غزل

صدیق الله بدر

36

لا چې نه ښکاري پردی خو، لا زما پرې جوړ باور دی
لا خو سیوری خور پر زړه مې، ستا د عشق د اور نظر دی
په دنیا کــــې لا د مینې، کوم بدلون راغلی نه دی
هغه کوږ دستار تړلی، د هغې ټيکری په سر دی
لا هماغه پخوانی درد، د کوڅو په زړه کې ګرځي
لا هماغه زوړ ماښام دی، لا هماغه شور و شر دی
نه موسم د زړونو واوښت، نه بدل د خلکو خوی شو
لا د اوښکو کاروبار دی، لا د غم اوږد سفر دی
په هندارو کې لا هم چې د تېر وخت انځور نه خاندي
لا د یاد د باران څاڅکی پر خاموشو بڼو تر دی
چا ویل چې وخت به یوسي د زخمونو ټولې نښې
خو زما د زړه په وینو لا هم سور د وخت خنجر دی
نه دې هېر کړم نه مې هېر شوې د زمان په اوږدو لارو
لا زما د سینې ښار کې ستا د مینې لوی اختر دی
تا په تګ تګ کې خبره هیڅ د نه راتلو و نه کړه
لا پرانیستی چې د بدر د زړګي د مینې ور دی
۱۴۰۵.۲.۳۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.