پښتو د ډیجیټل کېدو پر لور‎

ذبیح الله شفق

68

پښتو چي د زړو آریایي ژبو له توکم او جملې څخه شمېرل کېږي. څه دپاسه اتیا میلیونه وګړي ورباندي ویل، اورېدل او لیکل کوي. د دې خوږې ژبي د بډایني لپاره په تېرو او بیا را وروستو وختو کي ګڼ شمېر پښتنو په آدبي، فرهنګي او تحقیقي برخه کي چوپړونه ووهل. او اوس هم په لر او بر وطن کي د دې لرغونې ژبي د خدمت لپاره پر پښتو مَینو پښتنو خپلي هڅې نه دي سپمولې. دا چي د شلمي میلادي پېړۍ په وروستیو او د یوویشتمي میلادي پېړۍ په لومړیو کي ټینکالوژي مخ پر ودې او  څرخون روانه، او دا دئ اوس د یوویشتمي پېړۍ په درېیمه لسیزه کي د Al انقلاب را منځته، او مخ پر ودي پسي روان سو نو ئې د بشر د ژوند پر هري برخې د تاثیر سره سره پر ژبو هم خپل تاثیر خپور کړ. د نورو هیوادو په خاص ډول بیا د لویدیځو ممالکو وګړو د دې ماشیني او یو ناڅاپي بدلون سره په هره برخه کي د خپل ژوند د بدلون هڅه روانه او ځیني خو ئې حتا بریالي سوي هم دي. ځکه خو پکار ده چي خواره او ورانه پښتو هم چي تاریخي مخینه ئې نېغ په نېغه دوهمي هجري پېړۍ او حتا تر دې وړاندي زمانو ته رسېږي د دې ماشیني انقلاب سره عیاره او وساتل سي. که پښتانه د خپلي ژبي د ودي او مخته تګ لپاره لستوڼي را بډ نه وهي، نو لیري نه ده چي زموږ د نیکونو د افهام او تفهیم دا لرغوني ژبه دي مخ پر زوال او یو مخ پسي ورکه سي.

پښتو او Al

د ۲۰۱۲م په شاوخوا کي د Deep Learning  یا د ژورې زده کړي د ټیکنالوژي په خپرېدو سره د Tasla, Google DeepMind او OpenAl غوندي ماشیني او پرمختللي سیسټونه د بشر په منځ او نړۍ کي باب سوه.  د ټیکنالوژي دې بې ساري څرخون او مخته تګ د بشر پر ژوند یو ناڅاپ، خو یو اغېزناک تاثیر وکړ. د صنعت څخه تر اقتصاد، روغتیا، رسنیو، امنیت، لیکوالۍ او روانو ژبو پوري ټولو برخو بدلون ورسره وکړ، او د Al  تر اغېز او کار لاندي راغلې. د ټیکنالوژي په دې عروج کي پښتو هم بې پامه پاته نسوه او له پورته یادو سویو برخو څخه مستثناء نه ده. پښتو چي تر ډېره پر فلکوریکو، داستاني او او آدبي برخو ولاړه او روانه وه. د ټیکنالوژي په هسته هسته عروج سره د نورو نړیوالو او روانو ژبو په څېر د ټیکنالوژي د نړۍ سره عیاره نه سوه، او نه هم چنداني څوک ورته متوجې وه. هغه وو چي نورو نړیوالو ژبو ډېر ژر خپل ځانونه د خپلو ویوونکو په مټ د ټیکنالوژي د انقلاب سره آشنا او استفاده پسي ځیني شروع سوه. موږ پنځلس کاله مخکي په موبیلو کي پښتو کیبورډ نه درلود. چي دا نن ئې موږ او تاسو په استفاده په ټولنیزو رسنیو کي لیکل په کوو. یوه نیمه لسیزه مخکي موږ ګوګل، فېسبوک او حتا هیڅ نوعه انټرنیټي اپلکیشن او برنامو کي پښتو نه درلوده. ماضي به پرېږدو، اوس مو کله آیفون موبیلونه او ټیک ټاک او نور اپلیکشنونه پخپل ځان او ذخیره کي پښتو ژبه لري؟ GPS را واخلئ. د کابل کومه سیمه په پښتو راته ښیي؟ TikTok, Instagram, X ,You Tube ,Signal او WhatsApp کوم یو پخپل ځان او ذخیره کي پښتو لري؟ تاسو ChatGPT را وږغوئ څنګه تلفظ کوي؟ آیا کټ مټ زموږ د پښتنو په څېر؟ د Al ماډلونه ولي متن سم ډول په پښتو ږغیږ کولای. او ږغ ولي په روان او سم ډول متن کولای نسي؟ د دې ټولو ستونزو حل په دې کي دئ چي پښتو نور د Al او ټیکنالوژۍ نړۍ ته ور داخله او د نړیوالو ژبو سره سیاله  او روانه سي. اوس هم د دې ژبي د محوه کېدو د مخنیوي چاره ممکنه ده. راځئ په ګډو د پښتو د پرمختګ، ډیجیټل کولو او خدمت ته لیڅي را ونغاړو.

پښتو څنګه ډیجيټل کېدای سي؟

د پښتو ژبي د نړیوال کولو او ډیجيټل کولو لپاره باید هر هغه څوک چي لوستی او په دې خوږې ژبي خبري او لیکل کوي خپل کوښښ ونه سپموي. لاري ئې ډېري دي. د نورو ژبو آثار را ژباړل. د پښتو دا نورو ژبو ته ور ژباړل. د کورنیو تولیداتو په مارکیټینګ، د رسنیو په اعلاناتو او نورو برخو کي پښتو ته پام کول ئې ګڼ او اړین مثالونه دي. په دې وروستیو کي Al ته د پښتو ور داخلولو ته په پام سره یو شمېر اشخاصو د موزیلا په نوم یو سیسټم انتخاب کړ. چي د پښتو د ودي او Al ته د ور داخلولو برخه کي مهم رول لوبولای سي. موزیلا یو نړیوال سیسټم دئ چي د هري ژبي ږغونه را اخلي پروسس کوي یې او بیا ئې د Al ماډلونو ته په لاس ورکوي چي په راتلونکي کي د دې چاري په مټ زموږ په ژبه کمپیوټر او ټیکنالوژي پوهېږي او د Al ماډولونه به و کولای سي چي د پښتو متن په ږغ او ږغ په متن واړوي. دغه راز به ChatGPT زموږ په تلفظ  سم پوهېدل، لیکل ویل او ماشین به لکه د نورو ژبو د ویوونکو په څېر زموږ سره هم هغسي خبري کوي.

موزیلا څه شی ده؟

موزیلا کامن وایس یوه پرانیستې او آزاده پروژه ده چي په ۲۰۱۷م کي د موزیلا فاونډیشن  (Mozilla Foundation) لخوا رامنځته او هدف ئې د نړۍ د ټولو ژبو څخه د ږغونو لپاره د ډیټابیس آماده کول دي. تر څو د Al ماډولونه او کمپیوټري سیسټمونه و کولای سي چي د هري ژبي وینا، خبري او متن په آسانۍ سره و پېژني او په مټ ئې بیرته د هغو ژبو کاروونکو ته مالومات په لاس ورکړي. موزیلا / Mozilla  چي یو نړیوال غیر انتفاعي بنسټ او ټیکنالوژي ده، د نړۍ د تقریباً ټولو ژبو لپاره د میډیا په برخه کي سهلوتونه را منځ ته کوي. دا بنسټ د انټرنیټ د سرچینې Open Source پروژو د جوړولو او پرمخ وړلو لپاره مشهور دئ. په اوس مهاله عصر کي د همدې موزیلا کامن وایس د ږغیږي ټکنالوژي له لاري د پښتو راتلونکی جوړېدای سي. پښتو ژبه چي د افغانستان او د کوزي پښتونخوا د وګړو روانه ژبه ده، د تاریخ په اوږدو کي ئې د بډایه تاریخ، کلتور او شفاهي روایتو بار پر اوږو وړی دئ. خو د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل بدلون په دې زمانه کي، پښتو له نړیوالې ټیکنالوژۍ څخه بېخي څنډې ته پاته سوې. په داسي حال کي چي انګلیسي، چینایي او آن کوچنۍ اروپایي ژبي د AI سیسټمونو یوه برخه ګرځېدلې دي. پښتانه په دې برخه کي اړ ایستل سوي چي له ټیکنالوژي سره په پردیو ژبو اړیکه ونیسي.
د Mozilla Common Voice پروژې له لارې موږ هغه بنسټ ایږدو چي پښتو به پرې د ډیجیټل زمانې لپاره پیاوړې سي. په موزیلا کي هره لیکل سوې جمله، هر ثبت سوی ږغ، او هر تاید سوی کلیپ یوازې یوه مرسته نه ده، بلکي د پښتو د ټکنالوژۍ په بنسټیزه ودانۍ کې یو خښته ايښوول دي. دا چي ږغ د انسان او ماشین د راتلونکو اړیکو ژبه ده. له هوښیار مرستیالانو او ترانسکرېپشن سیسټمونو څخه نیولې، تر تعلیمي پلیټفورمونو او روغتیایي خدماتو پوري، د ږغ پېژندنه په چټکۍ سره د نړۍ د ټکنالوژۍ یوه محوري برخه ګرځېدلې ده. خو بې له لوړ کیفیت لرونکي ډیټا هیڅ یوه ژبه په دغو سیسټمونو کي په کُره توګه استازیتوب نسي کولای. د خوږې او وروسته پاته پښتو لپاره همدا تشه ډکول پکار دي. زموږ کار په Common Voice کي دا تشه ډکولای سي. دا د زرګونو جملو او سلګونو ساعتونو د ثبت او تاید له لارې موږ ډاډمنوي چي پښتو به نور له ډیجیټل او راتلونکي څخه نه پاتېږي.

د موزیلا په مټ موږ پښتو ته څه کولای سو؟

۱ – د تنوع ساتنه: پښتو یوه واحده بڼه نه لري. له کندهاره تر ننګرهاره، له پېښوره تر کوزې پښتونخوا پورې بېلابېلي لهجې لري. زموږ ډیټاسټ دا تنوع خوندي کوي تر څو راتلونکي سیسټمونه ټول پښتانه درک کړي.

۲- د AI لپاره بنسټ جوړول: هر تاید سوی کلیپ د ږغ او متن یوه جوړه ده. دا جوړې د مصنوعي ځیرکتیا خام مواد ماشینونو ته ورښيي چي د پښتو ږغونه څه ډول دي؟

۳ – موزیلا د پښتو ږغونه را ټولوي، او بیا د Al ماډلونو ته تر سپارلو وروسته  ډیجیټل کوي چي په دې سره د پښتو تاریخي او فرهنګي ارزښت ساتل کېږي.

۴ – په سیسټم کي د پښتو ژبي د بېلا بېلو لهجو د ږغونو د را ټولولو وروسته پښتو په کمپیوټر، موبایل او نورو ډیجټلي او الکترونیکي وسایلو کي ښه پېژندل کېږي.

۵ – موزیلا ته د میلیونونو ږغونو د داخلولو وروسته پښتو په نړیواله کچه د نورو ژبو سره سیاله، او ټکنالوژیک تعامل پیداکوي.

د پښتو لپاره ولي موزیلا؟

موزیلا یوه آزاده او پرانیستې پروژه ده چي د نړۍ د تقریباً هري ژبي لپاره د ږغونو را ټولو وړتیا لري. په دې مانا چي یوازي د پرمختللو، تجارتي او نړیوالو ژبو لکه انګلیسي، فرانسوي او عربي لپاره نه، بلکي د هرې وروسته پاته ژبي لپاره د ږغونو ډیټابیس برابروي چي دا چاره راتلونکي کي ټیکنالوژي او Al ماډلونو ته وړتیا ور کوي چي په هغو ژبو سم پوهېدل، لیکل او ویل وکړي. ځکه په اوس مهاله وخت کي تر بلي هري لاري موزیلا پښتو ته ډېره ګټوره تمامېدای سي او لیري نه ده چي له دې لاري خوږه او درنه پښتو د Al او ټیکنالوژي د ډګر یوه سیاله، روانه او پرمختللي ژبه و اوسي. موزیلا کامن وایس پروژه تر ډېره حده د محلي، وروسته پاتو او د پردیو ژبو او کلتورونو څخه تر اغېز راغلو لکه بلوڅي، کُردي، فارسي سندي او پښتو ژبو لپاره یو مناسب فرصت دئ چي د محلي ژبو په وده، ډیجیټل کولو، او فعاله ساتلو کي مهم رول لوبولای سي.

په موزیلا کي د اکاونټ جوړولو لینک:
https://commonvoice.mozilla.org/ps/profile/info
ځانته ځانګړی فروفیل جوړ کړئ. عمر او جنسیت مو سم وټاکئ.

موزیلا څنګه کار کوي؟

د موزیلا بنسټ د ټولو ژبو لپاره عام او رضاکارانه دئ. ما په انټرنیټي ویبپاڼو او ګوګل کي د دې پروژې د عاید او سرچینو په باب ډېره پلټنه وکړه. دې پایلي ته تر رسېدو وروسته چي موزیلا کوم خاص سوداګریز عاید نلري او غیري انتفاعي بنسټ دئ؛ دا راته ثابته سوه چي د دې پروژې هدف د محلي ژبو ډیجیټل کول او ورته د ډیټابیس برابرول دي. البته په موزیلا پوري د تړلو وسیلو لکه فایر فاکس / Firefox, براوزر / Brave, او وسیلو له لاري دوی کم ذره عاید لري. موزیلا کوم خاص انټرنیټي اپلکیشن نلري. بلکي ځانته خپل ځانګړی ویب سایټ لري. د موزیلا سافټویر خلاص او وړیا دئ.  هر څوک کولای سي چي کار پکښي وکړي. موزیلا لومړی په یوه ځانګړي سایټ کي خلاصېږي له هغه څخه وروسته درې برخې لري چي د هري برخې د لا ښه پېژندلو او کار کولو لپاره به دلته په لنډ ډول پر تم سو:

۱ – د ثبتولو برخه / Recording:

په دې برخه کي موږ جملې لولو او ثبتوو یې. تر څو د تاید او رد تر پروسې ووزي او سیسټم ته داخل سي. زموږ هر ثبت سوی ږغ سیسټم اخلي د Al ماډلونو ته ئې ور کوي او Al د پښتو د ږغونو، تلفظ او د خبرو د طرز سره آشنا کېږي. هره جمله چي موږ لولو، یا ئې ثبتوو هغه زموږ اکاونټ / ډیشبورډ کي حسابېږي. په دې سره موږ ته دا هم مالومېږي چي موږ موزیلا کي څونه کار کړی او بیا مو د شته کار آندازه په عمومي ډیشبورډ کي هم را اړوي چي نور خلک ئې وویني، چي فلانکي کس فرض مثال ۳ زره جملې ثبت کړې دي. او هلته دا شمېر په 3K شکل ښوول کېږي.

د ږغ ثبتولو لینک:

https://commonvoice.mozilla.org/ps/speak

۲ – د اورېدلو برخه / Listening:

د اورېدلو برخه کي موږ معمولاً هغه ږغونه اورو چي د نورو لخوا ثبت سوي وي. یعني د ثبتولو / Recording برخه کي چي چا جملې ویلې یا تلفظ کړې وي. هغه موږ ته را اړوي که چېري جمله د اصولو پر معیار برابره تلفظ او ویل سوې وه موږ ئې تایدوو. او که ناسمه تلفظ سوې وه. موږ ئې ردوو. په دې مانا چي کوم کلیپ ږغیږه ککړتیا نه درلوده. او جمله هغسي پکښي ویل سوې وه څنګه چي لیکل سوې وي. او په ټیټ ږغ نه وه ثبت سوې. بیا ئې تایدوو. او که ناسمه تلفظ سوې، یا ئې ږغیږه ککړتیا درلوده. بیا ئې ردوو. البته  یو ثبت سوی ږغ باید د اورېدلو / Listening په برخه کي لږ تر لږه درې کسان تاید کړي چي پروسس او سیسټم ته داخل سي. هغه ږغونه چي په اورېدلو / Listening برخه کي درې ځله رد سوي وي، سیسټم ئې نه اخلي.

د ثبت سویو ږغونو د رد او تاید برخې لینک:

https://commonvoice.mozilla.org/ps/listen

۳ – د جملو بیا کتنه / Validation:

د جملو د بیا کتنې یا Validation برخه کي د هغو جملو   ارزیایي کېږي چي موزیلا ته د ویلو لپاره داخلي سوې وي. په دې برخه کي هغه جملې چي با مفهومه او پر املاء یي اصولو برابري وي. منل؛ او چي ناسمي وي راپور یا اصلاح کېږي.
د جملو د بیا کتنې برخې لینک:

https://commonvoice.mozilla.org/ps/review

موزیلا کامن وایس په ټوله کي د پښتو ژبي په ډيجیټل کولو کي تر ټول مهم رول لوبولای سي. په اوس مهاله  وخت کي د همدې لاري څخه موږ خپله لرغونې، روانه، خوږه او نامتو آریایي ژبه د بهرنیو، ډیجیټل او نړیوالو ژبو سره سیاله او غني کولای سو. راځئ په ټولو نیم ساعت هره ورځ موزیلا ته ځانګړی  او په دې سره پښتو ته دوام داره ژوند ور وبخښو.

ژوندي دي په ژوندون کې يې شک مه لره دروېشه
لا شته په دې ټولنه کې د سا غوندې څه خلک

دروېش دُرانی

زموږ سره په دې رضاکارانه کاروان او پښتو ته د خدمت په موخه د لاندي لینک له لاري د واټساف په عمومي ګروپ کي یوځای سئ:

https://chat.whatsapp.com/Bq7ZBqRC7Ff0NW4X1VcrgQ?mode=ems_copy_t

ذبیح الله شفق

۲۰۲۵/۱۱/۶ – کابل میرویس میدان.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.