خدایه (ج) راوله یاران  زما پر خاورې

هاجره حرکت

30
خدایه (ج) راوله یاران  زما پر خاورې
خدایه (ج) راوله یاران  زما پر خاورې
را شېوه کړه دور مرجان زما پر خاورې
د انسان سپيڅلی زړه بیرته بیدار کړه
مست راشنه کړه ارغوان زما پر خاورې
پټې سترګې چې د بل پر لارو ورک دي
ترې ستانه کړه مینان زما بر خاورې
د بدن غړي په لوي لاس راته پرې کړل
کړه برباد داړه ماران زما پر خاورې
افغانان موږه یو لاس یوو بې توکمه
خاورې ټول کړه توکمیان زما پر خاورې
چې د خپل وطنوال سپکه بل ته وایې
ړانده ته کړه بیتکوران زما پر خاورې
د احمد ابدالي پت او برم ژوندی کړه
 کړه را پورته شاه امان زما پر خاورې
پاکه ربه تاته دا زما زاري ده
کړه یو لاس ته شاه زلمیان زما پر خاورې
۱- بیتکور، چې سم لیدلی نه شي.

د اختر ورځ پر ترخه ژۍ باندې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.