د تاریخ په اوږدو کې یا حل شوی او یا یې هویت پردی شوی دی.

پښتانه او ټولنیز مسؤلیت:

هر هغه څوک چې ځان د پښتنو له سترو خېلونو او تاریخي ټبرونو سره تړي، خو په عمل کې د خپلې ژبې د عام استعمال مسوولیت نه احساسوي، دوی د هویت او عمل تر منځ واټن رامنځته کوي. په علمي منطق کې، هویت یوازې په نوم نه ثابتېږي؛ هویت په ژبه، چلند او فرهنګي ژمنتیا کې ځان ښکاره کوي.

ولې باید په پښتو لیکل وکړو؟ «ګټې او پایلې»

۱ـ د هویت ساتنه: پښتو لیکنه زموږ کلتوري تسلسل ژوندی ساتي.

۲ ــ ذهني خپلواکي: خپله ژبه لیکل د فکري غلامۍ مخه نیسي.

۳ ــ فرهنګي توازن: ژبې هغه وخت عادلانه ژوند کوي چې هر قوم خپله ژبه وکاروي.

 ۴ـ ښوونیز پرمختګ: مورنۍ ژبه د پوهې د ژور درک تر ټولو قوي وسیله ده.

 ۵ـ ټولنیز یووالی: ژبه د قوم دننه د اعتماد او تړاو فضا پیاوړې کوي.

حل لارې او عامه پوهاوی:

۱ـ پښتو باید د ژوند په ورځنیو او کورنیو چارو او مراسمو کې د اصل ژبې په توګه وکارول شي.

۲ـ پښتانه دې په ټولنیزو شبکو کې د پښتو عادي، روان او معیاري لیکدود پیاوړی کړي.

۳ـ د ژبې دفاع دې له احساساتي شعار څخه عملي عادت ته واوړي.

۴ـ د پلورنځيو، مارکېټونو، ښوونیزو مرکزونو لوحې او بنرونه او همداراز د ودونو، فاتحو او نورو مراسمو خبرتیاو ژبه دې جبري پښتو وګرځول شي.

پایله:

پایله کې دا وایوو، چې دا بحث د کومې بلې ژبې پر ضد نه دی؛ دا د خپلې ژبې د حق په اړه دی. پښتو نه د شرم ژبه ده او نه د پټولو ژبه، پښتو د دې خاورې د اکثریت د فکر، احساس او تاریخ لرغونې او ویاړلې ژبه ده.

نو که چېرې موږ په خپله مورنۍ ژبه لیکل، لوستل او خبرې کول پرېږدو، راتلونکي تاریخ ته به ځواب ونه لرو. پښتو باید ولیکو، وېوایو او وېلولو ځکه چې دا زموږ د هویت، فکر او فرهنګ ژبه ده او دا زموږ حق دی.

 ژبه ژوند غواړي، او دا ژوند یوازې هغه وخت ساتل کېږي چې پښتو ژبه په لیکنه، لوست، ټکنالوژۍ، ټولنیزو پاڼو، خواله رسنیو او ورځنيو چارو کې فعاله وساتو.

د پښتو ژبې د بډاینې په هیله!

ماخذونه:

۱  ــUNESCO. Education in a Multilingual World. Paris: UNESCO, 2003

۲  ــBourdieu, Pierre. Language and Symbolic Power. Harvard University Press, 1991

۳ ــ خان عبدالغفار خان «باچا خان» زما ژوند او جدوجهد

پر پښتو روانې ملنډې؛ تصادف که منظمه تګلاره؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.