!د رسنیو نړيواله ورځ مو مبارک

ليکوال : حبيب الله غمخور

53

د مطبوعاتو نړيواله ورځ مو مبارک !

روزجهانی مطبوعات به تمام کارکنان مطبوعات ازصميم قلب تبريک ميگويم .

د افغانستان د ژورناليزم د پلارمحمود طرزی ياد دې تل ژوندي اوابدي وي .

د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په ۱۹۹۳ کال د می دریمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالي ورځې په نوم ونومول سو ل .

زه دمطبوعاتودجونگړی ديوه غړي په توگه دمطبوعاتودنړيوالی ورځي په مناسبت دهيواد اونړۍ ټولو مطبوعات چيانو، قلموالو، ليکوالو، پوهانو، ژوناليستانو، د مجلو، اونېزو اومهلني خپرونو او ويب پاڼو مسولينو، د ډله ايزورسنيواوټولوهغوته چي په شکل د شکلونو د مطبوعاتوسره تړا و او اړېکه لري د زړه له کومي مبارکي وايم  .

ددې درنې مطبوعاتی کورنۍ ټولوباشهامتو او پرانسانيت مينو ته خوښ ژوند ،له انسانيت او انسانی حقوقوڅخه ددوي ددفاع په لارکي دعلمی اومسلکي هڅودزياتوبريا وهيله کوم .

زه ددې مسلک ديو مينوال په توگه ژونديو ژورناليستانو اودمطبوعاتوکارکونکوته د روغتيا د خوښيو اومسلکی برياو سره مل اوږد ژوندغواړم . په افغانستان اونړيواله کچه رانه تللو د مطبوعاتو د انسانی چوپړ خدمتگذارانو او شهیدانو روح ته دعا کوم اوپه غم یې غمجن يم . روح دې ښاد اوياد دې تل پاتی او ابدي وي.

نن په ټوله نړۍکي د مطبوعاتو نړيواله ورځ په مختليفو بڼو لماځل کېږي، خو متاسفانه زموږ په هيواد کې د مطبوعاتو پرآزدۍ پر افغانستان دتپل سوو  چارواکو لخوا دټولو نړيوالو اوصولو خلاف په مختلفو بهانو داسي بنديزونه لگېدلی اوپه سلگونه ډله ايزي اومطبوعاتي رسنۍ تړل سوی دي چې بشري تاريخ یې ثاری نلري، هغه رسنۍ چې خوښه سوې نده هغه یې تړلې اوځينی ژورنالستان یې زندان ته ليږلۍ اويا فرار ته مجبورکړی دی.

زما له نظره انسانيت او خپل مسلک ته د يوه متعهد او وفادار ژورناليست او مطبوعاتی دنده د يوه ډاکترله دندې سره برابره ده. که ډاکتر دمسلکي اړتياو له امله سپينه چپنه اوکالی اغوندي، خو ژورناليست بيا دلبا س کوم معين فورم نلري، ولي که ډاکتر له ناروغانو سره مرسته کوي او د هغوي ژوندساتي، نو يوژورناليست او مطبوعاتي هم انسانانو ته هغه څه چې د دوي په، سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنگی چاپېريال کي څه  تېرېږي رسوی او له اورېدونکو سره رواني او معلوماتي مرسته کوي .

بلې دوستانو !

سږکال يوځل بيا  د مطبوعاتو نړيوا له ورځ  پداسې شرايطوکي لمانځل کېږي چې ګڼ شمېر هېوادونو دهغه جملې افغانستان کي دخبریالانو ژوند له زور زیاتي او مختليفوګواښونو سره مخامخ دی ،هرشېبه دهغه ژورناليست ژوند له گواښ سره مخامخ دی کوم چې غواړي خپلو اورېدونکو اومينوالوته رښتيانی معلومات ورسوی  .

د رسنیو ازادي د ترنامه لاندي په يوه خبر کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” په خپل  دغه راپور کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو او افغان خبریالانو د وضعیت په اړه ویلي چې خبریالان او رسنۍ د مختلفو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي

د آزادو رسنیو مدافع بنسټونه وایي چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ تر دوو کلونو په ډیر وخت کې د رسنیو د فعالیتونو په اړه ۱۷ محدودونکي لارښوونې یا تګلارې صادر کړي دي.

” د دغو فرمانونو له لارې دوی غواړي خپلې کړنې پټې کړي او نه غواړي دنیاوال پرې خبر شي. د هرې ورځې په تېرېدو سره رسنۍ د کمېدو په حالت کې دي، خبریالان نه شي کولای چې د زړه حال ووایي، نه شي کولای پر طالبانو نیوکې وکړي، هغه خبرچې لیکلي، د دوی په خوښه یې لیکي. فکر وکړی چې رسنۍ په داسې وضعیت کې وي، هغه به څه د بیان ازادي وي؟.”

” ټول فرمانونه چې د خلکو پرژوند د محدودیت په هدف د طالبانو له خوا صادریږي، موخه یې دا وي چې د خلکو اعتراض او د حق غوښتنې غږ چوپ کړي. د هغه چا په ضد غږ چې لومړني حقونه یې ترې اخیستي.”

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، کورنۍ رسنۍ یوازې هغه څه راپور کولای شي چې د حکومت په خوښه وي.

هغه خبریالان چې له آزادو رسنیو سره د کار تجربه لري، وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی په شدید ډول محدود او په ځنو مواردو کې ناممکن شوی دی .

ډېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه د آزادو رسنیو له پاره په پټه کار کوي، رسنیز تولیدات بې د خبریال د نوم او هویت له ذکر کولو څخه خپریږي چې دا د خبریالانو له پاره زورونکې ده .

پدې هيله چې يوه ورځ ژورناليست وکولاي شي هغه رښتيانی معلومات ترخلکو ورسوی کوم چې تېرسوی وي اوددوي ژوند دمسلکي سپېڅلتيا له امله دگواښونو له خطره په امان اوسي .

د مطبوعاتو دې ټولوباشهامتو او پرانسانيت مينوته خوښ ژوند او له انسانيت اوانسانی حقوقوڅخه د دوي دعلمی اومسلکي هڅو د دفاع په لارکي دزياتو بريا وهيله کوم . دښمن مو خوار اوزبون اوسۀ .

د کارگرانو نړیوالی ورځي تاريخ ته لنډه کتنه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.