!مرواري لیلا یې وېوړه

سیدمنتظرشاه هاشمي

28

څو ورځې مخکې مې د نااستوگن کتابتون د المارۍ له لیکې په یو کتاب نظر پرېوت،‌ کتاب مې راواخېست پرې لیکلي وو چې ˮمرواري لېلا یې وېوړه ‟. د یاد په ځولۍ کې مې هغه دوه سروکي د زړه په سارا لکه مرغلرې راوورېدل چې زمزمې به یې د لعلپورې له سینه د باد د شغا سره ورو-ورو، نه ېوازې د ننگرهار په سمه و غر بلکه د کابل په ښار و کوڅو کې خورېدې (خپرېدې) چې:

وېوړه، وېوړه،

اوبو وېوړه

مرواري لیلا یې وېوړه

دې سره به بیا یو ځای دې سروکی هم زما د یادونو ژبه غلی-غلی په زمزمو راوسته چې:

توره بهرام خانه! نوابه!‌

څڼې دې غوړې که چې باد یې رپوینه،‌

نوابه!
ځان سره مې ووې چې راځه دا کتاب پرانېزه، خو دا مونز (مونځ) ورته یو ځل وکه.‌ همداسې مې وکړل د ماخوستن له مانزه (مانځه) روسته مې کتاب پرانېست.‌ لومړی مې هسې پاڼې اړولې راواړولې، گنې زما د ذوق سره سمه کومه کرښه په کې وگورم او د لوستو تنده پرې ماته کړم. کله به مې یوه، یوه او کله به مې ډېرې پاڼې ېو ځای واړولې.‌ یو ځلې مې ان دومره پاڼې واړولې چې د کتاب د پای روستي مخ ته ورسېدم چې شمېره یې اوه سوه شپږنويمه وه.‌ د پاڼو په سر سرې اړولو کې مې ډېر ټکي او ډېرې کرښې خوږې-خوږې سترگو ته وړاندې روسته شوې او دا د تشو پاڼو اړول را باندې داسې زور شول چې د کتاب لوستلو ته یې وهڅولم.‌

له هماغې شپې مې له سره د کتاب په لوستو پېل وکه (وکړ). د ناول په پاڼو کې همداسې لوړې ژورې وې لکه د یو پردېس مخ ته د یو اوږده سفر هسکې او ځوړې. کتاب مې ځوړي په ځوړي او گرځني په گرځني ولوست، ځان سره مې ووې چې ېره د هېواد یو انځوریز تاریخي ناول دې مخې ته راغی، ښه شو چې د سترگو په مزل دې منزل لنډ کړ. د ناول په خاموشه سینه کې مې دا نښه هم رښتیا شوه چې؛ وېوړه، وېوړه، اوبو وېوړه … او توره بهرام خانه نوابه…سروکي مې هم په کې وموندل.‌

په دې ډول مې د ˮمرواري لېلا یې وېوړه ‟ تاریخي ناول ولوست.‌ زما خو په مسلکي توگه د تاریخپوهنې په اړه ځانگړې پوهه نشته،‌ خو د هېواد د ښادنامو ډک بهیر مې کله کله،‌ دې له ویاړه ډک چلن ته مخه راگرځوي چې گنې سړی د خپل تاریخه ناخبره پاتې نه شي. ناول د هېواد د نولسمې او شلمې پېړۍ تر درېمې لسیزې پورې تاریخي کړه وړه په مستنده او انځوریزه بڼه څېړلي او راخیستي دي. لوستونکی نه پرېږدي چې د سپینو پاڼو په لمن کې د اوډل شوو تورو-تورو ټکو له خوږو-خوږو خاموشه غږونو مخ وگرځوي. هره کرښه یې د بلې کرښې د لوستو تلوسه او هره پاڼه یې د یوې بلې فکري او حماسي پېښې پېل دی.‌ په ناول کې داسې پېښې ډېرې سترگو ته راځي چې کرکټر یې ډېره خواري کړې ده،‌ لاسونه، پښې یې تڼاکې کړې دي او د ملک د یوه راڼه سبا او بقا لپاره د یوې نوې لارې د سپړېدا په هیله تر خپلې تودې وینې او شهادت پورې دار فنا منلې ده، خو هغه خواري یې بیا د یو بل ښکرور کرکټر له وجې سین وړې ده،‌ که دی د ژوند په مزه نه دی پوه شوی،‌ نو ژوند یې نورو ته د یو ویاړ پرتمین څلی پرېښی دی.‌

د تاریخي شواهدو له مخې د ناول ډېرو کرکټرونو په هره پېښه کې په ېو فکري نوښت سوچ کړی دی او لیکوال هغه سوچ په خپل قلمي هنر سره د کرښو په هار کې داسې پېېلی چې د ملي شعور د ویښتابه د لارې مشال دی.‌ کرکټرونو د فکر پر بنسټ داسې خپلواک کردارونه پرېښي دي چې زموږ د خلکو بېگاه او سبا په کې پرته ده. نو ځکه د لوستونکي فکري ستومانېو ته لکه په شگلنه زمکه د یوه اوږده سفر د لاروي د پلونو ستړیا ټکوروي.‌ ما یې له منځ-منځه یو څو دانه-دانه مرغلرې راخېستي چې په دې کرښو کې یې راسپړم، گنې ستاسو لیمې او باڼه هم پرې خواږه شي.

  • د ناول لیکوال تر وسې-وسې زیار ویستی چې د هېواد معاصر تاریخ په انځوریزه اډانه کې را واخلي او دا کار یې په هنري او ښکلاییزه ژبه تر سره کړی دی.
  • ازادي د تاریخي ناول اساسي محور دی.‌
  • د ناول اساسي کرکټر ېوازې یوه مېرمن نه،‌ بلکه څو مېرمنې دي چې د هېواد په سیاسي او حماسي ډگر کې د افغاني ټولنې د مېرمنو،‌ سپېڅلتیا،‌ زړورتیا، پوهه،‌ ذکاوت او وړاندوېنې د یو فکري بنیاد په تداوم سره ښيي.‌
  • د ناول بل کیفي رنگ پوهنه او عرفان دی چې د هېواد د اعتلا لامل گرځي.‌
  • کولتور او مطبوعاتو ته پاملرنه په ناول کې نوی فکر دی چې په هغه زمانه کې یې کله ډیوه لگېدلې او کله بیا تته شوې ده.‌
  • حماسې او ښادنامې یې بله سکالو ده چې ناول یې په خپله لمن کې رانغاړي.‌
  • د ملي او معاصرو ماڼېو او ودانېو جوړول، هغه سوچ و، چې حکمتونه یې ملي ابادېو ته وهڅول.‌
  • د ځوانو ملي کادرونو روزنه او سیاست ته هڅونه یې راتلونکې باندې باورونه دي.‌
  • د تاریخي معاهدو سپیناوی یې په خپل ځای کې د پام وړ دی.‌
  • اوبه چې نیلي سره زر نومیدلی شي او د هېواد د پرمختگ،‌ ودې،‌ پراختیا او ټولې ښکلا سرچینه ده،‌ چې کلونه وړاندې ملي شخصیتونو روښانه کړې ده په ناول کې ښه په تصویري توگه یاده شوې ده.‌
  • د ښکرورو ماتول او د هېواد یو موټی کېدل یې بل اساسي عنصر دی چې د ناول پیاوړتیا ښيي.‌

دې ته ورته بلها خبرې د ناول د پاڼو په لمنه کې ویدې دي، چې زه یې نوښت بولم. د دې اوږدې خبرې مې موخه دا وه؛ چې که په اوسنېو شراېطو کې کوم نوښتگر سر راپورته کړي او د ˮمرواري لېلا یې وېوړه ‟ او دې ته ورته نور هغه ناولونه چې ملي او فکري سوچ و خیال ولري او د ېو سریال په پټۍ کې یې را ژوندی کړي، نو په دې ماتو گوډو حالاتو کې به د افغانانو د اوسني نسل د تاریخي فکري ودې، تسلا او نورو ته د درس په توگه وړاندې شي.‌

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.