خوست کې د ساه په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پيل کړې چې شپه او ورځ کې به ۱۸ ساعته بېلابېلې خپرونې ولري.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر سبحان الله عزام نن دوشنبه د یادې راډیو د پرانیستې مراسمو کې ډاډ څرګند کړ چې خوست کې به د رسنيو هر اړخيز ملاتړ لپاره هڅه وکړي.
ده وویل، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې دغه ولایت کې ۶ راډيوګانو فعاليتونه پيل کړي.
د ساه راډيو مسوول ايوب ياد وايي، په ۲۴ ساعتونو کې به ۱۸ ساعته بېلابېلې ديني سياسي، ټولنيزې او خبري خپرونې ولري.
ورته وخت کې خوست کې د رسنيو کار کوونکي وايي، د رسنيو ډيری کارکوونکي بېامتيازه کار کوي.
رحمن الله ګهيځ چې خوست کې په يوه محلي راډيو کې کار کوي، له اسلامي امارت او د رسنيو او خبريالانو له ملاتړو بنسټونو غوښتنه کوي چې د رسنيو مالي ملاتړ وکړي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسوولانو د مالوماتو له مخې، دامهال خوست کې ۳ ټلويزيونونه او ۱۶ خصوصي راډیو ګانې فعاليت لري.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.