په ویاله کې
د مڼو د باغ خوبونه
انحنا اخیستې منډه د کبانو
څو غونډۍ تباشیري ناستې وریځې
په څپه کې
د ولاړ صنوبر
څو پاڼې ولاړه شنه لامبو
د انارو جام کې څړیکه د برېښنا
څاڅکې څاڅکې رڼايی
د سينځلو د هولي سره نقاشي
د ډبرو شاته ستوري د نرګس
کتابچه کې شوپرک د رنګ په غېږ کې
او هوا لکه مصرې جوړې له عطرو
کرونده لکه زرغون خامک څادر چې
موج تر ورکو چنارونو له چا یوسي
د مارغانو شور او ذوق
لکه ښې ډېرې مرۍ د ګونګروګانو
چې په راګ د باګیشري کې چا ته ووهي چکچکې
او شرنګی یې د غږ شنه پیاله کې شین شي
پاڼې ووهي سیخک
له لمدو وړانګو
لوند پیکی یې نرۍ ټال د رڼایي شي
طبیعت په خپله غېږ کې
شنه تابلو د موسیقي شي
قلقلو سره د زاڼو
د باران غېږ کې رهي شي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.