دوې درې ورځي مخکي د طالبانو غایب مشر ملا هبت الله ، چي په بنده ګي قدرت او واک یې قناعت نه دی حاصل سوی، اعلان وکړ چي د ده امر باید د خدای او رسول د امر په څېر ومنل سي. ده به حتماً د قرآن شریف په هغه مبارک آیة تمسک کړی وي چي د الله ج او رسول ص او د اولی الامر اطاعت فرض ګڼي. خو ده دا خبره هېره کړې ده چي د ده رهبرانو مولوی محمدنبي، مولوی یونس خالص او د هغو ملګرو د ظاهر شاه اوشهید داوود خان د مشروع حکومتونو په مقابل کي نه یوازي بغاوت وکړ بلکه د افغانستان غلیم هیواد پاکستان لمني ته یې ځانونه واچول او زموږ ویاړلی هیواد یې د تل لپاره د پاکستان د منحوسو استخباراتو ځاله وګرځوله. د غایب ملا حکومت، د ده له طرفدارو طالبانو پرته، هیڅ افغان نه دی منلی. هیڅ ډول مشروعیت نه لري او د هغه په مقابل کي سر اوږغ پورته کول د هر شریف افغان ملي او وجداني وظیفه ده.
رویبار نن راته راوړی له وطن څخه پېغام دی
چي لښکر د ابوجهل غوره کړی بل مقام دی
ابوجهل اعلان کړی چي زما امر د خدای حکم
څوک چي نه مني زما حکم د هغه سزا اعدام دی
خدایه تا مي په تندي کي دا یوه سجده لیکلې
دې د خټو خدای اخیستی له شیطان څخه الهام دی
پر دې مځکه داسي ډیرو د خدايی جامې ګنډلي
چي دعوه د خدایی وکړي نیل یې برخه او انجام دی *
دې مېږي ته خدای په قار دی چي وزر یې دی ورکړی
خپل ټبر ورڅخه هېر دی په پردي سېل کي سرسام دی
لا تر څو راته په خوب کي شرنګوې پاني پټونه
مصلی د میر ویس خان ده باندي ناست پردی غلام دی
فرشتو په توره شپه کي زموږ د بخت قلم وهلی
بلا ډېر کلونه تیر سول په ماښام پسي ماښام دی
خدای مي غاړه بنده مه کړه کله شک راته پیدا سي
چي غایب زموږ له وطنه که پردی ملا امام دی
پر پردیو کنډولیو چي لوی سوی وي پردی وي
د بادار د رمو مل دی زموږ شپانه هسي بدنام دی
جهاني په دې وطن کي له قلمه پرهېر ښه دی
کام په برخه د ګونګیانو ژبور پکښي ناکام دی.
د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د میاشتي دریمه، ویرجینیا.
* فرعون چي د خدايی دعوه کړې وه بالآخره له خپل لښکر سره د نیل په سیند کي ډوب سو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.