د لمر په وختي کډه کېدو سړی حیرانېده، چې په څه کم څلورو بجو يې ولې او چېرې ځان ورک کړی او څنګه یې دومره ژر خپله بستره په شا کړې ده. لکه سړی چې هر څه له خپلو سترګو ویني، له ځان سره مې ویل، ښايي زما غوندې به ستړی وي او غواړي به چېرې ځان ته بالښت کېږي او یوه شېبه کرار سر ولګوي.
خو زه چې نن تازه له کاره رخصت شوی یم، څو سوه متره لرې خپلې کوټې ته روان یم، پښې مې یو له بله ځي، ځان ټوک ټوک احساسوم، د لمر لنډۍ ډیوټي له ځان سره بوخت کړی یم او وایم، په ما خو دا نهه ساعته کار لکه نهه کاله تېرېږي خو وروسته ځان ته د باتور په سترګه ګورم، وایم، لږ تر لږه دې نن تر لمره اوږده مزدوري وکړه، د هغه له راختلو مخکې په کار مصروف او تر پرېوتلو وروسته له کاره رخصت شوې. له دغه سوچ سره سره د وجود اندامونه نه شم راټولولی، خو کاش چې یوازې وجود ستړی او دردمن وای، زما ټول درد د زړه له درده و.
طبیعت خراب و، درګرده مې پاس چت ته کتل، ما ویل که لږ جرأت راکې پيدا شي – لږ څه جرأت ته اړتيا وه – چې ځان را وځړوم؛ خو چت ګاډر نه لرل، نه هم تیر او بش، سړي پاک سوتره ښوي چت پسې څنګه ځان راځړولی وای؟ په دغه وخت ځان زندۍ کولو ته چې سل و شل لارې باید موجودې وي، خلاق ذهن غوښت او تر ټولو مهمه لوى زړه، لوى زړه يې غوښت. څو وارې مې فکر وکړ، چې په خپل کټ پسې چې دوه منزله و، ځان زیندۍ کړم – ما ته په کوټه کې يوازې همدغه شی تر سترګو شو – خو وروسته مې سوچ وکړ، د ځان له زندۍ کولو وروسته په غیرارادي حالت د ځان د ژغورلو سل لارې پيدا کېږي. ما ویل، پښې دې د کټ لومړي منزل ته رسېږي، که د ساه ختمېدو په وخت پښې ولګوې، جوړه کړې سناریو دې پخپله خرابه کړه.
له خپل چپرکټه مې ټوله کوټه له نظره تېروله، لاندې په غولي د کوچنۍ المارۍ په سر وړه بیاتي اېښوول شوې، له بیاتي سره مې د لاس رګونو ته سوچ واوښت، ګوتې مې پرې ووهلې، بوټ بوټ راوتلي و، لکه چې رضایت يې څرګند کړی و او ویل يې، ها، موږ ستا د رضا په خاطر، دم حاضر اماده یو؛ خو د رګونو له پرېکولو تېر شوم، ډارېدم، که وروسته وروسته له مرګه ووېرېږم او دهلېز ته منډه کړم، په لوی لاس مې د پولیسو خبرولو ته لاره جوړه کړه یا که په وینو لت پت حالت کې یو څوک د کوټې ور خلاص کړي، هر څه ورسره خرابېږي.
له دې هر څه چې ناهيلى شوم، له چپرکټه راښکته شوم، کړکۍ ته مې وروستۍ هیله پاتې شوه، ویل مې له کړکۍ ځان وغورځوم. خو دلته هم نه مړ کېدم، کړکۍ مارکېټ ته پرې وه، لا په سلهاوو کسان پکې خرید و فروش کاوه او بل له درېيو منزلو خو بوډا هم نه مري، ما خو لا په نهه ویشتم کال پښه اېښې وه. له دې هر یوه فکر سره سره بیا هم د وړمې
ورځې خبرې زما د زړه بازار داسې په پنجو کې نيولی و، لکه همدا اوس چې په کوم بازار کې یم. لکه همدا اوس چې په یوژنیوروت کې یم او شاوخوا ترې د اموالو ګاډي تاو دي، زما له زړه د سلو نورو ناامېديو ترڅنګ، ګردچاپېره دا خبره تاوېده: «نه مو مړه کوي، ولاکه هېڅ هم درته ووايي، ټول له یوه سره راخوشي يئ.»
د دې خبرې په وخت زه په هغه پسې شا شا ته روان وم، نه مې غوښتل ځان مخکې کړم، ورته ومې ویل: «که له کار سره د یوې کوټې د نیولو غم هم راته وکړئ.»
مخکې له دې چې ما ته ځواب راکړي، یوه دوکاندار ته يې لاس پورته کړ او دوکاندار ورته د «چېرته؟» په مانا لاس وښوراوه، هغه په زوره ځواب ورکړ: «وطندار دی، همایون خان راته ویلي مزدور يې په کار دی، دی به ورولم.»
د یوژنیوروت تجارتي کمپلېکس په شور و ځوږ کې ما بیا په ورو لهجه ورته وویل او ان په لومړي سر کې شکمن شوم چې زما خبره به يې بیا نه وي اورېدلې: «که د یوې کوټې بندوبست راته وکړئ، د شپې ځای نه لرم.»
خو موږ لا د مخه د همایون خان دوکان او ګودامونو ته نژدې شوي او د یوژنیوروتا مارکېټ په نولسم لاین ورتاو شوي وو. په سرو خښتو پوښلې ځمکه، له چت څخه غټې غټې برېښنايي بخارۍ راځوړنده وې او کله به چې د یوې بخارۍ له بېخه څوک تېر شو، د مسکو د کنګل یخنۍ ساړه به يې ترې هېر کړل او غوښتل به یې ورته تم شې؛ خو مجبور و چې ځان دوکان ته ورسوي، دغه نولسم لاین ورته یوه ګوله مړۍ او د اوسېدو لپاره یوه سرپناه ښکارېده.
دغه کامپلېکس ته چې کله د مسکو ښار له مرکزه د جنوب ختیځ په لور درومې، له څه کم یو ساعت مزله وروسته به درته له لویې محوطې تاو تکې زېړې رڼاګانې وبرېښي، تا ته ښکاري چې دا رڼاګانې یوه روښان مسیر ته تللې دي؛ خو ته به تل په همدې رڼا پسې یې، په ګوتو به نه درځي، لکه څنګه چې زه په هغه پسې د کوټې د نیولو او کار موندلو په نیت شا شا ته روان وم، خو اوس سوچ کوم، چې تر څنګ يې تللی هم نه شوای، ځکه له شا یا به مخامخ په اموالو بار یوه لویه ګاډۍ یوه یا دوو کسانو کشوله او چې تا ته به در ورسېده، په لوړ غږ به یې وویل: «استروژنا!» سړي ته یې د کابل منډوي وریادوله، «باخبر، چرب نشي!»
په لومړي سر کې په استروژنا او نورو اصطلاحاتو نه پوهېدم؛ خو دلته دې باید د خپلو قاموسونو ذخیرې ته څه کلمات ورزیات کړي واي. مثلاً، استروژنا، ویخود، لینه او ډېر نور چې په څو ورځو دننه کې مې ګردسره زده کړل.
زه په هغه پسې شا شا ته روان وم، استروژنا غږ مې واورېد، هغه ما ته مخ را واړوه او ويې ویل: «ته هم څنګ ته شه.»
څنګ ته شوم، خو زما ذهن سرپناه نیولو چاپېر کړی و، فکر مې وکړ، چې هغه نه غواړي زما دویمه غوښتنه ومني؛ خو بې له دې چې ما ته وګوري، راته ویې ویل: «تر هغې چې کار ونه لرې، څوک کوټه نه درکوي، یو دوکاندار یا د کار څښتن باید ضمانت وکړي.»
او بیا يې وپوښتل: «د یوې کوټې کرایه شپېته زره روبله ده، صرف په تا نه ده، په شپږو کسانو شریکه.» او زیاته يې کړه: «لرې یې؟»
ــ لس – لس زره روبله، ډېرې نه دي؟
ــ دومره نه؛ خو حکمت دی پکې.
ــ څه حکمت؟
ــ پولیس درباندې کار نه لري، د ویزې د ختمېدو پوښتنه درنه نه کېږي.
دا خبره ما ته عجیبه وښکارېده او شکر مې وباسه چې په مسکو کې هم غیرعلاقه شته.
د هغه د ډاډګېرنې په خاطر مې په رفتار کې د پتلانه له جېبه بټوه را وباسله، دولس زره روبله او څو کوپيکه میده پيسې مې لرلې. سملاسي مې ځواب ورکړ: «هو، هو، شته راسره، صرف د ځای بندوبس راته وکړه.»
هغه وویل: «نو دومره هم ناداره نه یې، لرې يې.»
ما هغه ته ونه ویل، چې لس زره روبله راته زما او د هغه مشترک دوست اولخان راکړې، ویل یې پکارېږي دې؛ خو ما چې ظاهراً څومره زورور انکار وکړ، همغومره مې درون کې دغه پيسې د ضرورت په بنیاد غوښتې. زه هغه وخت دې ته فکرمن وم، چې دا پيسې بالاخره پرې کول غواړي او بل شرم دا چې څنګه په دې ځوانه ځوانۍ یوه چا ته لاس اوږد کړم، حتی که د پور لپاره هم وي.
موږ په همدې خبرو کې د یوژنیوروتا مارکېټ په نولسم لینه کې د یوه پنډ او لنډي تاجر مخې ته ولاړ وو، هغه زما په اوږه لاس کېښود، زورور ټکان یې راکړ او بیا یې دوکاندار ته وویل: «همایونه، مزدور دې په کار و، دا دی را مې وست. ځوان دی، تکړه راته ښکاري.»
ــ «خیریوسې صمده، دومره زر مې نه و پکار.»
او تر لنډې چوپتیا وروسته وویل: «ستا د دوو سترګو په خاطر به کار ورکړو.»
بیا يې د سترګو په اشارو او په ډکه خوله خندا صمد ته وویل: «که ستونی ترخوې، له سنپترزبورګ څخه مې تازه راغوښتي، دم غنیمت، همدومره خدمت.»
صمد سملاسي ځواب ورکړ، چې وخت نه لري.
خو همایون وویل: «ژوند کې باید سړی همېشه یو څو ګیلاسو جنګولو ته وخت بېل کړي.» او بیا یې يې ما ته وکتل، داسې لکه زما د مټو زور چې معلوموي یا غواړي راته ووايي، دا ګز دا میدان، دغه لس کیلويي پېټۍ د دوکان تر درېيم منزله په اوږه کړه، معلومه به شي، تکړه یې که نه، په مټو کې دې زور شته که نه.
همایون بې له دې چې ما درېیم منزل ته د کروبکې په اوږه کولو وازمايي، راته وویل، چې د میاشتې پنځه څلوېښت زره روبله راکوي. زه بې له دې چې په مصارفو سوچ وکړم، ټول هوش و فکر مې د مسکو په مرګونې سړه هوا کې یوه بالښت او توشک احاطه کړی و. ما بې درنګ ورسره هوکړه وکړه، نه یوازې د کار لپاره؛ بلکې تر څنګ مې د شپې ځای ته ضرورت لاره او د صمد په خبره، له کار پرته په یوژنیوروت کې چا ته کوټه نه میلاوېږي.
له ځان سره په همدې سوچونو کې بوخت وم، د پنډ د خېژولو ازموينه، د کوټې د پيداکولو او دا به هم رامخته شوه چې يو بالښت وي او سر پرې ولګوم او بيا سترګې پټې کړم او همداسې پټې؛ خو لا په پراخ مارکېټ کې د تنګ زړه خاوند روان يم.
په همدې وخت کې ما ته د يوژنیوروتا مارکېټ په دومره ارتوالي، په دومره ګڼوالي او په دغو درېیو زرو دوکانونو کې د یوه بند شیشهيي محوطې په څېر ښکاره شو، داسې محوطه چې سر يې بند وي، زه لکه یو مچ پکې ایسار یم. دا مچ په ښيښې پورې ځان وهي، چې د وتلو لار پیدا کړي؛ خو که مچ ووځي، چېرې به ووځي، دغې شیشهيي محوطې ته اچول شوی.
د صمد د «نه مو مړه کوي!» مخلوقاتو په دغه مچ یو بل رحم هم کړی، په دې محوطې يې لوی سرپوښ اېښی، د دې لپاره نه چې هلته د دوی په ګندکاریو ونه بونږېږي، په دې خاطر چې په دغه بنګاري نور خلک راخبر نه کړي، هغوی مچ دې محوطې ته یوازې د صامتولو لپاره اچولی و، داسې چې ولیدل شي؛ خو وانه ورېدل شي.
اوس زما ټولې هڅې له یوې رڼې ښیښې سره د بدن و سر وهل و؛ خو پورې خوا نه شوای وتلی. یوازیني څیز چې په دغه ناکامه کوښښونو کې ارامولی شوای، په پېټيو او کارتنونو غوسه سړول – ها هم کله به چې د دوکان په درېيم منزل کې له ما پرته بل څوک نه و – کارتن ته به مې درې څلور لغتې ورکړې، په سوک به مې وواهه، تر هغې به مې واهه، تر هغې چې به مې لاسونو درد وکړ، لکه د دې شیشهيي اسارت غچ چې له پېټيو او کارتنونو او کروبکو اخلم.
په هغه ورځ کار پیدا شو، کوټه ونیول شوه. یو جوړ چپړکې، بالښت او توشک او صابون مې واخیستل، ځانپاک اخیستلو ته پيسې پاتې نه شوې او تر یوې نیمې میاشتې مې بې له دې چې تر حمام وروسته ځان وچ کړم، په لامده بدن مې جامې واغوستلې. پتلون به په لېنګیو کې بند پاتې و، څه زور به د پېټيو په اوږه کولو او د ګاډۍ په کش کاږلو ختلی و، څه زور به په لامده وجود د پتلانه په اغوستلو لاړ. بلوز به په ملا کې نښتی و، د سر وېښتان به مې په تشناب کاغذ – چې دوه روله يې د یوه شواروز لپاره د دوو کوټو لپاره وړیا و – وچاوه.
خو اوس چې نه مې په دویمه ورځ ځان مړ کړ او نه مې هم دوکان پرېښود، تېلشکه یا ګاډۍ مې په منفي شل درجې یخنۍ کې کش کړه او د یخنۍ له وجې د شونډو او د پوزې د سر بې حسي مې په خپل تن و رګ حس کړه، پېټۍ مې تر درېيم منزله وخېژوله، ویترین مې د مبایلونو په کاورونو ډک کړ او د کمرې په زرهاوو ټرایپاډونه مې پاکټ کړل، اوس په هماغه دوه منزله چپرکټ کې پروت یم، د کار په پرېښوولو سوچ کوم، وایم: «زه نور نه شم کوای چې ټرایپاډ پاکټ کړم، کروبکه او پېټۍ درېیم منزل ته پورته کړم، زما زور يې اوبه کړی.»
ذهن مې لکه د افکارو او اندېښنو د سېلاب خوړ يا شيله وي، کله پکې د يوې کوټې او کله پکې د يوه بالښت او کله پکې د يوه ځانپاک ستونزه د څپو له پاسه خوځي؛ خو د درندو بکسونو يا پېټو خېژول پرې د یو بل ګوذار په توګه رامخې ته شي.
کله کله د ټرایپاډ په پاکټولو ځان ته مخامخ ودرېږم، مایک مې په لاس کې وي، له ځانه وپوښتم: «د مزدورانو د حقونو لپاره څه کول پکار دی؟» زه غاړه تازه کړم او لکه زما د ژوندانه ټوله غوسه همدې پوښتنې او شخص ته له کلونو کلونو منتظره وي، ووایم: «نه مې وینې؟ کارګر هغه بنیادم دی، چې نه حق لري او نه هم حیثیت.» بیا د همایون خبره چې په بیا بیا مې ورنه اورېدلې او د ژبې د خولې ورد يې ګرځېدلې وه، وریاده کړم: «کارګر د رنډیو په څېر، د سرک په سر پيدا کېږي.»
زه یو ځل بیا ځان ته درېږم، په یوه لاس کې مې مایک نیولی او په بل لاس مې د مایک لاین او د شهادت په ګوته کمرهمین ته وایم، شاټ واخله او رانه پوښتم: «سختي خو په هره اداره، دوکان او ګودام کې وي، کارګر به دومره سپک هم نه وي.»
ــ که سپک نه وي، کثیف او مردار ضرور دی، داسې موجود چې حیا ترې نه کېږي او که د کار مالک هر څه، ته باید پوه شې چې له هر څه مې مراد څه شی دی، په لاس درکړي، باید په احتیاط درکړی فرمان ترسره کړې.
او بیا هغه ته په ملنډو او خندا ووایم: «که ته د مټو له زوره پرته بل هېڅ کمال نه لرې، یوژنیوروت بازار ته ښه راغلاست.»
خو دلته چې زه په شپږو میاشتو کې له زوره لوېدلى یم، ټول زور دوه سوه کیلويي ګاډۍ کش کاږلو او درندو پېټيو خوړلی، د ځان غرغره کولو اجازه نه لرم. شپږ میاشتې وروسته مې په ذهن کې دا خبره تایید کړه؛ چې دا اجازه نه یوازې ځینو فرمانونو او کمجرأتۍ له ما اخیستې، تر ټولو ډېر لاس پکې د یوې بوجۍ اوړو او یو من لرګیو دی، ځکه پرون له کوره زنګ راغلی و، چې دواړه توکي ختم دي او ژر تر ژره ورته یو څو زره روبله په افغانیو تر اوښتو وروسته حواله کړم؛ خو بیا هم چې هره پېره د څلورټایره ګاډۍ د کش کاږلو په وخت یا د پېټيو د پورته کولو په وخت د پاک خدای دربار ته د غیبي قوت د مرحمت لاسونه پورته کړم؛ په خالي لاسونو پېټۍ په اوږې کېږدم، په هره زینه کې سل وارې د امېدونو د سقوط په ایینه کې ځان ووینم او په همدغه وخت کې یوه بله بلا سر ښکاره کړي: «کلَپي». داسې ضرري خزنده چې یو وارې دې په جامو درننوځي، تر هغې نه وځي چې تغمې دې نه کړي او لا په دې يې هم زړه نه یخېږي، غواړي دوکان ته درسره لاړې شي، ته وا دې خزندې ته ستا د غذابولو ښه مکان و زمان معلوم دی.
خو زر مې فکر ځان ته شي چې کلَپي هم څو ډوله دي. زما له اندېښنو او مجبوريتونو، کړاوونو، د درنو پيټو خېژولو، د امر يا ګودامدار امرونهي، د يو بالښت او يوې کوټې د پيداکولو ستونزه او دا چې وجود مې ټوټه ټوته دى، له هغه کلپیو یا ورږو نه ډېر دردوونکي نه دي؟ چې دي.
په همدغه فکر کې مې درنه پېټۍ په اوږه وي، له اول منزل نه تازه دویم ته ختلی یم او غواړم درېیم پوړ ته يې پورته کړم یا برعکس کوم پېرودونکي ته یې راښکته کول غواړم، په څټ، یا په لېنګي یا هم په غولنګونو کې ورږه یا کلَپي ځان وخوځوي، ومې چیچي، شاوخوا وګورم، هېڅ کمره او د کار د مالک مخبر نه وي، پېټۍ په ځمکه وغورځوم، په کلپي یا ورږې ته ورته خزندې پسې پایڅه واړوم، ويې ګورم، ویې ګورم، خو له اول پوړه د همایون غږ د پېټيو ترمنځ ځان حاضر کړي: «بالښت او بړستن دروړم؟ ورک شوې!» په ورږو، کارتن او دېوالونو مې شک شي او وایم چې زما د هر حرکت خبر د مالک په غوږ کې دوی څڅوي او ښايي لاس یې یو کړی، چې هم له ما کار اوچت کړي او هم بې له دې چې د لاس رګونه، که د ټولو رابطو احساس راکې مړ شي – پرې کړم، ومرم خو بيا بيا مې په سر کې «بالښت او بړستن دروړم» اواز انګازې کوي، نه ترې لرې کېږي، لکه مرمۍ چې راروانه وي او نېغه په سر راننووځي، نو يوه شپه درد به يې غوره چاره نه وي؟
کله چې کارتن راښکته کړم، په دېوالي وسپنیزې زینې مې لا پښه نه وي اېښې، همایون هماغه داستان چې ما او څلورو نورو کارګرانو ته يې په لسهاوو وارې تکرار کړی، سر کړي: «زویه – په ملنډو – اوس الحمدوالله د څوارلسو دوکانونو او ګودامونو څښتن یم، دا هر څه په اسانه نه دي لاسته راغلي، ما په يوژنیوروت کې له یوه ویترینه کار شروع کړی.. .»
خو له ځانه پوښتم، ولې همېشه دا داستان تکراروي، فکر کوم هغه د خپل تېر سخت ژوندانه کیسې ځکه بیانوي چې ځان اتل و قهرمان وښيي او خلک ورته د یو مبارز، مهم او قهرمان په سترګه وګوري؛ خو نه پوهېږم، هر څوک چې خواري کوي، نه اسوده کېږي، ځینې په همدې خوارۍ کې ومري او هېڅکله يې د اسوده ژوند ارمان پوره نه شي، خو همایون بیا ووايي: «ما له یوه ویترینه شروع کړی و، له یوه ویترینه چې د بل چا د دوکان مخې ته مې اېښی و، اوس دا دی یوژنیوروت کې د څوارلسو دوکان و ګودامونو مالک یم، لوبلینو بازار کې هم اووه دوکانه لرم.»
هغه خپله کيسه کوي، خو لکه د هغه کيسه چې مې هېڅ اورېدلې نه وي، له يوه غوږه راځي او سمه دمه له بله بهر کېږي. له ځان سره وایم، زه خپل درد لرم، ذهن کې اپلتې نه شم ساتلی.
اوس چې شپږ میاشتې وروسته لا هم له دوکانه نه یم وتلی، څه باندې یو نیم سل لیکو پدانونه مې په تېلشکې کې اېښي، کوښښ کوم په هغه ځای ګام کېږدم، چې هوار وي. همایون ایله نهه زره روبله زما په معاش کې زیات کړي او د پخواني ماموریت دوران په څېر یوازې دولس زره افغانۍ بچت کوای شم، هماغه عاید خو شکل يې بېل، د ګودامونو په پرېښوولو مې سل فکره وکړل؛ خو فکر لکه د مسکو سړې هوا یخ کړی وي، زما د شونډو او د پوزې د سر په څېر په سړې هوا کې کنګل شوی و. دا پېره زما په ځای زما فکر مړ شوی، د صمد د خبرې احساس مې هېر شوی، یوازینی عادت چې لا مې هم نه دی هېر شوی، په په پېټۍ د غوسې سړول دي، دومره لغتې او سوکان چې ستړی شم، خو خدای خبر، کله کله همایون ته کلَپي او ورږې احوال وروړي که دېوالونه، شکمن شي.
په همدې سوچونو کې يودم بيا ځان ته را وګرځم، هغه شېبه چې د کور له دروازې را وتلم، اوږده سفر ته مې څپلۍ په پښو کړې او بندونه مې يې کلک تړلي وو، منتونه او زارۍ مې وکړې او بيا دلته راغلم؛ خو دغه کامپلېکس له ما هر څه هېر کړل او بیا ځان ته ګورم او پوښتم، زه هماغه یم چې وم؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.