کله چې جمهوریت سقوط شو، د نورو چارواکو غوندې زموږ د ولسوالۍ قوماندان هم له هېواد نه وتښتېد؛ نور خلک به نورو ځایونو ته تللي وي، خو دی متحده عربي اماراتو ـ دبۍ ته ولاړ؛
پاسپورت مې جوړاوه، نو ځکه ما هم د افغان پست ادارې فېسبوک پاڼه تعقیبوله او چې یوه ورځ مې کتل:
نو د اولادونو او مېرمنې نومونه یې په لېستونو کې وو او بیا هغوی هم ورسره یو ځای شول.
پینځه ـ شپږ میاشتې نه وې شوې، چې فېسبوک کې یې د موټرو د یوه پلورنځي د افتتاح ویډیو خپره کړه او دادی اوس افغانستان او… ته موټر راوردوي او هالته یې لوی شورم جوړ کړی.
دا خو یې خیر؛
مګر ښایي داسې هیڅ افغان به ونه موندلی شي، چې په متحده عربي اماراتو کې د حمدالله محب له شرکت او یا په هندوستان کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او په نورو و نورو هېوادونو کې د نورو چارواکو له پانګونې حال نه لري.
په اوسني نظام کې زموږ د سیمې یو چارواکی د کوم وزارت د بهرنیو اړیکو مرستیال دی؛ نوره پانګه به یې ښایي وي او یا نه؛ خو زموږ د کلي ترڅنګ یې دری ځایه خوا او شا ۲۰۰ جریبه ځمکه پېرلې؛ له همدې ۲۰۰ نه نږدې ۱۵۰ جریبه ځمکه د ژورو څاګانو په مرسته اوبوي، دوه د چرګوړو فارمونه پکښې شته او په ټوله کې ورسره هره ورځ څه باندې ۲۰ تنه کارګر په کار بوخت وي؛
هېر مې نه شي، همدې کلي کې یې دوو کسو ته دوه ـ دوه سوه پسونه هم اخیستي، هغوی ته یې خپل معاش ټاکلی او رمې څروي؛ یو بله خبره هم دلته د یادونې وړ ده، چې ویلي کېږي دوه ـ دری انجوګانې یې هم تاسیس کړې او له هماغه خپل مؤقف نه په استفادې ورته بېلابېلې پروژې اخلي.
زموږ سیمه کې یو بل کس هم شته:
وړاندې یې یو موټرسایکل، یو پاکستان لاس فیلډر موټر، ۲۰۰۰ تاکه د انګورو باغ او نږدې ۵۰ جریبه ځمکه لرله؛ همدا دری ـ څلور کاله وړاندې چې په واک کې شوی، له هماغو وختونو راهیسې یې خپل کلي کې یو داسې کمپلکس جوړ کړی چې:
یو ۲۰ بستریز روغتون، یو ښوونځی، یو انستیتیوت، مجهز کمپیوټر لب او لابراتوار، مدرسه، مسجد، د والبیال او فوټبال میدانونه او ګڼې نورې آسانتیاوې لري.
همداسې ښایي تاسو هم چېرې لیدلي ـ کتلي او یا اورېدلي وي؟ پورتنی متل هم که له یوې خوا تر همدې ذکر شویو کیسو را یاد شو؛ نو له بلې خوا یې د اولس دا حالت هم ذهن ته را وسته چې:
یوه ورځ ماسپښین له جومات نه رابهر شو، که مو کتل نو دوه موټرسایکل سپاره راته ودرېدل؛ له سلام و جوړ پخیر وروسته یې ووېل:
سبا به ستاسو د مسجد کور و سړی له بېلچو و ګاډیو/ لاسي رېړیو سره د سرک جوړولو ته راشئ!
جاوید ووېل:
ژرنده هماغه ژرنده ده، فقط اسېوان ـ ژرنده ګړی یې بدل شوی!
د موټرسایکل شاتني سپور ووېل:
دغه دې څه ووېل؟
حاجي سردار مداخله وکړه:
قاري صېب، دغه لېونی دی؛ په کیسه کې یې مه کېږه، سبا به ان شاءالله خامخا درشو!
قاري سور و شین اوښته، ویې ویل:
لېونی نو څوک، مسجد ته نه پرېږدي!
جاوید ګرم نه وو؛ وړاندې چې به د بېګار غږ وشو او کوم څوک به ترې په یو ډول نه یو ډول غیرحاضر شو، نو حتماً به یې له پینځو تر شلو زرو افغانیو پورې جریمه پرې کوله.
د (یونس الشیخ ابراهیم السامرائی) اثر (الف کلمة لعمر بن الخطاب) مې کوت، لیکلي شوي:
امیرالمؤمنین حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه د معمول په څېر په مدینه منوره کې د خلکو د حالاتو د معلومولو په نیت ګرځېده، چې په یوه مجلله ماڼۍ یې سترګې ولګېدې؛ ویې پوښتل:
دا ماڼۍ د چا ده؟
ورته وویل شول:
دا د امیرالمؤمنین د بحرین د یوه والي کور دی؛ دی چې کله له هماغه ځایه راشي، نو دلته استراحت کوي؛ حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په غوسه وویل:
((ابت الدراهم الا ان تخرج اعناقها))
د بیت المال درهمونو ونه شو کولای، ځانونه له موږ نه پټ کړي))؛ پسې زیاته یې کړه:
((لی علی کل خائن امینان: الماء و الطین))
اوبه او ګِل هغه رښتیني ساتونکي دي، چې د ځان غوښتونکو رازونه او خیانتونه افشاء کوي.
وروسته یې د بحرین والي احضار کړ، موضوع یې وڅېړله او ویې ویل: څرنګه چې په دومره حقوقو داسې ماڼۍ نه شي جوړېدلای، نو طبعاً د خلکو حقوق ضایع شوي؛ امر یې وکړ چې:
نیم مال دې یې بیت المال ته راوګرځولی او نیم دې ور پرېښودلی شي.
شخصي ګټې او دیني روایتونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.