نګاه

اومان نیازی

34

دا نګاه لکه هوسۍ زموږ د غرونو
لکه څو موسمه عطر چې یاغي شي
لکه تکه سره نڅا وي د لولکې
د رنګونو په چکچکو کې داغي شي

طلایي وېښته یې وړانګې پر اوږو دي
د لمبې انځور یې ګرځي په لېمو کې
سور قیتک یې سره غوټۍ ده د انارو
ناز یې لامبي د ویالې رڼو اوبو کې

تنهایي مې راته ځیر ده لا ځورېږي
دا مرغۍ ستړې پنجره کې ولې ساتې
دغه ګل به دې په لپه کې زرغون شي
دا د خاورو په پیاله کې ولې ساتې

ستا کاته دې څو بخۍ ورباندې تېر شي
د رڼا ټوله لمنه سپخېدلې
د ډبرې په څرمنه پورې میخ ده
د دې سیوري ګل کې ونه سپخېدلې

دا خوبونه د رنګونو جام کې ګډ کړه
په دې لومه کې بڼکه ښه ښکارېږي
څراغونه د ماښام سرخي ته پرېږده
نقاشي پرخړه ځمکه ښه ښکارېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.