ټیټ پوړی مامور/ اوومه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

52

 ……په تیر پسي

1375 هجري کي کله چي لمړي ځل د طالبانو لاسته د جلال آباد د ښار  ولوید  په سباني سهار يي شاوخوا نهه بجي مور مي ماته د اوبو د راوړلو وویلي، (د پاکو اوبو سرچینه د کوڅی سر کي د بمبي یوه څاه وه چي د کومي موسسي دخوا کښل شوي وه) ما هم د اوبو راوړلو په نیت دوه سطلونه راواخیستل او کوڅي ته راووتلم، په دي ورځ کوڅه کي د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه د نورو ورځو په پرتله ډیره کمرنګه وه، حتا د کوڅی د سر دکانداران هم د نورو ورځو خلاف چي وختي راوتل لا نه وو راوتلي، یو ګاونډي چي ما ولیده نوی د خوبه راویښ شوي وو او ما سره څو ثانيی مخکي وروسته راوتلي وو راته يي وویل:

 ایله مي نن شپه ارامه خوب وکړ، شکر چي غله ورک شول.

فکر کوم اکثر د محل خلک چي د وسله والو غلاو دلاسه شپو شپو ویښ پاتي کیدل، له ډیره وخته وروسته يي فرصت پیدا کړي وو چي یوه سترګه آرامه خوب وکړي.

د معمول سره سم کاکا (پلار) مي خپلي دندي ته ولاړ خو زه کور کي پاتی شولم، په دي ورځ د ښوونځی د پیل هم چا څه ونه ویلي او اکثر متعلمین کورو کي پاتي وو، مازدیګر مهال چي د کلي جومات کي مو لمونځ وکړ، راوتلو وخت کي یو ډاټسن موټر ته متوجه شوم چي جومات ته نږدي ولاړ دي او تري لږ ها خوا د محل یو شمیر کسان سره راټول شوي او خبري کوي ، زه هم د ګڼي ګوڼی ځاي ته ورغلم تر څو د پیښي نه ځان خبر کړم، رسیدو سره متوجه شوم چي زمونږ یو ګاونډی چي سن و سال کي منځني عمر څښتن وو یو طالب ته په خبرو بوخت وو او ورته يی وویل:

 باور وکړه له څو میاشتو پس ما ایله نن شپه ارامه خوب کړی.

 طالب وسله وال یواځي یو کس وو او کلی ته راوتلی وو چي د خلکو سره خواله وکړي چي حالات څنګه دي خپله وسله يي هم د موتر شاته ایښی وو، دی وخت کي زمونږ د ګاونډي د خبرو تر اوریدو وروسته وسله وال طالب مسک شو او ورته یی کړه چي:

 ماما ډیره بي غمي هم نه ده پکار داسي نه چي درنه بي غوری وشي زمونږ حمایوي ځواکونه لا نه دي رسیدلي ځیني نن شپه او بعضي شاید سبا ته راورسیږي، بنا د ښآر د امنیت دپآره طالبانو حمایوي ځواکونه کم دي، دي برخه کي ولس باید همکاري وکړي، که نور څه نشي کولي نن یعني راتلونکي شپه باید لږ بیداره اوسیږئ تر څو څوک زیان در ونه رسوي، د نویو کسانو په رارسیدو به نور مشکل نه وي انشا الله.

د طالب د پورته خبرو اوریدو سره د محل سپین زیري چي د مسجد نه راوتلي وو نوموړي ته ډاډ ورکړ چي هر ډول خدمت ته آماده دي که قول اردو ساتلو دپآره کسانو ته اړتیا وي دوي ورسره کسان لیږي، طالب د منني او کور ودان په ویلو سره ادامه کي وویل نه هغه ته ضرورت نشته، زه ویښ یم انشا الله او دي سره غوښتل چي خداي په اماني وکړي، دي وخت کي زمونږ د محلي یو مشر ورته وویل چي ماښآم ډوډی زه درلیږم ته زحمت مه کوه ماته مو د انديوالانو تعداد ووایه چي زه آمادګي ونیسم. طالب تري مننه وکړه او د عمومي الله په اماني ویلو سره خپل ډاټسن ته وخته او ولاړ.

دغو تحولاتو څخه وروسته نو زما شوق خبرونو ته ډیر شوی وو او بي بي سي او امریکا غږ مي کاکا سره یو ځآي هره شپه اوریده، او ځيني ورځي به وحدت ورځپاڼي پسي ښار ته هم تللم. د طالبانو د پرمختګونو ګزارشونه مي اوریده چي د ننګرهار نه وروسته د کنړ او لغمان طرف ته روان وول، همدارنګه په سروبي کي د شورای نظار او حزب اسلامي د ګډ ایتلاف په هکله چي د کابل په استقامت د طالبانو د پیشرفت د مخنیوي په خاطر رامنځته شوی وو خبرونه نشریده.

د 1375 کال د میزان د میاشتي په شپږمه نیټه د بي بي سي راډیو شپني خبر کي مو واوریده چي طالبانو د کابل د نیولو وروسته پخوانی ولسمشر داکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو له دفتره ایستلی په دار او اریانا چوک کي ځړولی، د وحدت ورځپانه په خپله یوه ګڼه کي ددي پیښي یو عکس  چاپ او خپور کړي وو، دا پیښه ټول وطنپاله افغانانو ته یو ډیر بد او زړه بوږوونکي خبر وو، د  داکتر نجیب الله د وژلو په اړه هغه وخت هم بیلابیلو رسنیو او خلکو رقم رقم تحلیلونه وکړل خو د پیښي اصلي ماجرا تر ننه هم ګونګ او نامعلومه پټ پاتي شوی. دپیښي مسولیت طالبانو په غاړه واخیسته او اعلان يی وکړ چي د محکمي د پریکړي له مخی يي دا کار کړئ، دا محکمه څنګه؟ چا؟ په کوم ځاي کي دایره شوي وه؟ خپله د محکمي حیثیت څومره وو هغه پوښتني دي چي تر ننه چا يي ځواب نه دي موندلي،  پیښه که د هر چا د خوا، په هره موخه وه د هیواد د یو پخوانی ولسمشر دا رنګه پرته له رسمي او قانوني محاکمي یا د صحرايی محکمي په حکم وژل د افغانستان ملي وقار او حیثیت ته ستره صدمه وارده کړه. ځکه خو نن هم ددي پیښي اړوند افغانان د پردي او بیګانه اغیارو د پییغوره نه دي خلاص او راتلونکي تاریخ کي به هم نشي تري خلاص.

د طالبانو په راتګ سره پخواني جهادي اکثره قمندانان وطن پریښود، خو ددوي شتمني لکه مجللي بنګلي (بلډینګونه)، موټري او نوره شتمني په ځاي پاتي شوه. دغه جایدادونه ورو ورو او په تدریج بیا د طالبانو لوړ پوړو غړو لاسته ولویده. دي منځ کي زمونږ د پلار ماما ګني کي یو جهادي قمندان وو چي زلمی ډک ډک نومیده، نوموړي د حزب اسلامی قمندان او د ننګرهار ولایت ځينو سیمو کي د ولسوال په حیث دنده تر سره کړی وه، د تحول نه پس حاجي زلمي  هم خپل کور پریښود او خپله سویزرلند ته په تیښته بریالي شو، د زلمي ورونه، خسر ګني او لمړي درجه خپلوان د طالبانو د ویري جرئت نشول کولي چي کور تصاحب کړي او یا پکي میشت شي، دي حالت ته کتو زمونږه کاکا د زلمي ډک ډک د پلار حاجی سید عالم سره تر مشوري وروسته د طالبانو تر کنترول یوه اونۍ پس خپله کډه د نوموړي کورته چي جلال آباد کي د ایران د قونسلګری سره نږدي سیمه کي پروت دی انتقال کړ، کاکا چي شپي کورته راغي مور ته مي د کډه کولو دپاره د امادګي وویلي، مونږ ډينا موټر کي کالي بار او زلمي کورته مو انتقال کړ، د زلمي د کور ټول  لوزام په ځاي پاتي وو معلومیده چي په عجله او پرته له مخکني آمادګي يي کور ترک کړی وو، کاکا مو هدایت وکړ چي د حاجي زلمي څخه  ټول پاتي  لوازم باید دوه خونو کي منظم شکل کیښودل شي، تر څو ضایع او استهلاک نشي،  او ورته وساتل شي، او دا يی هم وویل چي څوک حق نلري دي کوټو ته ننوځي او یا د هغه وسایطو نه استفاده وکړي. د طالبانو په دویم کال د قمندان زلمي میلمستون د طالبانو د امارت د شاروالي له خوا تر تامیناتو راغئ په دي وجه کاکا مو هره میاشت یو مقدار معلومي پیسي د ملیمستون د کرايي په ډول د جلال آباد د ښاروالي حساب کي جمع کولي. مونږ تر 1379 کاله پوري په همدي کور کي دیره وو. چي بیا وروسته د ننګرهار ښاروالی د طالبانو یو محلي قمندان ته په کرایه ورکړه، او د شاروالی د هدایت په اساس مونږ هغه کور ترک کړ.

د طالبانو د امارت تر واکمنیدو نږدي دوه اونۍ وروسته د مکتبونو او تعلیمي ادارو د پیل خبر راغئ او اعلان وشو چي ښوونځي پرانیستي دي او زده کوونکي دي خپلو درسونو ته حاضر شي. زه هم د نورو ټولګیوالو په شان  ننګرهار لیسي ته ولاړم، د ننګرهار د لیسي تعلیمي فضا بدله وه، د شاګردانو تعداد کم شوی وو، ځیني ښوونکي هم چي شاید موقع يي ځانته مناسبه لیدلي وه چي بهر د مکتب نه کارونه وکړي ښوونځی کي تدریس ته نه حاضریدل، نږدي دوو میاشتو پوري همدا حالت وو، یواخينی کس چي غیر حاضري نه کوله او دوامداره هڅي يي کولي چي استادان او شاګردان درس ته حاضر کړي د لیسي مدیر عبدالبصیر خان وو، تر دوو میاشتي وروسته نور د لیسي تدریسي فضا نسبتا ښه کیدو خواته روان شو.

د ملا عمر په مشری  طالبانو په لمړي ځل راتګ سره په سیاسي فعالیتونو کي د زده کوونکو څخه استفاده منع شوه، درسي نصاب کي د اسلامي ثقافت ساعتونه لا نور زیاد شو، شاګردانو باندي لونګي تړل، خوله په سر کول، په مشرانو شاګردانو او استادانو ږیره پریښودل اجباري شکل غوره کړه، ددي هر څه سره سره څیني نوي کلیشي هم د متعلمینو په ورځنیو ادبیاتو کي ننوتل، کومي کلیشه يي جملي چي د جهادي تنظیمونو په وخت کي افغانانو کي رایج شوي وي اوس ورسره ځينی نوري کلیشي هم ور اضافه شوي، مثلا دا کلیشه چي وطن خو لوستو خلکو خراب کړی، بنا ډیر تعلیم هم په درد نه لګيیږي، دوي به په مثال کي د برهان الدین رباني، ببرک کارمل، داکتر نجیب الله یا تر دوي مخکي مشران ورکړ چي دوي خو با سواده وو مګر وطن ددوی د لاسه وران او کنډواله شوی، بله کلیشه به دا وه چي کمپیوټر د شیطان سینګار بکس دی، یا دا چي عصري ساینسي مضامین علم البطن (خیټولوژي) دی، او دا یواځي یو مسلک کیدلی شي خو علم نه، ددوي له نظره علم دیني متنونه دي چي په مدارسو کي تدریس کیږي، طالب پلوه استادان، د مساجدو امامان هم د طالبانو په پلوي او د پخوانیو رژیمونو په رد بد پسي ښه ډیر تبلیغات کوه، تلویزیون لیدل، رادیو اوریدل، عکس اخیستل، ازاده مطالعه، ټولنپوهنه او فلسفي لر لیدونو څخه با خبري هر څه د کفارو دسیسي او د مسلمانانو د وخت د ضایع کولو اسباب وګڼل شوي او پری بندیز ولګول شوو، دا وخت کي  نو د تبلیغاتو ستر مرکزونه مساجد وول چي خپله د طالبانو او ملایانو لاس کي وو.د انجونو په زده کړو د ښځو په کار هم کلک تحریمونه وضع شول او ښځه یا د کور شوه یا د ګور. ننګرهار رادیو تلویزیون چي هغه وخت کي نظر محمد مطمین په نوم یو طالب يي ریئس وو یواځي راډیويي ماښامني نیم ساعته خپروني درلودي، چي د طالبانو په پلوي د خبرونو سربیره یوه ترانه او کوم ملا چي د خلکو استول شوو پوښتنو ته يي ځوابونه ویل نور څه نه تري اوریدل کیده، شرعیت په نامه اونیزه چي یواځی د طالبانو د پرمختګونو په اړه يي لیکني خپرولي نوري ازادي رسني خو اصلا وجود نلره، دغه دور کي ټول دولتي رسمي لوړ بستونه د ملایانو او د مدرسي د فارغینو ترمنځ وویشل شوي، عصري (مډرن) دولت داري، او ښه حکومتولي نور یو خوب او خیال شوی وو.

پلازمینه کابل کي د کابیني په تشکیل کي د امر بالمعرف وزارت تاسیس او ولایتونو کي څانګي (ریاستونه) په فعالیت پیل وکړ، جلال آباد ښآر، ګڼ میشتي سیمي، پوهنتونونه او لیلي  کي هم ددغه ریاست د  مُحتَسِبینو   ګزمي او څآر پيل شوي، پدي توګه ښځي او زلمکيیو په ښار کي ګرځيدل سخت شو.  مُحتَسِبین د حجاب، خولی یا د ږیري په پلمه د ځوانانو نیول، تحقیرول، وهل او بندي کول پیل کړي وو، د ټولني ځوان او لوستی قشر نور هیڅ ډول مثبته آزادي نلرله او تر دوام داره څار لاندي وول.

1376 کال کي زه د حمل په لمړی ورځ ښوونځي ته لاړ نشوم، ملګرو سره مو مشوره وکړه چي سبا د نوي کال ورځ ده چرته به چکر ووځو او یو څه به تفریح وکړو، خو کله چي د حمل په دویم ورځ ښوونځي ته ولاړم، سهارنی لین په سر مدیر عبدالبصیر خان د ټولو صنفونو حاضري واخیسته، دا چي زه یوولسم الف کي وم او الف صنف د قطار په اول لین کي ولاړ وي ځکه نو لمړي زمونږ د ټولګي حاضري يی واخیسته، کوم زده کوونکي چي د حمل په لمړی نیټه حاضر وول هغوي ته يي صنف ته د تګ او کوم متعلمین لکه ما غوندي چي نه وو راغلي او  غیر حاضر وو ورته به يی ویل چي لمړي  کلیمه ووایه او په اسلام ایمان بیا تازه کړه، دلیل يي دا وو چي تاسي نورزو نمانځلي او نوروز نمانځل د زردشت د دین اصل وو بنا له اسلامه وتلي یاست، بیرته له سره ایمان راوړئ. دا خبره ماته ډیره جالبه په دی وه چي لمړي ځل ورسره مخ شوم. کنه يی تر دې مخکي خو د نوروز په ورځ به زمونږ دکلي ملایانو د جنډی په جګولو کي د خپل ولس سره يی ګډ جشن جوړاوه. په هر صورت ما کلمه وویلي او ځآن مي تري خلاص کړ.په دا ډول خبر شولم چي نوروز لمانځل هم بند شوی او دطالبانو په امارت کي دا ورځ هم نور نه نماځل کیږي.

1375 کال د طالبانو په لمړی ځل واکمن کیدو سره هغه وخت د ملګرو ملتونو په بشري مرستو کي هم د پام وړ کموالی راغئ، طالبانو افغانستان کي د زیادترو نړیوالو موسساتو فعالیتونو باندي بندیزونه ولګول، په دي توګه  زیادتر موسسات خپل دفترونه پیښور او د پاکستان نورو ښآرونو ته انتقال  او ورسره هم مهاله ملګري ملتونه خپلي مرستي کمي کړي چي د مرستو کمیدل د عامو خلکو په ورځني ژوند مستقیم اثروغورځاوه، د طالبانو امارت د خلکو د ژوند او ټولنیزي رفاه دپاره کومه پرمختیايی برنامه نلرله، د ملا محمد عمر تر مشري د نوي حکومت ادعا دا وه چي حکومت يي په یو تپل شوي جګړه کي ښکیل دی او د هیواد بنسټونه مخکي د تیر حاکمیت په دوران کي نړول شوی او له منځه تللی، ځکه نو د دوي امارت یواخي د خپل واک لاندي سمیوکي د پاټک سالارانو په ورک کولو سره دخلکو فزیکي امنیت ساتلی شي، مګر د کافي بودجي د نشتون په وجه  خلکو ته عامه خدمات نشي وړاندي کولي، په دې توګه د ولس د اقتصادي او رواني امنیت د تامین مسولیت هم طالب مشرانو په غاړه نه اخیسته. همدا ډول په نړیواله ټولنه کي د طالبانو د امارت انزوا او نه رسمیت، د امریکي او د هغه د متحدینو د خوا په طالبانو اقتصادي بندیزونه هغه څه وو چي په عامو خلکو يی د ژوند حلقه تنګه کړی وه. …. نور بیا

ټیټ پوړی مامور/ شپږمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.