د مينې او عاطفي شاعر

  ليکنه: څېره ګل عابد 

52
ناوخته مې د فسبوک پاڼه خلاصه کړه ګورم، چې پر ټولنيزه رسنۍ کې د پښتو ژبې ملنګ، عاجز خويه، رنګينی، ماناداره، عاطفي او اهنګين شاعر، چې په ظاهر ساده مګر په حقيقت کې يو رنګین شخصيت انځورونه ښکته او پورته کيږي.
د ځينو ليکنو ته لږ تم شوم، چې د می څلورمه پښتو شعر د باغ ماليار اويايمه کاليزې په وياړ د دې سترې هستۍ د درناوي لپاره هر څوک د خپل فکر څخه ډول ډول لفظونه دده د ستاينې لپاره وړاندې کوي.
ما هم خپل قلم ددې پراخ فکره شخصيت د درنښت لپاره د ادب په ورشو کې رنګینو کليماتو پسې وڅرخوه ترڅومات ګډ الفاظ مې سره راټول کړه، ګويا چې زه يې هم د پښتو ژبې د لوړتيا لپاره ددې غني شخصيت ته د څو رنګين الفاظ د نثر په رنګين تار کې د دسپيڅلي تقدس لپاره يو اميل جوړ کړم.
ای ګرانه لوستونکيه!
ستا به اندېښنه لا زياته شوي وې، چې دا به څوک يادوي، زه په عبيدالله درويش دراني غږيږم هغه چې
ژوند په دې اووه لسيزو کې ډيرو لوړو او ژورو سره مخ شو، مګر بيا هم د پښتو ژبې لا غني کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او کوي.
هغه په خپله وايي:
ليک د يار راغلے دے دروېش ته، دے يې نۀ لولي
وجه يې دا  ښيي  چي ليکلے په  پښتو  نۀ  دے
علامه سيدجمال الدين افغان څه ښه ويلې دي:
«موږ په ژوند د چا قدر نه پوهېږو او نه يې کوو مګر کله چې له لاسه ورکړو بيا يې په ستاينې نه مړيږو».
رښتيا چې دلته د مړو ستاينې بازار ښه ګرم دی،(ما په مړو کې خراب یا بد سړی نه دی لیدلی مګر په ژوند کې لا ښه سړی نه دی پيدا شوی) راځئ دا دود او هڅوب پريږدو د خپلو مشرانو او سترو هستيو ستاينه ددوي پر ژوند وکړو.
د درويش دراني صاحب نن پر موږ دا حق جوړيږي، چې د ژوند  اوو لسيزو کړنو درناوی دده پر ژوند وکړو. ځکه
د پښتو ځولۍ لا پراخه کولو لپاره يې خپل رسالت ادا کړی او ادا کوي.
هغه نوې نسل ته څو ګټور آثار په واک کې ورکړي دي.چې دده شعر د افراط او تفريط له ناروغۍ په امان دی،  ډير ساده، سليس او روان، خو هر اړخيز موضوعاتو ماله مل دی.
د هر چا لپاره د پوهېدو وړ دی.البته هر بيت يې پر خپله ځولۍ کې کتابونه کتابونه خبرې لرې.
همدارنګه يې د نثر هر جمله په داسې رنګينو الفاظو رغولې ده، چې په تحليل يې کتابچې ډک کيږي.
درويش دراني په شخصيت ډيرې خبرې کيږي او ليکل کيږي، خو زه ورته ده د زوکړی د ورځې  په پار دا لنډه ليکنه دده تقدس ته وړاندې کوم.
دا يې د شعرونو څو بېلګې:
دروانی صاحب د ژوند مدار داسې څرخوې، چې بايد ژوند څخه خوند واخيستل شي د مينې او ښيګڼې پرته بل څه نه وي ځکه هغه د دوست علاوه دښمن ته هم بد نه غواړي او نه ورته د مرګ لاسونه لپه کوي. لکه چې وايي:
موږ يوو په هر حال کې پلويان د ژوند
غوښتی مو دښمن له هم مرګی نه دی
                              =                 =               =
دروانی صاحب په ځينو خلکو کې د نفاق مريضتيا موجويت له مخکې درک کړی ولسونه خبروي د هغوي پر وړاندې يووالي ته يې رابولي د جنګ او نفاق نفرت او کرکه ساتي.
په دې خلکو کي پخوا وه او اوس هم شته
د  نفاق   لویه  بلا  وه  او  اوس  هم  شته
  دروانی صاحب دې غزل کې  خپل لاسونه لپه کوي او د وينو د بندو لپاره غوښتنه کوي او د جنګ پايته رسيدو لپاره يوه نسخه وړاندې کوي، چې هغه يووالی دی، زه يې ټول غزل نه تحليلوم بلکې راځئ ستا يې راسره ولولئ!
چې بيا نه تُوره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي
باداره.  ! دغه جنګ    دې د وطن آخري    جنګ شي
که ﺯړونه     سره يو کړو  او   لاسونه     سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه      شي دا     بوټي به لونګ    شي
تر څو به دوي     په کلي کلي  ګرځي     دا  به وائي
چې دا مېنه دې ورانه شي او هغه کور دې ړنګ  شي
زمونږ زلمي     چې جنګ ته هڅوي     نو ورته  وائي
چې هسې که مو    کېښودې نو تورې به مو ﺯنګ شي
ته بله      ډيوه نه ئې او     که     چرته ډيوه هم شې
له ما   به هيله نه کوې     چې دا  به مې    پتنګ شي
که ګورې     له لستوڼي به  ئې     سور خنجر  راوځي
درويشه.  ! چې روان درسره دلته څوک په څنګ شي
يو بل خوندور غزل
له اشنا سره کاته غواړم چي وشي
کېداى نه شي مګر زه غواړم چي وشي
 چي د ښکلو پام و ماته هم را واوړي
 په دې اړه څه نا څه غواړم چي وشي
 دا چي نه غواړم راتګ ستا خو نو دلته
 هغه کېږي چي زه نه غواړم چي وشي
 په لېمو خو مو ډېر څه سره بيان کړل
 څه خبري اوس په خوله غواړم چي وشي
 اشنا وايي   يو   باران   د   تېرو   غشو
 اې دروېشه! ستا پر زړه غواړم چي وشي
                            پای
 1402/2/14

د عمرانې بنسټونو رغوونکی او د فکرونو پالونکی انجنیر ستانه میر زهیر ژوند او فن

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.