یخ مې په مخ داسې رالګیږي لکه اغزي چې ورڅخوې. د مازدیګرني لمر پیکه وړانګې په پناه کېدو دي. لس دقيقې به کیږي چې جانباز کاکا یې روغتون ته وړی دی. د کرکټ لوبې ته ناست وم، لاندې د دوی په کور کې شورماشور شو، د باندې راووتم دوو ځوانو زامنو يې جانباز کاکا په نسواري رنګه شنه توس کې پیچلی راویست، نه پوهېږم بې هوښه به و که به له تګ نه لویدلی و. د هماغه راهیسې دلته ولاړ یم. لاندې چې موټر تیریږي، ټایرونه یې په یخ وهلې واوره ټکا کوي. کوټې ته مې زړه نه کیږي، ټول فکر مې د جانباز کاکا سره دی، دی سپینږیری دی خو چې روغ و، زما سره یې لکه د همزولي داسې کيسې کولې، درس یې ویلی و او تر ډیره وخته په یوه اداره کې مامور پاتې شوی و؛ بیا یې چې د تقاعد وخت رالنډېده، ذهني ناروغي ورته پیدا شوې وه، د معدې او شکر ناروغیو هم په دومره خلکو کې ده بیچاره ته زړه راښه کړی و. کله به چې له پوهنتون نه راتلم دی به د کوڅې له دوکاندار سره په بنډار و، خپله امسا او د ګولیو پلاستيکي خلته به یې په زنګنونو اېښې وه، په ما به یې چې سترګې ولګېدې، په بریتو کې به موسکی شو، یوازې به یې سر راته وخوځاوه، زه به چې ورغلم، خامخا به یې د رحمان بابا يو بيت راته زمزمه کاوه. د ده ادبیات او شاعري خوښېدل، یوه ورځ يې راته ویل چې د رحمان بابا ټول دېوان یې په یادو زده دی.
د دوی کور غټ دی، لمسيان یې نیږدې ځوانان دي خو میرمن یې کلونه وړاندې وفات شوې. یوه ورځ یې د کوڅې د دوکان سره کیسه راته کوله، میرمن یې مهربانه وه، تر زامنو یې د ده خیال ډېر ساته خو د ده نه وه خوښه، ده په ځوانۍ کې بل ځای زړه بایللی و. کله به یې چې طبیعت برابر و د خپلې معشوقې کیسې به یې راته کولې مغشوقه یې لکه چې ګل بشره نومیده، کله به یې چې په یادونو کې ډوب شو، مړې اوښکې به یې په سپينه ږيره کې راوتویې شوې.
جانباز کاکا چې څو ناروغیو او بوډاتوب راګیر کړی، ټول کور یې ورسره تنګ دی، یوه ورځ يې پوښتنې ته ورغلم، راته ویل یې: “زامن مې مشوره نه راسره کوي، نږورانې مې فکر کوي چې زه لیونی یم، ټول داسې دي لکه زما مرګ ته چې په تمه وي.”
بیا یې ستونی راډک شو، خپله خبره يې پسې اوږده کړه: “پرېږده یې زویه! وايي چې د شپېتو شي نو د ويشتو شي.”
….
لمر ډوب شوی دی، زه لا د باندې ولاړم یم، له لرې جوماته د ماښام اذان غږ راځي، ساړه مې ژامې رېږدوي، د کرکټ لوبې ته مې زړه نه کیږي. په جانباز کاکا پسې مې اندېښنه ده، د کوڅې په بر سر کې یو موټر ښکاري، ښايي دی به یې راوستی وي. لکه خوب چې وینم چوپتیا ماتیږي، یو زړه ماتونکی خبر مې په غوږنو راننوځي: “جانباز کاکا مړ شو” شاته ګورم، ورور مې د د دوی کور خوا ته ور کښته کیږي. هک حیران یم، لکه دا هر څه چې دروغ وي، کوټې ته ننوځم، د کرکټ لوبه لا هم روانه ده، د افغانستان یو لوبغاړي محمد نبي سلیزه وهلې، تبصره کونکي د دې لوبغاړي د عمر یادونه کوي چې دی په کرکټ کې تر ټولو زوړ او د ډیر عمر خاوند دی خو ښایسته کرکټ کوي. بل يې خبره ورپرې کوي: “شراب چې څومره زړیږي هغومره خواږه کیږي.” ريموټ رانه ورک دی چې ټلويزون بند کړم، باید لاندې ورکښته شم.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.