کوچني ارین به هره ورځ له کاغذونو څخه کښتۍ، الوتکې او فضايي بېړۍ جوړولې.
خو دا ځل جوړه کړې فضايي بېړۍ يې له نورو بېړیو څخه بېخي جلا وه.
هغه خپله بېړۍ په ډېر احتیاط د المارۍ له سره راښکته کړه، ورو يې پرې لاس تېر کړ او ویې ویل:
«نن شپه… سپوږمۍ ته ځو.»
دوران پرې وخندل: «بیا هم خیالونه؟»
خو لیلا د ارین او دوران خور، موسکۍ شوه او ويې ویل:
«زه هم درسره راځم.»
ارین خپلې سترګې وتړلې…
ناڅاپه، د هغوی کاغذي فضايي بېړۍ لویه شوه، وځلېده او درې واړو ته یې ځای ورکړ.
نرۍ هوا پرې ولګېده… او دوی هسک ته پورته شول. هغومره پورته چې ستوري يې شاوخوا په نڅا شول.
کله چې سپوږمۍ ته ورسېدل، ويې لیدل چې سپوږمۍ یوه ډېره مهربانه پوهه بوډۍ ده.
سپوږمۍ موسکه شوله او ویې ویل: « د خیال او خوبونو مساپرانو، ښه راغلاست.»
ارین وپوښتل:«ایا رښتیا موږ کولای شو خپلو خوبونو ته ورسیږو؟»
سپوږمۍ ژوره ساه واخیسته او ویې ویل:«د ځمکې خلک ډېرې وړتیاوې لري…خو ډېری ترې ګټه نه اخلي.»
هغې د ارین پر اوږه لاس کېښود او ويې ویل: «ځینې خلک ژر نهیلی کیږي، خو نهیلي خپله ناکامي ده، هیڅوک باید نهیلی نه شي.»
بیا يې دوران ته وکتل او په خواشیني غږ يې وویل: « او ځینې نور، کله چې څوک غواړي لوی کار وکړي، پرې ملنډې وهي یا یې مخنیوی نیسي.»
دوران چې تر هغه وخته پورې چوپ و، سترګې يې پر ځمکه وګڼدلې او ورو يې تر شونډو لاندې وویل:«لکه زه… چې په ارین مې خندل…»
سپوږمۍ بیا موسکۍ شوه او ويې ویل:«خو هغه څوک چې خیال کوي، باور لري او ادامه ورکوي،
هماغه خلک دي چې نړۍ بدلوي حتی که په پیل کې یوازې یوه کاغذي فضايي بېړۍ ولري.»
کله چې بیرته راستانه شول، فضايي بېړۍ بیا وړه شوه او پر ځمکه کېناسته.
خو په دوان کې یو بدلون راغلی و. هغه ارین ته يې وویل:«له سبا نه… زه هم درسره فضايي بېړۍ جوړوم.»
ارین موسکی شو او ویې ویل:«بل ځل، ستا په بېړۍ کې به چېرته چې زړه مو وغواړي، لاړ شو.»
۱۴۰۵.۱.۱۷
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.