ــ زه سټرې یم، په ریښتیا چې بیخي ډيره سټرې یم!
مخامخ په چوکۍ کې ناستې ارواپوهې دې ته وکتل، دې له کړکۍ بهر د شنو ونو ننداره کوله، په بې پروایي یې زیاته کړه:
له دې به مرګونی نور څه وي، چې په ژوند کې دې هدف له لاسه ورکړې….
ارواپوهې خپلې عینکې سمې کړې، د دې خرمایي رنګو سترګو ته ځير شوه. ویې ویل:
ــ له څه سټرې یې؟
ــ له هر څه………له کوره، له کورنیه، له ټولنې، حتا له خپل ځانه…
یوه شیبه چوپتیا خوره و، بیا یې وویل:
دلته هم نه راتلم، په زور یې راوستلم.
ــ چا؟
ــ مور مې!
ــ امممم، یوه پوښتنه کولی شم؟
ــ د ځواب ورکولو حوصله هم نلرم!
یوه شیبه د ډوارو خولې بندې وې، ارواپوهې لویه حوصله واخیسته، ویې ویل:ولې داسې له هر څه سټرې یې؟
ــ نپوهیږم، خو زه پدې ښه پوهیږم، چې ته زما درد نشې درک کولای، هیڅوک یې نشي کولای…. زه فقط ارام غواړم، فقط ارام….
ارواپوهې د میز په سر د هغې په نوم ثپتې دوسيې ته سر ورښکاره کړ، ورو یې وویل:رویا، څومره ښکلی نوم!
ــ مور مې ولې دا نوم راباندې کيښود؟! کله کله وايي د دې لپاره چې زه د هغو خوب شم، خو اوس يې فقط د زړه زخم شوې یم….
ارواپوهې غوښتل د هغې د زړه خبرې راوسپړي، ویې ویل:د ژوند تر ټوله ترخه خاطره دې څه ده؟
هغې یوه شیبه د ارواپوهې سرو اننګیو ته وکتل، د دې سره هم عمره ښکاریده، خو له دې ډیره ځوانه، پرون کله چې اینه کې پس له وختو خپلې څيرې ته ځير شوه، بې شمیره ګونځې او په ویښتو کې یې سپین ولیدل، خو پروا یې ونکړه…..
ــ تر ټولو ترخه؟
ــ هو!
په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، ورو یې وخندل:ژوند مې ټول تریخ دی، لکه ترخه قهوه، چې له هرې خوا یې څکم، خوند یې یو ډول دی…
ــ لطفا پر ما باور وکړه!
نجلۍ د کړکۍ په لور کتل، ويې ویل:نشم یې کولای!
ــ زه وعده درکوم چې تا درک کوم!
ــ ومې ویل! نشم کولای!
ــ مور دې دلته راوستې، تر څو یو څه ښه شې، هغه مه ناامیده کوه!
نجلۍ سوچ کې لاړه….
ــ زه ستا دردونه ته مرهم جوړم، ماته ووایه، څه وخت دې د ژوند هدف له لاسه ورکړ؟
هغې مړاوي کتل، ارواپوهې زیاته کړه: زه باور لرم ته یې کولای شې!
ښه شیبه یې سوچ وواهه، بیا يې خوله بیرته کړه: له کوم ځایه یې شروع کړم؟
ــ له هر ځایه چې خوښه دې وي!
ــ کله چې یوولسم ټولګي کې له زده کړو پاتې شوم….په هماغه ورځ چې ښوونځي او پوهنتونونه بند شول، زما ټولې هیلې اوبو یوړې..ما غوښتل خبریاله شم، ډيره ټکره….اوفففف ورک یې کړه، زړه مې له تورو وینو ډک دی.
بیرته یې په کوچ تکیه وکړه، د شنو ونو په ننداره شوه، ارواپوهې د هغې درد درک کړ، دوسیې ته یې وکتل، عمر یې له پینځه ویشتو ډیر نه و….د میز پر سر پرتې جنترۍ ته يې وکتل، د ۲۰۲۸کال د اپریل لسمه و.
دوسیه یې بیرته بنده کړه، ځان يې په چوکۍ سم کړ، قلم یې لاس کې و، ژور یې خپلې ناروغې ته کتل، ویې ویل:
د ونو پاڼې موږ ته دا راښيي، چې له هر خزان وروسته بهار راځي…
ــ زه هغه بهار ته هیڅ امید نلرم!
ــ زما او ستا برخلیک بلکل یو ډول دی.
هغې حیران ور وکتل، ارواپوهې غبرګ څنګل په میز کیښودل، عینکې په سترګو سمې کړې، دې ته یې په ارامه وویل:ته زما په اړه څه فکر کوې؟
ــ همدومره چې خپلو هیلو ته رسیدلې یې، نه زما په شان…
ارواپوهې د هغې خبرې ورپرې کړې: ته څه فکر کوې زه په اسانۍ دې مرحلې ته رسیدلې یم، زه هم ستا په شان له ښوونځي پاتې شولم، زما او ستا په شان میلیونونه انجونې له زده کړو محرومې شوې….پوهیږې زما اوس تا تر منځ یواځينی توپیر څه دی؟
د دې تندی ګونځې ښکاریده:څه؟!
ــ همدا چې تا حالاتو ته ځان وسپاره او ما ځانته تابع کړل، ژوند سره مبارزه په کار ده، ډير کله حالات زموږ د خواست مطابق نه وي، خو موږ باید ځان ورته عیار کړو، اوس به زه یوه پوښتنه له تا وکړم، تا د ښووونځیو تر بندیدو وروسته څه وکړل؟
نجلۍ غلې وه، ارواپوهې په ورین تندي وویل:
ما هیڅکله ځان مایوسه احساس نکړ، ما د ښوونځي بندیدل د خپلو هیلو خنډ ونه ګڼه، بلکې بدیلې لارې مې ولټولې، ما انلاین ښوونځی شروع کړ، ما حتا د انترنت د فعالولو پیسې هم ندرلودې، ما به کوچنیو ماشومانو ته په کور کې درس ورکوه، بیا به مې هغو په پیسو خپلې اړتیاوې پوره کولې، تر څنګ مې د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه شروع کړل، څو څو ځلې مې د خلکو په خبرو ځان کوڼ کړ، هغو ویل، دا هر څه چې کوې، د وخت ضایع کول دي، هغو له ملنډو راپسې خندل، حتا خپلې کورنۍ مې…. خو هیڅکله مې خپل هوډ مات نکړ، لږ موده وروسته له ښوونځي فارغه شوم، بیا مې یوه بهرني پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره ازموینه ورکړه، زه بریالۍ شوم، خو یوې پښتنې ټولنه کې یوه پیغله څنګه یواځې له هیواده بهر ته لاړه شي، د خدای شکر چې خور مې بهر کې واده شوې وه، کورنۍ مې په دې شرط چې د خپلې خور په کور کې به اوسم راسره موافق شول…
د رویا سترګې مړاوې وې، د دې همت ته حیرانه پاتې وه.
ارواپوهې زیاته کړه، ته فکر کوې، ما دا هرڅه اسانه لاسته راوړي، نه داسې نده! که یې درته ووایم یو کتاب به شي، زه بیرته خپل هیواد ته راغلم او اوس نورو ته د سبا هیله ورکوم…
چوکۍ ته یې تکیه وکړه، ویې ویل: ځان مه بایله، ژوند ټول یو امتحان دی د سبا لپاره امید ولره.
رویا دیوالي ساعت ته وکتل، د جلسې وخت پوره وو، ارواپوهې د میز له سر کاغذ او قلم راوخیست، څو کرښې ولیکلې، نجلۍ کاغذ او دوسیه واخیستل، پاڅیدله، روانه شوه، تور اوږد کمیس يې ورپسې څښېده، کرمچ بوټونو بندونه یې خلاص شوي و.
ارواپوهې ور غږ کړ:سبا ته انتظار دې وکړم!
هغې مخ ور واړوه، مړاوي یې وویل: نپوهیږم!
له معاینه خونې ووتله.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.