په هلمند کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست

32

په هلمند کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو ژوند واخیست
د هلمند ولایت د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د یوه ناڅرګند او چاودېدونکي شي د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او مور یې ټپي شوې ده.
د هلمند د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، نصیر احمد مهاجر، ویلي چې دغه پېښه د چهارشنبې ورځې د سهار شاوخوا نهه بجې د خانشین ولسوالۍ د «کلا سبز» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، ماشومانو هغه مهال چې چای یې تیاراوه، یو ناڅرګند او چاودېدونکی شی اور ته اچولی و، چې له امله یې چاودنه شوې ده.
دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان پر ځای وژل شوي او مور یې سخت ټپي شوې ده.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي، چې له امله یې ګڼو خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې مخکې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ناچاودېدلو مهماتو د چاودنو له امله اووه کسان، چې پنځه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی پکې شامل وو، وژل شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.