ایلان ماسک په ټیکساس کې د تراشو (چپس) جوړولو ستره فابریکه جوړوي

34

ایلان ماسک په ټیکساس کې د تراشو (چپس) جوړولو ستره فابریکه جوړوي

د ایلان ماسک د “ترافب” (Terafab) پروژې په اړه نوي جزیات په ډاګه شوي چې د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې یو لوی ګام ګڼل کېږي.

یلان ماسک پلان لري چې په ټیکساس کې د ۵۵ ملیارده ډالرو په ارزښت د نیمه هادي (Semiconductor) او يوه پرمختللې لويه کمپیوټري فابریکه جوړه کړي.

دا پروژه د سپیس ایکس، تسلا او xAI لخوا په ګډه پرمخ وړل کېږي. د دې هدف په کال کې د یو تروات په کچه د مصنوعي ذکاوت (AI) د پروسس ظرفیت تولیدول دي.

ماسک وايي، په راتلونکي کې به د نړۍ د تراشو تولید د ده د شرکتونو اړتیاوې پوره نه کړي، نو ځکه غواړي خپله دا ظرفیت رامنځته کړي ترڅو د سامسنګ او TSMC په څېر شرکتونو باندې تکیه کمه کړي.

ياده فابریکه به د تسلا د خودکارو موټرو، د سپیس ایکس د سټارلینک سپوږمکیو او د xAI د مصنوعي ذکاوت موډلونو لپاره اړین پروسسري ځواک چمتو کړي.

د مالوماتو له مخې ياده پروژه لا هم په لومړنیو پړاوونو کې ده. تمه ده په را روانه جون میاشت کې د ټیکساس سیمه ییز چارواکي د دې پروژې لپاره پر وړاندیز شویو امتیازاتو بحث وکړي.

دا پروژه د ایلان ماسک د هغو هڅو برخه ده چې غواړي مصنوعي ذکاوت، فضايي زیربناوې او د پروسس ځواک سره یوځای کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.